د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

په زوره د یوه ځوان د وېښتانو او بریتو د قیچي کولو ویډیو؛ کورنۍ یې عدالت غواړي


 په خوست کې د یوه ځوان د ویښتانو په زوه قیچي کول - تصویر: له ټولنیزو رسنیو څخه
په خوست کې د یوه ځوان د ویښتانو په زوه قیچي کول - تصویر: له ټولنیزو رسنیو څخه
یوه ويډيو چې تازه په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، ښيي چې د طالبانو د حکومت ځواکونو ته ورته څو کسان د یوه ځوان وېښتان او برېتونه قیچي کوي او په مرګ یې ګواښي.
دا ځوان چې بادشاه زالله نومېږي د خوست ولایت د تڼیو د درګي ولسوالۍ د للمې کوټکي کلي اوسېدونکی دی.

که څه هم په خپره شوې ويډيو کې د هغو کسانو لخوا چې د پادشاه زالله وېښتان قیچي کېږي، ادعا کېږي چې نوموړی په مخکېني حکومت کې د خوست د ساتنې ځواک (KPF) سرتېری دی، خو د بادشاه زالله ورور میر سرور د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ورور یې نه مخکې په حکومت کې دنده کړې او نه یې هم کوم جرم کړی و.

نوموړی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دې پېښې عاملانو ته دې سزا ورکړي.

میر سرور وایي:

"له موږ سره غیرقانوني عمل ولې وشي؟ چې محکمې پرېکړه نه وي کړي او د پوستې وال راپاڅېږي، زما د ورور ابرو او عزت له منځه وړي، وهي او ټکوي یې، ټولې دنیا ته یې ويډیو ښيي. موږ له حکومت څخه غواړو چې کومو خلکو دا کار کړی، د قانون منګولو ته دې وسپاري."

میر سروز زیاتوي چې له دې پېښې وروسته یې یوه نیمه میاشت په پاکستان کې د خپل ورور پادشاه زالله درملنه وکړه، خو وايي اوس یې هم وضعېت ښه نه دی.

د پادشاه زالله د ويډیو له خپرېدو وروسته ګڼو کسانو په ټولنیزو شبکو کې غبرګونه ښودلي دي او دا پېښه یې غندلې ده.

د بشري حقونو یو فعال ماهر مومند دا ډول پېښې خواشینونکي بولي او وايي، په دې ډول صحرايي محکمو کې انساني کرامت او بشري حقونو ته پام نه کېږي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"نه یوازې په دې پېښه کې انساني کرامت ته سپکاوی شوي، بلکې له بشري حقونو سرغړونه هم شوې ده.کله چې کوم انسان د جرم مرتکب کېږي، پکار ده چې د یوې محکمې لخوا د هغه جرم وڅېړل شي، خو دلته داسې ښکاري چې دا صحرايي محکمه ده او دا ډېره خواشینونکې ده."

د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت شورا ویاند، رحمت الله اندړ
د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت شورا ویاند، رحمت الله اندړ

په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي، که څه هم د طالبانو له واک دوه کاله تېري، خو لا یې د صحرايي محکمو مخه نه ده نیولې.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"دا یوازې یوه ويډیو نه ده چې نن خپره شوې ده، له لومړۍ ورځې تر اوسه له ولس سره د طالبانو چلند صحرايي دی، ځکه طالبان تر اوسه هم داسې یوه نظام ته ور لوېدلي نه دي یا داسې چوکاټ نشته چې هلته څارنوالي او محکمه معلومه وي او جرم دې وڅېړل شي. هر طالب خپله قاضي هم دی، څارنوال هم دی، جلاد هم دی او هر څه دی."

ښاغلی اندړ وايي، دا ډول خپلسرې کړنې ځوانان زړه توري کوي او مجبوروي یې چې وطن پرېږدي.

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دوشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې د دې پېښې په اړه دوی څېړنې کوي او عاملان به یې مجازات کړي.

د کابل د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند، خالد ځدراڼ
د کابل د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند، خالد ځدراڼ

که څه هم د طالبانو مشر ملا هبته الله اخندزاده په خپلو ګڼو وینا او فرمانونو کې خپلو پلویانو ته امر کړی چې په خپل سر دې خلکو ته سزاوې نه ورکوي او ترې غوښتنه یې کړې وه چې د ده د بښنې فرمان ته درناوی وکړي، خو له دې سره هم وخت ناوخته داسې ويډیوګانې خپرېږي چې په کې د محکمې له حکم پرته خلک شکنجه کېږي، په جبر اعتراف ته اړ کړي او ويډيوګانې یې خپرېږي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت ویاندویان د دوی له لوري د بشري حقونو د نقض راپورونه ردوي، خو ملګرو ملتونو او ګڼو نورو نړۍوالو سازمانو په خپلو راپورونو کې ادعاوې کړي چې طالبانو د بشري حقونو په برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او د عمومي بښنې له اعلان سره هم د راپورونه خپرېږي، چې دوی د پخواني حکومت یو شمېر کارکوونکي او سرتېري وژني یا یې ځوروي، خبریالان او فعالان نیسي او ښځې یې له زده کړو او کار څخه محرومې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG