د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د حج د اداینې مراسمو پیل؛ یو شمېر افغان زیارت کوونکي: سم خدمات راته نه وړاندې کېږي


په سعودي عربستان کې د افغان زیارت کوونکو یا حاجیانو لپاره چمتو شوی خوراک
په سعودي عربستان کې د افغان زیارت کوونکو یا حاجیانو لپاره چمتو شوی خوراک

په داسې حال کې چې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې د فرضي حج مراسم په سعودي عربستان کې ترسره کېږي، خو یو شمېر افغان زیارت کوونکي، چې دغو مراسمو ته ورغلي شکایت کوي، چې خدمتونه ورته سم نه دي.

يو افغان حاجي چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي ادعا کوي، کومه ډوډۍ چې دوی ته ورکول کېږي د خوراک نه ده.

یاد حاجي وايي: "زه یو وخت په لاهور کې بندي ومه، په بندې خانه کې به یې داسې ډوډۍ راکوله، بېنډۍ به یې په اوبو کې جوش کړې او در به یې کړې، یو وار مې په بندي خانه کې دغسې ډوډۍ خوړلې او بل ځل مې د دوی په حکومت کې."

په مکه کې بل افغان حاجي چې نوموړی هم د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم يې په راپور کې واخیستل شي، د ډوډۍ له ناسم کیفیت شکایت کوي.

دا حاجي وايي: "اوس سهار یې موږ ته ډوډۍ راوړله، دا بیخي خوړل کېږي نه، ټوله سوځېدلې ده، نه پوهېږم چې دا بېرته ور وړو او کنه، که بېرته یې نه ور وړو نو دا نیمه سوځېدلې او نیمه هم اومه ده، سړی مریضوي."

بل افغان حاجي بیا د ډوډۍ او ټرانسپورټ د خرابوالي ترڅنک ادعا کوي، هغه لارښوونکي چې د طالبانو حکومت له خوا د افغان حاجیانو د لارښونې لپاره نیول شوي، سمه لارښوونه نه شي کولی.

دا حاجي چې نوم نه یادوي وويل: "زموږ ډوډۍ سمه نه ده، دا یو مسئله. بله خبره دا ده هغه معلمان یې چې موږ سره یې رالېږلي ټول په واسطه راغلي او په ټکي خبر نه دي، خلکو سره همکاري نه کوي، حتی داسې حاجي صاحبان دي چې درې ورځې کېږي به خپلو اطاقونو کې پراته دي نه احرام پېژني که احرام وپېژني عمره نه پېژنی، په هېڅ طریقې بلد نه دي او نه هم چا ورته ښودلي دي، دلته خدمات افغانانو ته سم نه وړاندې کېږي."

په حج کې افغان زیارت کوونکو لپاره خوراک
په حج کې افغان زیارت کوونکو لپاره خوراک

د هغه په خبره، د نورو هېوادونو حاجیانو لپاره منظم بسونه ولاړ وي او د هر بس په سر یې د خپل هېواد بیرغ وي، خو د افغان حاجیانو بسونه نه دي معلوم، د دې لپاره چې هېڅ بیرغ نه لري.

دغه حاجي زیاتوي، د ټرانسپورټ په برخه کې هیڅ نظم نه شته او ډېری افغان حاجیان چې سپین ږيري او سپین سرې ښځې دي له سختو ستونزو سره مخ دي.

يادو حاجیانو ازادي راډیو ته، له خپلې ډودۍ اخیستل شوي عکسونه هم رالېږلي دي.

خو په مکه معظمه کې د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت د تغذیې کمېټې مسوول محمد ولي حامد د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، دوی افغان حاجیانو ته په ۳۲ اعمارو (ځای خونو) کې درې وخته منظمه ډوډۍ وېشي.

نوموړی وايي، حاجیان له دې بهیره راضي دي.

هغه وويل: "حاجي صاحبان د ډوډۍ نه ټول راضي دي، موږ په هر اعماره کې دوه کسه ناظرین توظیف کړي دي، ډوډۍ د قرار دادي کمپنۍ او زموږ له خوا حاجي صاحبانو ته توضیع کېږي، حاجیان صاحبان د تغدیې له اړخه نه بلکل راضي دي."

موږ هڅه وکړه د افغان حاجیانو د شویو ادعاګانو په اړه د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت نظر هم ولرو، خو د دې وزارت ویاند فضل محمد حسیني د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو له دې وړاندې هم په تېرو کلونو کې د فرضي حج په مراسمو کې د ورته ستونزو راپورنه ورکړل شوي وو.

د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت میاشت وړاندې د حج د فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان ته په لومړۍ جوپه کې ۳۶۴ افغانان ولېږل چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جون میاشتې په ۲۱مه په خپل ټویټر ولیکل چې، د افغان حاجیانو د انتقال لړۍ به په نږدې راتلونکي کې پای ته ورسېږي.

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت هغه مهال ویلي وو، دوی به سږ کال د څلورو هوايي ډګرونو له لارې شاوخوا ۳۰زره افغانان د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان ته ولېږدوي.

تېر کال له افغانستانه ۱۳زره ۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان ته تللي وو.

د طالبانو د حج او اوقافو وزرات ویلي، سږ کال به پر هر تن د حج د ادا کولو له درکه ۳زره ۹۲۴امریکايي ډالره لګښت راشي، چې دغه لګښت تېر کال پر هر تن ۴زره ۱۳۰ډالره و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG