د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

کوچنی اختر؛ د طالبانو له زندانونو د بندي فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وشوه


افغان شاعر او لیکوال عزت الله ځواب چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.
افغان شاعر او لیکوال عزت الله ځواب چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.

د طالبانو د حکومت له‌خوا د نیول شویو فعالانو کورنۍ او دوستان، د کوچني اختر په مناسبت له زندانونو څخه د دوی د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

په داسې حال کې چې د اختر رارسېدو ته څو محدودې ورځې پاتې دي، د نیول شویو فعالانو کورنۍ او ملګري یې په مناسبت، د طالبانو له حکومت غواړي چې دا فعالان خوشې کړي.

د افغان شاعر او لیکوال عزت الله ځواب زوی عطا الله ځواب ازادي راډيو ته وویل: "دا چې اختر رانږدې دی په همدې مناسبت له اسلامي امارت هیله لرو چې زموږ پلار جان خوشې کړي څو د اختر خوښي له موږ سره یوځای ولمانځي."

عزت الله ځواب یو انتقادي لیکوال او شاعر دی او د کورنۍ د غړو په خبره يې د روان زیږدیز کال د جنورۍ له ۲۴مې راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

د طالبانو حکومت د نوموړي کورنۍ ته ویلي چې هغه یې د انتقادي لیکنو له امله نه دی نیولی.

یو شمېر افغان فرهنګیانو هم د عزت الله ځواب د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

دوی په ټولنیزو پاڼو یو کمپاین پیل کړی او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې ځواب د اختر په مناسبت خوشې کړي.

یو له دوی څخه راحت ګل زیارمل ازادي راډيو ته وویل: "عزت الله ځواب ډېر وخت وشو چې بندي دی، لږ تر لږه د روژې مبارکه میاشت تېره شوله اختر را روان دی، دا باید خپل وړو وړو بچیانو ته راخوشې شوی وای."

هممهاله د زده کړو د برخې د فعال احمد فهیم عظیمي ورور احمد فواد عظیمي هم ورته غوښتنه لري.

هغه وویل: "له مسوولانو مو غوښتنه ده چې زما ورور، احمد فهیم عظیمي او همکار یې د روژې د مبارکې میاشتې په درناوي او د روژې د اختر انساني ارزښتونو ته په کتو له بنده خوشې کړي ترڅو دوی اختر د خپلو کورنیو په غېږ کې په خوښۍ ونمانځي."

د زده کړې د برخې دوه فعالان احمد فهیم عظیمي او همکار یې صدیق الله افغان د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکټوبر په ۱۷مه په کابل کې ونیول شول.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یوې خصوصي رسنۍ سره د خبرو پر مهال ویلي وو د زده کړې د برخې دغه دوه فعالان، د اسنادو او شواهدو پر بنسټ، د غیر قانوني او غیر شرعي کړنو په تور نیول شوي، خو جزییات یې نه دي ورکړي.

خو کورنیو یې بیا د دغه ادعا په ردولو سره ویلي چې دوی یواځې د زده کړو په برخه کې فعالیت درلود.

د زده کړې د برخې فعالان صدیق الله افغان او احمد فهیم عظیمي د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکټوبر په ۱۷مه په کابل کې ونیول شول.
د زده کړې د برخې فعالان صدیق الله افغان او احمد فهیم عظیمي د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکټوبر په ۱۷مه په کابل کې ونیول شول.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د فرمان پر بنسټ د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت نن د وري اتلسمه د څرخي پله له زندانه ۴۰۶ بندیان خوشې شوي چې په دوی کې ۳۳۸ نارینه، ۴۰ ښځينه او ۲۸ ماشومان شامل دي، خو دا چې د څومره بندیانو د بند په موده کې کموالی راغلی په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو حکومت د زندانونو چارو د سمون ادارې ویاند نسیم لالهاند او د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه پوښتنې ځواب نه‌کړې چې ایا یاد فعالان هم خوشې شوي بندیانو په ډله کې دي او که‌نه.

تېر کال بیا د طالبانو حکومت سترې محکمې ویلي وو چې د کوچني اختر په مناسبت یې ۲۴۶۰ بندیان خوشې کړي او د شاوخوا ۵۰۰ نورو د بند موده یې کمه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG