د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د اختر په ورځو کې بېوزلو او د وروستیو طبیعي پېښو اغېزمنو سره په مرستو ټینګار وشو


په غور د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په غور د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

په افغانستان دننه او بهر یو شمېر پخوانیو او اوسنیو سیاسي شخصیتونو، سازمانونو، د طالبانو ضد جبهو او د طالبانو د حکومت چارواکو خپلو اختریز پیغامونو کې د اختر په ورځو کې بېوزلو او د وروستیو ویجاړونکو طبیعي پېښو اغېزمنو سره په مرستو ټینګار کړی دی.

نن یکشنبه د جون ۱۶مه د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ نمانځل کېږي، خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې سبا دوشنبه اختر اعلان کړی دی.

په افغانستان دننه او بهر یو شمېر پخوانیو او اوسنیو سیاسي شخصیتونو، سازمانونو، د طالبانو ضد جبهو او د طالبانو د حکومت چارواکو اختریز پیغامونه خپاره کړي چې ځینو د طالبانو حکومت له‌خوا سبا دوشنبه د اختر اعلان ته په کې غبرګون هم ښودلی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې په ورځ د جون په ۱۶مه په خپله ایکسپاڼه په خپل اختریز پیغام کې د وروستیو طبعي پېښو له امله د زیانمنو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له شتمنو خلکو او مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې د اختر په ورځو کې له دوی سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د تېر جمهوري حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ورته اندېښنه مطرح کړې او په همدې ورځ یې په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې هېوادونه او نړیوالې خیریه ټولنې دې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو او ستونزمن بشري وضعیت ته په کتو، له افغانانو سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغه شان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او د طالبانو مخالفې وسله‌والې جبهې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم د پیغامونو په خپرولو سره خلکو ته اختر مبارکي ویلې ده.

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا حسن اخند هم په خپل اختریز پیغام کې، چې د دوی تر واک لاندې ملي تلوېزیون نن یکشنبه خپور کړی، پر طالب مسوولانو غږ کړی چې عامو خلکو ته دې هوساینې لپاره له خدمت غقلت ونه کړي.

نوموړي په داسې حال کې، چې د دوی حکومت د یو شمېر هېوادونو او ځینو نړیوالو سازمانونو له‌خوا د افغانانو د بشري حقونو په نقض تورن دی، په خپل اختریز پیغام کې له خلکو غوښتي چې ملاتړ یې وکړي.

د سعودي عربستان له اعلان سره سم نن په ډېری اسلامي هېوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ ده، خو د طالبانو حکومت سبا دوشنبه په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې چې د دوی دې اقدام ته یو شمېر غبرګونونه هم ښودل شوي دي.

له دې ډلې، د ملګرو ملتونو جینیوا دفتر کې د افغانستان استازولۍ د شنبې په ورځ د جون په ۱۵مه په خپله ایکسپاڼه د اختریز پیغام په ترڅ کې لیکلي، طالبانو د اختر په یوه ورځ ځنډولو سره یوځل بیا وښوده چې د دوی په ټکو" زموږ له کلتوري او دیني دودونو نه بېګانه دي."

د یادونې ده چې پرون شنبه د جون په ۱۵مه د تېر جمهوري حکومت د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي هم پر خپله فېسبوکپاڼه په یوه لیکنه کې د طالبانو د حکومت له‌خوا په یوه ورځ ځنډ سره د لوی اختر اعلان غندلی و.

دغه شان په ټولنیزو رسنیو کې هم د طالبانو حکومت دې پرېکړې ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.

په افغانستان کې نن یکشنبه په داسې حال کې د طالبانو حکومت د اعلان پر بنسټ عرفه ده چې د دوی د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د استخباراتو د لوی ریاست سرپرست مشر عبدالحق وثیق په ګډون یو شمېر طالب چارواکي چې د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي، پرون یې د عرفاتو په مراسمو کې ګډون کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG