د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د طالبانو حکومت: سېلابونو په غور او فاریاب کې تر سلو ډېر کسان مړه کړي


په غور کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو انځور
په غور کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو انځور

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو د لړۍ په دوام، په غور او فاریاب کې د جمعې او شنبې د ورځې سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي چې ویل کېږي له سلو زیات کسان یې مړه کړي دي.

په فاریاب ولایت کې د طالبانو حکومت د والي ویاند، عصمت الله مرادي رسنیو ته په لېږل شوي ویډيويي کلېپ کې په یاد ولایت کې د شنبې ورځې د سیلاب د تلفاتو د تازه جزیاتو په اړه وویل:

" په هغو سېلابونو کې چې تېره شپه د فاریاب ولایت په ګرزیوان، بل چراغ، قیصار او چهلګزي ولسوالیو کې راغلي وو، درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي چې په پایله کې یې ۶۶ کسان مړه، ۵ تپیان او ۸ تنه لادرکه دي. دا په داسې حال کې ده چې د پرون ورځې سېلاب کې تر ۱۸ ډېر کسان شهیدان شوي وو."

ها خوا بیا د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه، په غور ولایت کې د سېلابونو له امله د مړو شمیر ۵۰ کسه ښودلی.

پرون په غور کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند عبدالواحد حماس هم ازادي راډیو ته د دې شمېر مړو شویو خبره کړې وه، خو هغه دا هم ویلي وو چې د سېلابونو له امله یو شمېر کسان لادرکه دي.

غور کې سېلابونو لسګونه کسان مړه کړي او هم مالي زیانونه یې هم اړولي دي.
غور کې سېلابونو لسګونه کسان مړه کړي او هم مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهې صندوق یا یونېسف د مې په ۱۸مه په خپله ایکس پاڼه د غور ولایت له سېلاب ځپلو سره د خواخوږي په څرګندولو سره لیکلي، یادو سېلابونو ماشومانو هم مړه کړي او په زرګونه کورونه یې له منځه وړي.

یونېسف زیاته کړې چې په افغانستان کې ماشومان دا مهال ډېره تراژیدي زغمي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهې صندوق دغه شان سېلاب ځپلو ته د مرستو راجلبولو خبره هم کړې ده.

هممهاله د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارد بینېټ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جمهوري نظام پر مهال د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله له نړیوالو مرستندویه بنسټونو او تمویلوونکو څخه یې سېلاب ځپلو سره د مرستو او د دوی د لاسنیوي غوښتنه کړې ده.

د غور او فاریاب ولایتونو یو شمېر سېلاب ځپلي هم وايي٬ که ورسره مرسته ونه شي یو بشري ناورین به رامنځته شي.

د غور ولایت د مرکز اوسېدونکي بشارت او د دې ولایت د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي سیاوش ازادي راډيو سره نظرونه شریک کړي دي.

بشارت وایی: "هغه خلک چې کورونه یې د سېلابونو له امله له منځه تللي د اوسېدو لپاره ځای او د خوړو لپاره ډوډۍ نه لري. د مرستندویه بنسټونو او خیریه موسساتو لخوا تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی ترسره شوی. که پاملرنه ونه شي یو انساني ناورین رامنځته کېږي."

سیاوش وویل: "خلکو ته ډېر زیان رسېدلی، له کورونو څخه نیولی تر کروندو پورې ټول له منځه تللي. هغه ولسوالیو ته چې ډېر زیان رسېدلی هغه شهرک او مرغاب دي چې خلکو یې په غونډيو کې شپې سبا کړې."

د فاریاب ولایت د چهلګزي ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالکریم په یادې ولسوالۍ کې د سېلابونو د ځاني زیانونو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د ماماګي په نوم یو کور دی، درې زامن، مېرمن او یوه لور یې اوبو وړي دي. د دوو مړې یې پیداشوي او د دوو یې تر اوسه نه دي پیدا شوي٬ نور یې ډېر زیان رسولی، کورونه یې وړي دي مالونه يې وړي دي."

په فاریاب کې د سېلابونو یو انځور
په فاریاب کې د سېلابونو یو انځور

د یادونې ده چې د غور او فاریاب تر څنګ له بدخشان، تخار، سرپل او نورو ولایتونو هم له تېرو څو ورځو تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو راوتلو راپورونه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ثور د میاشتې د ٢١مې سېلابونو د افغانستان په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول شمال ختیځ بغلان کې د سلګونه کسانو ژوند واخیست او زرګونه کورنیو ته یې مالي زیانونه واړول.

د بغلان په سېلابونو کې د مړو شمېر ۳۱۵ او د ټپیانو ۱۶۳۰ ته رسېدلی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

مخکې تر دې هم په ګڼو نورو ولایتونو کې اورښتونو و سېلابونو چې لړۍ یې له کوچنۍ اختر راهیسې پیل شوې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د دغو سېلابونو زيانمن شويو مخکې ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، لا هم بشري مرستو ته اړتيا لري.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG