د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

د امریکا د کانګرس ځینې غړي: زمونږ افغان همکاران د طالبانو له وژنو او تعقیب سره مخ دي


ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام درې سرتېري
ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام درې سرتېري

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړي او د دغه هېواد پخواني پوځیان چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، وايي چې د دوی افغان همکاران او کورنۍ یې په افغانستان کې د طالبانو له لوري له هدفي وژنو او تعقیب سره مخ دي.

دوی چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته یې 'د طالبانو له خوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له پخوانیو همکارانو د غچ اخیستنې' په اړه د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په ناسته کې شاهدي ورکوله وویل، پخوانیو افغان سرتېرو د امریکايي ځواکونو تر څنګ د امريکا لپاره په صداقت خدمت کړی، خو په ټکو یې اوس دوی یوازې پاتې دي.

د دې غونډې ګډونوالو د هغوی د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، د طالبانو له خوا د خپلو افغان همکارانو د وژلو، نیولو او شکنجې ګڼ روایتونه وکړل او ټینګار یې وکړ چې امریکا باید د ملاتړ وکړي.

دا ناسته د جمهوري غوښتونکو، دیموکراتانو او پخوانیو امریکايي پوځیانو او یوه افغان خبریال په حضور کې جوړه شوې وه.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي برایان مسټ، چې په افغانستان کې یې د خدمت پر مهال د یوې چاودنې له امله پښه پرې شوې، په دې برخه کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر سياست نیوکه وکړه او ویې ویل: "مېرمن نګار اته میاشتې امېدواره وه د خپل مېړه او ماشومانو د سترګو پر وړاندې وويشتل شوه او مړه شوه، خو حکومت پر دې حقیقت سترګې پټوي چې د دوى افغان همکاران د طالبانو له خوا وژل کېږي. د پولیسو امر محمد هاشم چې د امریکا متحده ايالاتو سره يې مرسته کړې وه د طالباتو له لوري له ۴۹ ورځو شکنجې ورسته په دار وځړول شو."

هغه د بایډن ادارې چارواکي په دروغو ویلو، تورن کړل او زیاته یې کړه چې افغان پخواني پوځیان او د امریکا همکاران په سیستماتیک ډول په نښه کېږي.

د افغانستان د تېر نظام ځواکونه
د افغانستان د تېر نظام ځواکونه

په ورته وخت کې د امریکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی افسر او یو عیني شاهد مایکل سیزمار دغې غونډې ته وویل چې د افغان ځواکونو پخواني پوځيان په هدفي ډول وژل کېږي او په دې اړه د بېلابېلو سازمانونو راپورونه هم شته.

هغه زياته کړه چې دغه خلک د امنيتي ګواښونو تر څنګ له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي او که طالبان يې ونه وژني، لوږه او فقر به يې له منځه يوسي.

هغه د طالبانو لخوا د پخوانیو افغان ځواکونو د شکنجې، توقیف او وژلو څو قضیو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: "د ۲۰۲۳ په سپټمبر کې د وجمهوري ریاست د ساتونکي ځواکونو 'پي پي ایس' پخوانی غړی احمد زبیر نوري چې موږ یې پاکستان ته په رسېدو کې مرسته کړې وه، خو اقتصادي ستونزو له امله د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستون شوی و، د خپلې مېرمنې او دوو ماشومو لوڼو د سترګو په وړاندې زندۍ شو."

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر پخوانیو سرتېرو چې له دې غونډې مخکې یې د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته خبرې کولې له امنیتي او اقتصادي ستونزو شکایت وکړ او زیاته یې کړه چې د ګرځېدو ازادي نه لري.

د طالبانو حکومت تل د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژلو او شکنجه کولو په اړه د ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو ادارو راپورونه رد کړي او شخصي دښمنۍ یې بللې دي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې ټول قشرونه خوندي دي او اعلان کړې عمومي عفوې ته ژمن دي، خو د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته پخواني پوځيان، خبريالان، د بشري حقونو فعالان او د پوهنتون استادان نيول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG