د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د طالبانو له‌خوا د احمد فهیم عظیمي محاکمه غیرعادلانه او د قوانینو خلاف وبلل شوه


د زده کړو د برخې فعال احمد فهیم عظیمي چې د طالبانو محکمې په یو کلن بند محکوم کړی دی.
د زده کړو د برخې فعال احمد فهیم عظیمي چې د طالبانو محکمې په یو کلن بند محکوم کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا د زده‌کړو د برخې د فعال احمد فهیم عظیمي په بند کې د ساتلو په اړه اندېښنه ښودلې او د هغه د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه ‎یې کړې ده.

دغه سازمان وايي، په دې اړه ژوره اندېښنه لري چې د زده‌کړو د برخې یو فعال احمد فهیم عظیمي د طالبانو په زندان کې شکنجه او ورسره ناوړه چلند کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي مشر عبدالحق وثیق ته په یوه لیک کې چې د سې شنبې په ورځ د مې ۱۴مه یې په خپله ویب‎پاڼه خپور کړی، د عظیمي نیونه خپل‎سرې او محاکمه یې ناعادلانه بللې او له کوم قید او شرطه پرته د هغه د خوشې کېدو غوښتنه ‎یې کړې ده.

دغه سازمان ادعا کړې چې د طالبانو حکومت د زده ‎کړو د برخې دغه فعال په یو کال بند محکوم کړی چې د بخښنې نړیوال سازمان په وینا دا غیرعادلانه او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی.

د بخښنې نړیوال سازمان نښان
د بخښنې نړیوال سازمان نښان

ازادي راډیو په دې اړه د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست ویاند خلیل همراز نظر هم وپوښت، خو هغه د دغه راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ورنه ‎کړ.

خو څه موده وړاندې د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د عظیمي نيول تاييد کړل او ویلي یې وو چې احمد فهيم عظيمي او دوه نور فعالان له اسنادو سره نيول شوي او د دوى په اړه به محکمه پرېکړه وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان په لیک کې راغلي چې د زده‌کړو د برخې دغه فعال له "فکر بهتر" تعلیمي بنسټ سره همکاري درلوده او طالبانو هغه د خپل رژیم پر ضد په فعالیت تورن کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل لیک کې زیاته کړې، د عظیمي پلار له دې امله چې زوی یې په زندان کې ډېرې ستونزې ګاللي مغزي سکته کړې او دا مهال په روغتون کې بستر دی.

په همدې حال کې د احمد فهیم عظیمي یوه خپلوان چې نه یې غوښتل د امنیتي ګواښونو له امله یي نوم واخیستل شي ازادي راډيو ته په یوه استولي لیکلي پیغام کې د طالبانو حکومت د محکمې پرېکړه ناعادلانه وبلله او ادعا یې وکړه چې عظیمي د طالبانو د استخباراتو په زندان کې شکنجه او ناوړه چلند ورسره شوی چې له همدې امله پلار یې مغزي سکته کړې او اوس په خپل کور کې تر درملنې لاندې دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل لیک کې د احمد فهیم عظیمي وضعیت د بیان ازادۍ او سوله‌ییزو غونډو له حقونو څخه د ښکاره سرغړونې ښکارندویه بللې او له طالبانو یې غوښتي چې د خلکو تښتونه، خپل‎سري نیول، شکنجه او له هغوی سره نور ناوړه چلند ودروي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو څار بنسټ د افغانستان څانګې کمپاینره فرشته عباسي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې د دغه ډول نیونو له مسوولانو سره باید حساب کتاب وشي.

عباسي وايي: په افغانستان کې له بشري حقونو د ډېریو سرغړونو مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی.

هغې زیاته کړه:"په افغانستان کې له بشري حقونو د ډېریو سرغړونو مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی او د بشري حقونو څار سازمان د یوه داسې سازمان په توګه چې د افغانانو د بشري حقونو ملاتړ او دفاع کوي، له طالبانو غواړي چې عظیمي او د هغه په څېر نور کسان چې د طالبانو په بند کې دي او د یو غوره افغانستان او خپلو انساني حقونو لپاره فعالیت کوي، ژر باید خوشې شي او د دې نیونو له مسؤلو کسانو سره باید حساب کتاب وشي."

د طالبانو حکومت احمد فهیم عظیمي او ملګری یې صدیق‌الله افغان د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۱۷مه په کابل کې له خپل دفتره ونیول، خو افغان د روان کال په حمل میاشت کې بېرته د طالبانو له بنده خوشې شو.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي، خو په افغانستان کې یې د خپلې واکمنۍ په نږدې درې کلنه موده کې لسګونه د بشري حقونو، زده کړو، د مدني حقونو فعالان، معترضې ښځې، خبریالان او د پوهنتون استادان تر ډېره د دوی پر حکومتولۍ د نیوکې په تور زنداني کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG