د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

نن په عربستان کې د عرفې ورځ ده؛ دیني عالمان دا ورځ د حج ادا کولو لپاره اړینه بولي


ارشییف: د عرفات پر غونډې یو شمېر زیارت کوونکي د دعا پر مهال
ارشییف: د عرفات پر غونډې یو شمېر زیارت کوونکي د دعا پر مهال

نن شنبه په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده.

د حج په مراسمو کې د بېلابېلو هېوادونو میلیونونه ګدون کوونکي زیارت کوونکي یا حاجیان د عرفاتو مراسمو ادا کولو په هدف نن شنبه د جون په ۱۵مه مکې ته څېرمه د عرفاتو په میدان کې راټول شوي دي.

حاجیان نن له لمر لوېدو وروسته مزدلفې ته روانېږي او سبا یکشنبه د سعودي عربستان د اعلان پر بنسټ د لوی اختر لومړۍ ده او مکې مکرمې ته تللي افغانان نن د عرفاتو رکن ادا کوي.

محمد عظیم، چې د افغانستان له ننګرهار ولایت نه او د حج فریضې ادا کولو ته مکې مکرمې ته تللی، وایي چې له سهار وختي نه یې ځان د عرفې ورځې د مراسمو ادا کولو لپاره د عرفاتو میدان ته رسولی دی.

هغه وویل: "موږ دا مهال د عرفاتو په میدان کې یوو. سږ کال یې ټولو افغان حاجیانو ته دلته یو ځای ورکړی دی. مراسم ډېر ښه روان دي. د نورو کلونو په پرتله سږ کال یې ښه ځای موږ ته را برابر کړی دی، یخ دی، حاجیان سره راټول شوي، هر څوک الله تعالی ته د خپل ملک او خلکو او د ځان د ګناهانو د بخښلو لپاره دعاګانې کوو."

یو افغان حاجي وايي: عرفاتو ته راغلي یوو، دلته ګرمي زښته زیاته ده، ګڼه ګوڼه ډېره ده، امکانات سم برابر نه دي، د افغانستان ولس په ډېره لانجه کې دی، په یوه خېمه کې تر دوه سوو خلک راټول دي.

یو بل حاجي، چې له پلازمېنې کابله یې دغو دغو مراسمو کې ګډون کړی او نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل: "عرفاتو ته راغلي یوو، دلته ګرمي زښته زیاته ده، ګڼه ګوڼه ډېره ده، امکانات سم برابر نه دي، د افغانستان ولس په ډېره لانجه کې دی، په یوه خېمه کې تر دوه سوو خلک راټول دي، خو په هر حال په منا او عرفاتو کې مدیریت ښه دی. اوس دلته په خپل عبادت بوخت یوو، تر مازدیګر لمانځه همدلته یو چې کله لمر ولوېده د ماښام له لمانځه وروسته به مزدلفې ته ځو او تر هغه وروسته به د شیطان ویشتلو په طرف حرکت کوو."

سږ کال له افغانستان څخه شاوخوا ۳۰ زره کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی.

افغان دیني عالمان عزیز ګل صافي وایي، د عرفات مراسم د حج له مهمو درېیم ګونو مراسمو څخه دي او د دې ورځې د فلسفې په اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "عرفه د اسلامي (قمري) میاشتو د ذوالحجې نهمه نېټه ده، د حاجیانو لپاره د دې ورځ اهمیت دا دی چې دا د حج له دريیمو فرایضو یو فرض دی، په دې معنا که یو حاجي نه په عرفات کې درېدل فوت شي، نو د ده حج ونه شو، دا باید را روان کال ته د دې قضا ادا کړي، حدیث شریف کې راځي(الحجُ العرفه) حج عرفه ده، دې مراسمو کې حاجیان باید حتماً د عرفاتو په حدودو کې ودرېږي، بل دا چې دوی به ټوله ورځ د عرفاتو په میدان کې په لمانځه او دعاګانو تېروي."

د نوموړي په خبره، عرفه د حاجیانو په ګډون د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره د روژې نیولو، لمونځونو او په ټوله کې د عبادت دعاوو یوه ښه ورځ ده چې د ځان، کورنۍ او هېواد د خیر او بخښنې دعاګانې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې سبا د عرفې ورځ او د دوشنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې.

دیني عالم صلاح الدین سعیدي ازادي راډیو ته وویل د اسلامي شریعت له مخې د هر هېواد وخت او اقلیم ته په کتو د هغه هېواد امیر کولای شي چې په دې اړه خپله فتوا صادره کړي، خو په خبره یې بهتره به وه چې د یوې پرېکړې اطاعت شوی وای.

هغه وايي: "په دې اړه واحد نظر نه‌شته، خو د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلو مفتیانو فتوا صادره کړې چې په اسلامي نړۍ کې په یوه واحده او مرکزي مرجع کې یوه فتوا هماغه د اختر، عرفې او بیا په عرفه کې د روژې نیول یا قرباني کولو په اړه ده. زما برداشت او نظر دا دی چې باید په یوې واحدې فتوا عمل وشي."

د ټولنیزو رسنیو ډېری کارږونکو له دې امله انتقاد کړی او ویلي، حیران دي چې د عرفي روژه، چې له دېرو ثوابونو برخمنه ده، کله ونیسي؟

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG