د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

د حج او اوقافو وزارت د نوي سیسټم له مخې حاجیان حج ته لیږي


د افغانستان د حج او اوقافو وزارت تمه ښیي، چې د حج د مراسمو د نوم لیکنې د نوي سیسټم په رامنځ ته کولو سره به په دې برخه کې موجوده ستونزې تر ډیره هواري شي.

د حج او اوقافو وزارت حج ته د تلونکو کسانو لپاره د پچې اوچونې پخوانی سیسټم له منځه وړی او پرځای یې داسې سیسټم رامنځ ته کړی، چې حج ته ټول تلونکي کسان به مخکې له مخکې په بانک کې یوه اندازه پيسې تحویلوي.



په تیرو کلونو کې د حج په مراسمو کې پر موجوده ستونزواو د پچې اچونې پر سیسټم باندې د زیارت کوونکو له مسلسلو انتقادونه وروسته د حج او اوقافو وزارت دغه سیسټم ته بدلون ورکړ.

د دې وزارت د نشراتو ريیس حبیب الرحمان صالحي ازادي راډیو ته وویل؛ چې سر له سږکال نه د نوی سیسټم له مخې، څوک چې د حج اراده کوي، په افغان ملي پانک کې شاوخوا پنځوس زره افغانۍ تحویلوي.

هغه وویل، په دې توګه هر څوک کولای شي، په بانک کې پيسې تحویل کړي، چې بیا په خپل نوبت سره حج ته د تلو چانس ورکول کيږي.

نوموړی وایي، دغه سیسټم د نورو اسلامي هیوادونو په شان دې او هیڅوک نه شي کولای، چې لاس وهنه په کې وکړي.

″په دې سیسټم کې هیڅوک هم کم او زیات نه شي کولای، زما په اند په دې کې دوه ګټې دي، یو خو دا چې په هرکال کې د حاجیانو سرګرداني یې ختمه کړه او بل د وزارت لپاره لویه استانتیا شوه، چې هرکال مشغول وي اویا زره کسانو پچه اوچونه کوي، دا یو لوی مسولیت وو، دا سرګرداني یې د درېیو او څلورو کلونو لپاره ختمې کړي او بله ښېګنه یې دا ده، چې دې پروسې د نورو اسلامي هېوادونو سره همغږي راوستله.″

ښاغلی صالح وایي، هرهغه څوک چې وغواړي، حج ته لاړ نه شي کولای چې خپلی تحویل کړې پیسې بېرته واخلي.

نوموړي وویل، چې د دې سیسټم له پيل سره سم تراوسه پورې دومره کسانو پيسې تحویل کړي؛ چې تر راتلوکو دریو کلونو پورې د حج د تلو نوبت په ټول هېواد کې مخکې له مخکې نیول شوی دی.

هغه وویل، سږکال دېرش زره کسان د کعبې شریفې د زیات لپاره لاړ شي، چې د نوي سیسټم له مخې د یوشمېر زیارت کوونکو د اسنادو کار بشپړ شوی هم دی.

ښاغلي صالحي وویل، که څوک تر هغې وروسته هم د حج نوبت اخیستل غواړي، همدا اوس کولای شي، چې په بانک کې د يپسو په تحویل کولو سره نوبت ونیسي.

پخوا به په افغانستان کې حج ته د تلو لپاره هر کال د هېواد په ټولو ولایتونو کې پچه اچول کېده. خو اوس د نوي سیسټم له مخې به خلک ښايي حج ته له تلو یو یا څو کاله مخکې یوه اندازه پيسې په بانک کې ږدي.

یوشمېر زیارت کوونکي وایي، چې دوی پردی سیسټم خوښ دي، خو وېره څرګندوي، چې په دې سیسټم کې لاس وهنه ونه شي او د خلکو حقونه ونه خوړل شي.

″دا سیسټم که عادلانه وي موږ ورته خوښ یو، موږ له دولت څخه وغواړو، چې په دې کې عدل وکړي، پر موږ د شفقت وکړي، موږ پرې خوښ یو، څه مو چې حق وي، هغه دې راکړي له هغې زیات موږ نه غواړو.

۲- دا د پچه اچونې له سیسټم څخه سل په سله ښه ده، موږ درې کاله کېږي، چې په پچه اچونه کې ونډه اخلو خو هېڅ نه راوځي خو په اوسنۍ پروسه کې هم ځیني لاس وهنې کېږي؛ چې باید مخه یې ونیول شي، تګ او نه تګ دا که الله غوښتي وي، موږ به ځو او که الله نه وي غوښتي، موږ کال ته هم نه شو تلای.″


حج ته د تلو لپاره د نوبت نیولو دغه نوی سیسټم ښايي د هغو کسانو په زړه پورې هم نه وي؛ چې له اقتصادي پلوه نه شي کولای د څو کلونو لپاره خپلې یوه اندازه پيسې په بانک کې کېږدي.

د حج او اوقافو وزارت داسې مهال د حاجیانو لپاره د استانتیاوو د برابرولو خبرې کوي؛ چې هرکال د حج د مراسمو په رانږدې کېدو سره دا وزارت د خپل بشپړ چمتوالی رپوټونه ورکوي، خو د حج د پروسې بهیر کې بیا د یو شمېر ستونزو له امله د حاجیانو شکایتونه راپورته شي.

راپور: ذکيه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG