د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

د طالبانو له بنده د صدیق‌الله افغان خوشې کېدل؛ د نورو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه هم وشوه


د زده کړو د برخې فعال صدیق الله افغان د سه شنبې په ورځ د اپرېل په ۹مه د طالبانو له بنده خوشې شو.
د زده کړو د برخې فعال صدیق الله افغان د سه شنبې په ورځ د اپرېل په ۹مه د طالبانو له بنده خوشې شو.

د زده کړو د برخې فعال صدیق الله افغان د اپرېل په نهمه له نږدې شپږو میاشتو بند وروسته خوشې شو.

د نوموړي کورنۍ ازادي راډيو سره په خبرو کې د صدیق الله افغان خوشې کېدل تایید کړل او د هغه د همکار احمد فهیم عظیمي د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

د صدیق الله افغان ماما شراف‌الدین شیخ زي ازادي راډيو ته وویل: "صدیق الله افغان له ښه مرغه خوشې شو، خو احمد فهیم عظیمی نه دی خوشې شوی. هغه د صدیق الله افغان همکار و او د دوی ټوله دوسیه یوه وه. هیله لرو چې ژر تر ژره احمد فهیم عظیمي هم خوشې شي."

د زده کړو د برخې فعال احمد فهیم عظیمي چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.
د زده کړو د برخې فعال احمد فهیم عظیمي چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل د اپرېل په نهمه په خپله ایکس پاڼه، د افغان خوشې کېدل یو مثبت پرمختګ بللی او زیاته کړې یې ده چې هغه باید له اوله نه و نیول شوی.

دې سازمان یوځل بیا د احمد فهیم عظیمي او نورو ټولو هغو مخالفانو د سمدستي او پرته له کوم قید او شرطه خوشې کیدو غوښتنه کړې چې د زده کړو، بشري حقونو او عدالت لپاره د خپل غږ اوچتولو په تور په خپلسري ‌ډول نیول شوي او بندیان دي.

د زده کړو برخې دغه دوه فعالان، صدیق الله افغان او احمد فهیم عظیمي، چې د "فکر بهتر"په نوم په یوه بنسټ کې یې کار کاوه، د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۱۷مه د کابل په کارته چهار سیمه کې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا ونیول شول چې له ۷۲ ورځې بند وروسته محاکمه او د څرخي پله زندان ته ولېږل شول.

د طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان رسنیو ته ویلي وو چې دغه دوه فعالان د اسنادو او شواهدو پر بنسټ د غیر قانوني او شرعي کړنو له امله نیول شوي، خو د دوی د کورنیو یو شمېر غړو بیا ویلي وو چې دوی یواځې د زده کړو په برخه کې فعالیت درلود.

د طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د صدیق الله افغان تر خوشې کېدو مخکې د طالبانو حکومت یوه ښځينه معترضه منیژه صدیقي چې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۹مه نیول شوې وه، د اپرېل په ۶مه له زندانه خوشې کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د زده کړو د فعال احمد فهیم عظیمي په ګډون یو شمېر نور مدني فعالان او خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

طالبانو پر افغانستان له بیا ځلي واکمنېدو وروسته، د دوی د کړنلارو منتقدین او ګڼ شمېر معترضان او فعالان ونیول او بندیان یې کړل چې ځینې یې له څه مودې وروسته خوشې، خو ځیني یې لا هم د طالبانو په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG