د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

نیازی: له ۲۶ زرو زیات حاجیان سعودي عربستان ته انتقال شوي


د حج او اوقافو وزیر محمد یوسف نیازی
د حج او اوقافو وزیر محمد یوسف نیازی
په داسې حال کې چې سعودي عربستان ته د افغان حج کوونکو دلیږد په اړه بیلابیل انتقادونه موجود دي، خو د حج او اوقافو وزارت وایي، چې دغه بهیر ډیرښه پرمخ ځي.

د حج او اوقافو وزیر محمد یوسف نیازی، چې د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وربلل شوی وو وایی ، تراوسه څه باندې شپږ ویشت زره افغان حج کوونکي سعودي عربستان ته لیږل شوي او پاته شااوخوا درې زره به په څو ورځو کې ولیږل شي.

محمد یوسف نیازی وایي افغان حج کوونکي په مکه معظمه او مدینه منوره کې ځای پرځای شوي دي چې تراوسه له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ شوي.

″تراوسه له څلورو زونونو نه ۱۶۷۴۱ حج کوونکيد ۱۲۱ پروازونو په مرسته داریانا او کام ایرشرکتونو له خوا سعودي عربستان ته انتقال شوي دي.

په مدینې منوره کې د تعمیراتو د موټرو په اړه یو څه مشکلات وو،خو اوس ټولو تعمیراتو ته موټر نیول شوي، او هره برخه کې حاجیانو ته اوه اته موټر ولاړ وي.″

نیازي وویل، افغان حج کوونکو ته د اوسیدو ځایونه په بیلابیلو برخو کې نیول شوي چې ځینې یې حرم شریف ته ډیر نږدې دي.

خو د ولسي جرګې یو شمیر غړیو د دغه وزارت په کارونو کلک انتقادونه وکړل او وې ویل چې په سعودي کې د حاجیانو د اوسیدو لپاره مناسب ځایونه نه دي نیول شوي.

وکیلانو په ورته وخت کې انتقاد وکړ چې په ولایتونو کې د دغه وزارت مسولین له خپلو مراجعینو بډې اخلي.

د دغې جرګې غړیو نادرخان کټوازي او حمیرا ایوبي خپل انتقادونه داسې څرګند کړل.

″۱ستاسې په ریاستونو کې زه خبریم او په قاطع توګه ویلای شم چې رشوت اخیستل کیږي، حتی له یوه حاجي څخه پنځه سوه ډالر اخیستل شوي، او دیوه کس سهم یې بل ته ورکړی.

″۲ وزیر صاحب تاسو خپله فکر وکړی،لس ورځې د حج مراسمو ته پاته دي، په فراه کې ۵۱۵ کسانو ته سهمیه ورکړل شوې چې تراوسه اتلسو کسانو ته ویزې نه دي ورکړل شوی، په داسې حال کې چې پاسپورټ اوټکټ لري او سعودي کې ورته ځای نیول شوی.″

ځینو نورو وکیلانو هم په دې انديښنه څرګنده کړه چې زیات شمیر حج کوونکو تراوسه ویزې نه دي ترلاسه کړي.

خو د حج او اوقافو وزیر وایي د سعودي سفارت به ډیر ژر دغو کسانو ته ویزې ورکړي.

نوموړی وایي، د ویزو د ځنډ لامل دادی چې په دې وروستیو کې په کابل کې د سعودي سفارت د شلو ورځو لپاره تړلی وو.

د حج او اوقافو وزیر وویل دا مني چې په ولایتونو کې فساد شته، خو وایي خلک په خپله خوښه رشوت ورکوي او ددې کار مخنیوی د دوی له وسې پورته دی.

سږ کال دیرش زره افغان حج کوونکي دحج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي.

په دې وروستیو څو کلونو کې سعودي عربستان ته د افغان حج کوونکو د تلو شمیر زیات شوی دی چې ترډیره په هیواد او یاهم سعودي عربستان کې له بیلابیلو ستونزو سره مخ کیږي.

ځینې افغانانو له سعودي عربستان څخه ازادي راډیو ته شکایت کړی چې هلته د اوسیدو دځای په اړه ډیرې ستونزې لري او دا ویره هم ورسره شته چې بیرته راتګ به یې و ځنډیږي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG