د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۲

په افغانستان کې دننه او بهر د بېځايه شويو افغانانو شمېر نږدې ۱۱ میلیونو ته رسېدلی

د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د تېر جمهوري نظام په نسکورېدو او د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له افغانستانه بهر ته د افغانانو د وتلو بهیر پیل شوی چې تراوسه دوام لري.
د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د تېر جمهوري نظام په نسکورېدو او د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له افغانستانه بهر ته د افغانانو د وتلو بهیر پیل شوی چې تراوسه دوام لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا "يواین‌ایچ‌سي‌آر" وايي، د ۲۰۲۳م کال تر پایه په افغانستان کې دننه او بهر د بېځايه شويو افغانانو شمېر نږدې ۱۱ میلیونو ته رسېدلی دی.

"يواین‌ایچ‌سي‌آر" په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳م کال تر پایه پورې په نړیواله کچه د اجباري بې ځایه شویو کسانو شمېر نږدې ۱۱۷.۳ میلیونو ته رسېدلی، چې ۱۰.۹ میلیونه یې افغانان دي.

دې سازمان په خپل راپور کې چې د "۲۰۲۳ نړیوالې تګلارو" په نوم یې، د روانې میلادي مياشتې په ترڅ کې خپور کړی، ویلي چې ياد کسان ډېر د تاوتریخوالي، شخړو، د بشري حقونو د سرغړونو او له ځورونې د تېښتې له امله په دننه او بهر کې خپلو هېوادونو څخه بېځایه شوي دي.

په دغه راپور کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر فیلیپو ګرانډي ویلي چې د دې ترخو او مخ په زیاتېدونکو شمېرو تر شا ډېر انساني دردونه او کړاوونه پراته دي او دغه وضعیت باید نړیواله ټولنه دې ته اړه کړي چې د جبري بېځايه کېدو لاملونو د له منځه وړلو لپاره ژر اقدام وکړي.

په راپور کې راغلي چې افغانان په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوی شمېر جوړوي. د ټولو کډوالو شپږمه برخه چې "يواین‌ایچ‌سي‌آر" يې ملاتړ کوي.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې څه باندې ۷۴۱زره افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی په کې راغلى او د افغان کډوالو ټولیز شمېر ۶،۴ میلیونو تنو ته رسېدلی دی.

د "يواین‌ایچ‌سي‌آر" د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳م کال کې شاوخو۱۶٩زره ٧٠٠ افغانانو د پناه غوښتنه کړې او یوازې ۵۷زره ۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې ۹۹ سلنه یې له پاکستانه راستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د دغو کسانو د راستنېدو فرصتونه او باثباته شرایط ډېر محدود دي، ځکه د افغانستان د ۴۰ میلیونو وګړو نیمایي برخه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او میلیونونه خلک په کور دننه بېځایه شوي دي.

نجيبه په پاکستان کې مېشته افغانه ده.

نوموړې، چې مخکې یې د افغانستان په رسنيو کې کار کاوه، وايي چې د امنيتي ستونزو له امله يې افغانستان پرېښود، خو اوس له اقتصادي ستونزو او د کډوالۍ د قضيو د نه څېړلو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زموږ لپاره دلته امنیت نور هم خراب شوی دی. موږ باید له پولیسو ځان خوندي کړو، زموږ ویزې باید په هرو درېیو میاشتو کې تمدید شي. کرایه او د ورځني ژوند لګښتونه خورا ډېر دي ځکه چې دلته ډېره قيمتي ده."

ارشیف: په خیبر پښتونخوا کې افغان کډوالې مېرمنې
ارشیف: په خیبر پښتونخوا کې افغان کډوالې مېرمنې

د ښځو د حقونو یوې فعالې نیکي تبسم، چې ایران ته کډواله شوې، ازادي راډیو ته وویل په افغانستان کې یې رسټورانټ درلود او د ښځو د حقونو په برخه کې هم فعاله وه.

هغه ادعا کوي چې د امنیتي ګواښونو او د طالبانو له‌خوا یې د رسټورانټ د تړل کېدو وروسته ایران ته کډواله شوې ده.

نوموړې زیاته کړه: "په ایران کې د درېیو کلونو په موده کې، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ يوو، په ځانګړې توګه کورنۍ ستونزې. ژوند زموږ لپاره خورا سخت دی. موږ افغانستان ته د بېرته ستنېدو هیڅ هیله نه لرو ځکه چې کېدای شي موږ د طالبانو له‌خوا ووژل شو."

دا کډوال په داسې حال کې د خپلو ستونزو په اړه وايي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته سلګونه زره افغانان د امنیتي ګواښونو، بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د لګول شويو بنديزونو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله د پاکستان او ايران په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د زمینې د نشتوالي په اړه د "يواین‌ایچ‌سي‌آر" په ګډون د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو له اندېښنو سره سره، له ایران او پاکستان څخه د ۲۰۲۳م کال له نیمايي وروسته د افغان کډوالو ايستل زیات شوي دي.

په دې ورستیو کې د کډوالو نړیوال سازمان یا "آی‌اوایم" ویلي وو چې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل پورې له ایران او پاکستان څخه تر یونیم میلیون ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG