د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

کابل کې د افغان فعال یما مقصودي نیونه؛ کورنۍ یې د نیونې لامل پر فېسبوک ځینې څرګندونې بولي


افغان فرهنګي او ټولنیز فعال یما مقصودي
افغان فرهنګي او ټولنیز فعال یما مقصودي

په جرمني کې د مېشت افغان فرهنګي او ټولنیز فعال یما مقصودي کورنۍ ادعا کوي چې هغه د طالبانو له‌خوا نیول شوې ده.

د یما مقصودي ورور فرید مقصودي وايي، هغه له څلوېښتو کلونو وروسته په دې فکر چې افغانستان خوندي دی، د غويي په ۱۹مه د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره کابل ته تللی و چې د غويي په ۲۹مه د طالبانو حکومت د استخباراتو له‌خوا د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې ونیول شو.

فرید مقصودي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ورور یې ورته په ټیلیفون په خبرو کې ویلي چې د ده د نیولو لامل د فېسبوک پوسټونه ویل شوي دي.

هغه وویل: "د هغه د نیولو لامل څرنګه چې هغه خپله ویلي وو، په فېسبوک کې د ځینو مسایلو په اړه خبرې دي. د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې، د جمهوریت وروسته یو شمير اعتراضونه شوي وو چې یما مقصودي یې ښايي په اړه یو شمېر څرګندونې درلودې. فکر کوو چې دا مسایل یې لامل دي."

د ۷۰ کلن یما مقصودي ورور فرید مقصودي وايي، طالبانو د هغه د ساتلو د ځای په اړه دوی ته هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

نوموړی وايي چې کورنۍ یې د هغه د ورور په اړه اندېښمنه ده، ځکه چې هغه د شکر ناروغي لري او تل درملو ته اړتیا لري.

فرید مقصودي د خپل ورور یما مقصودي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان د د طالبانو د حکومت له‌خوا د افغان فعالانو نیول ډارونکی او غیرقانوني بولي.

په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ رییسې او په دې برخه کې فعالې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل: "کله چې یوه پېژندل شوې څېره دا رقم نیول کېږي او په اړه یې راپورونه خپرېږي، د وېرې چاپېریال رامنځته کېږي، ځکه چې دا څرګنده نه ده چې دا کس ولې نیول شوی، روغتیايي وضعیت یې څنګه دی او چېرې ساتل کېږي؟ په حقیقت کې دا ډول نیونې غیر قانوني دي."

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت نظر هم واخلي، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد او د کورنیو چارو وزارت ویاند یې عبدالمتین قانع پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

یما مقصودي په ۲۰۱۹ کال کې د خپلو کلتوري او بشردوستانه فعالیتونو له امله د "آلمان د فدرالي حکومت د وړتیا" جایزه هم ګټلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم یو شمېر فرهنګي او د زده کړو د برخې فعالان د طالبانو د حکومت له خوا د بېلابېلو لاملونو له امله نیول شوي دي.

له دې ډلې یو هم د هرات پوهنتون استاد او لیکوال رسول پارسي دی چې د ۱۴۰۱ کال د ژمي په وروستیو کې نیول شوی و اوس هم د طالبانو په بند کې دی.

دغه شان زده کړو د برخې د فعال احمد فهیم عظیمي په ګډون یو شمېر نور فعالان هم د طالبانو په بند کې دي.

د طالبانو د حکومت له خوا د بېلابېلو برخو د فعالانو نیول کېدو تل د کورنيو او نړیوالو سازمانونو او بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې بشري حقونه په پراخه کچه نقض شوي او طالبانو د خپل حکومت د دوام لپاره د افغانانو خپلسري نیولو، شکنجه کولو، ځورولو، وژلو او جبري کډوالۍ ته ادامه ورکړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG