د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

ګڼو سازمانونو او هېوادونو د افغان سېلاب ځپلیو د لاسنیوي غوښتنه کړې


په بغلان د سيلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په بغلان د سيلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو یوه چارواکي له تمویلوونکو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو د لاسنیوي لپاره نور مالي ملاتړ برابر کړي.

په غور او فاریاب ولایتونو کې د ویجاړوونکو سېلابونو د راپورونو تر خپرېدو وروسته ګڼو سازمانونو او هېوادونو د سېلاب ځپلیو د لاسنیوي غوښتنه کړې ده.

دغو سېلابونه د جمعې ورځې تر سختو اورښتونو بهېدلي چې په ګڼو ولسوالیو کې یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو د مرګ‌ژوبلو شمېر او ویجاړیو تصاویر زړه بوږنوونکي بللي دي.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د تري تم شویو د لټولو او ژغورنې تر څنګ عادي حالت ته د خلکو د ژوند ژواک د راګرځولو لپاره ملاتړ ته اړتیا ده.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

ریچارډ بینېټ له تمویلوونکو غوښتنه کړې چې د بشري ملاتړ لپاره نوره مالي مرسته وکړي او د ده په وینا د اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارې لپاره نورو هڅو ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" وايي، په غور ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله ۲۵۰۰ کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

دغې ادارې پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د دوی د مرستې رسونې ډلې په ساحه کې دي چې ډېر ژر به د مرستو رسونې چارې پیل کړي.

که څه هم په غور کې لږ تر لږه د ۵۰ کسانو د مړینې خبر تایید شوی، خو ګومان کېږي واقعي شمېر تر دې زیات وي.

د غور لپاره د طالبانو د والي ویاند ویلي، له جمعې راهیسې د سېلابونو له کبله د غور د بېلابېلو ولسوالیو او د هرات- غور لار د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په غور کې دغو سېلابونو ۲۰۰۰ کورونه بشپړ او ۴۰۰۰ کورونه څه ناڅه تخریب کړي، ۲۵۰۰ دکانونه، سلګونه هکټاره کرنیزه ځمکه، پلونه او نور تاسیسات ویجاړ کړي دي.

د غور تر څنګ له بدخشان، فاریاب، تخار، سرپل او نورو ولایتونو هم له تېرو څو ورځو تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو بهېدلو راپورونه ورکړل شوي دي.

باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون پر خپله ایکس‌پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، په فاریاب کې سېلابونو خلکو ته زیات مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په فاریاب کې راوتلو سېلابونو هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.
په فاریاب کې راوتلو سېلابونو هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د فاریاب د والي ویاند عصمت‌الله مرادي ویلي چې په فاریاب کې د مړو شمېر ۱۸ ته رسېدلی او ۳۰۰ څاروي هم تلف شوي دي.

د فاریاب ولایت یوه اوسېدونکي چې خپل نوم یې نه دی اخیستی ازادي راډیو ته وویل، دغو سېلابونو په ګڼو ولسوالیو کې خلک زیانمن کړي.

هغه وايي: "ډېر تلفات اوښتي دي. د فاریاب ولایت په پښتون کوټ، المار، خیبر، قیصار او چهلګزي ولسوالیو کې د خلکو کښتونه ډېر خراب شوي دي. انسانانو او حیواناتو ته تلفات اوښتي دي."

پرون د بدخشان د مرکز فیض‌اباد او شاوخوا لسو ولسوالیو ترمنځ لارې د سېلابونو د بهېدو له کبله وتړل شوې.

تر دې مخکې د غويي یا ثور پر ۲۱مه په بغلان کې سخت سېلابونه بهېدلي وو چې تر ۳۰۰ زیات کسان یې مړه کړي وو.

د بغلان په سېلابونو کې د مړو شمېر ۳۱۵ او د ټپیانو ۱۶۳۰ ته رسېدلی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پرون پر خپله ایکس‌پاڼه خبر ورکړی چې د دغه ماموریت مرستیالې اندریکا راتواتي پرون په بغلان کې سېلاب ځپلو ته د مرستو د رسولو بهیر وکوت.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG