د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۲۸

په پام کې ده چې اریانا افغان شرکت دوه "۷۳۷" نوې الوتکې واخلي


ریانا افغان هوايي شرکت وايي، مالي وضعیت یې ښه دی او په تېرو دوو کلونو کې یې ميلیونونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي دي.

د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، نوي اداره هڅه کوي چې د تېرو کلونو راهیسې پاتې ستونزې حل او دا اداره په یوه ښه لوري بوځي.

د اریانا افغان هوايي شرکت رئیس نادر عمر د دوشنبې ورځې په خبري غونډه کې، که څه هم د دغه شرکت ستونزې په ګوته نه کړې، خو ویې ویل چې په تېرو دوو کلونو کې د دې ادارې وضعیت ښه شوی دی.

د هغه په وینا، د اریانا افغان هوايي شرکت په تېر لمریز کال کې ۳۵۲ ميلیونه افغانۍ عاید تر لاسه کړی دی.

ښاغلی عمر زیاتوي:

"زه له دې نظر سره چې د اریانا افغان هوايي شرکت په زیان کې روان او هر کال دولت له دغه شرکت سره سلګونه ميلیونه افغانۍ کومک کوي، موافق نه یم او دغه راپورونه ناسم بولم، له تېرو دوو کلونو راهیسې د اریانا افغان هوايي شرکت وضعیت ډېر ښه و او موږ په ۱۳۹۵ مالي کې کال کې ۳۵۲ ميلیونه افغانۍ ګټه تر لاسه کړې ده."

د دې شرکت ځيني پخواني کارکوونکي ادعا کوي چې د اریانا افغان هوايي شرکت په کارونو کې حکومت لاسوهنه کوي.

د دوی په بارو، د دغه شرکت عواید کم شوي او د اریانا افغان هوايي شرکت ته زیات مالي زیانونه رسېدلي دي.

د اریانا افغان هوايي شرکت چې د تېرو شااوخوا ۶۰ کلونو راهیسې فعالیت کوي، دا وخت د څلورو الوتکو درلودونکی دی.

له دې سره دا شرکت وايي، ټاکل شوې چې دوه ۷۳۷ ‌ډوله نوې الوتکې وپیري او خپل فعالیتونه پراخ کړي.

ویل کېږي چې دا کار تر اوسهد تدارکاتو د ملي ادارې د تجربې د نشتوالي له امله له ځنډ سره مخ شوی دی.

بل خوا د افغانستان د ماليي وزارت چې په یاد شرکت کې ۶۰ فیصده ونډه لري، د دغه شرکت کارونه ستايي، خو وايي چې په دې برخه کې د لا زیاتو کارونو اړتیا ده.

د ماليي وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي چې په دغې خبري غونډه کې یې خبرې کولې، د دغه شرکت د عوایدو په ډېرېدو ټینګار وکړ.

د ماليي وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی
د ماليي وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی

ښاغلی عبدالرحیمزی وایي:

"په اریانا افغان هوايي شرکت کې ښه کارونه تر سره شوي، خو زموږ د ګډون کونکو تمه دا ده چې په دغو کارونو بسنه ونه شي، تر څو له یوې خوا مو عواید لوړ شي او له بلې خوا دا شرکت چې زموږ لپاره ملي حیثیت لري، باید ښه وځلېږي."

د اریانا افغان هوايي شرکت د وضعیت د ښه والي داسې وخت ویل کېږی چې سږ کال یې د حاجیانو د لېږد رالیږد لپاره دوه د کام ایر الوتکې په اجاره نیولې وې.

اریانا افغان هوايي شرکت د دغو الوتکو په بدل کې د کام اییر هوايي شرکت تهپنځه اعشاریه اتهميلیونه ډالر ورکړي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG