افغانستان
د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې نن او سبا د ورښت اټکل شوی
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې اداره وايي چې نن او سبا د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د ورښت وړاندوینه کوي.
د دې ادارې پر اساس، بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، کابل، پروان، میدان وردک، بامیان، دایکنډي، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، غور، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، زابل، غزني، هلمند، کندهار او اروزګان هغه ولایتونه دي چې د باران، تالندې، برېښنا او سیلونو اټکل پکې شوی دی.
د هواپېژندنې د ادارې له اټکل سره سم د افغانستان په شمالي، شمال لوېدیځو، لوېدیځو، جنوبي، جنوب لوېدیځو، ختیځو، جنوب ختیځو او مرکزي ولایتونو او همداراز سالنګونو کې د تیزو بادونو اټکل هم کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
چین د افغانستان پر صادراتو مالیه معافوي
چین اعلان کړی چې د افغانستان پر صادراتو به مالیه معاف کړي.
دا خبر په افغانستان کې د چین سفیر نن په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې خپور کړی دی.
په افغانستان کې د چین سفیر جاو شینګ او ورسره پلاوي پرون په کابل کې د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په همدې تړاو خبرې کړې وې.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس څرګندوي چې دا مالیه به د ډسمبر له میاشتې وروسته نه اخیستل کېږي.
افغانستان پروسږ کال چین ته د ۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات لرل.
چین یو له هغو څو محدودو هېوادونو څخه دی چې په کابل کې د واکمنو طالبانو له حکومت سره نژدې روابط لري او په پېکېنګ کې یې د دوی سفیر منلی دی.
په هلمند کې تلوېزیوني خپرونې بندې شوې
د طالبانو له لوري د ژوندي موجوداتو د تصویرونو د نه خپرېدو په لړ کې په هلمند ولایت کې تلوېزیوني خپرونې بندې شوې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز نن دا خبر ورکړ او په یوه بیان کې یې په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې داسې کارونه به بدې پایلې ولري.
هلمند څلورم ولایت دی چې د ژوندي سارو یا موجوداتو د تصویرونو خپرېدل پهکې ممنوع شول.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر په وروستیو کې فرانس پرېس اژانس ته ویلي وو چې د ژوندي سارو د تصویرونو او فلمونو اخیستل به په تدریجي توګه په ټول افغانستان کې بند شي.
د طالبانو دې اقداماتو د رسنیو د ملاتړیو بنسټونو غبرګونونه پارولي دي.
یوسفزۍ: د مکسیکو له ولسمشرې سره مې د افغان نجونو پر زدهکړو د بندیز په اړه خبرې کړي
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، د مکسیکو له ولسمشرې کلاودیا شینباوم سره یې د طالبانو له لوري د افغان نجونو د زدهکړو د بندیز په اړه خبرې کړي دي.
ملالې یوسفزۍ پرون په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې دې لیدنې کتنې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له ټولنې او عامه ژوند څخه د طالبانو په واکمنۍ کې حذفېږي.
وروسته تر دې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کابل ونیوه، تر شپږم ټولګي ورپورته یې تر دولسم ټولګي پورې د نجونو زدهکړې تر ثاني امر پورې وځنډولې او یو کال وروسته یې د پوهنتونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.
د طالبانو دوو مخالف وسلهوالو ډلو په کابل او فارياب کې د پنځه طالبانو د وژنې ادعا کړې
د طالبانو یوې مخالفې ډلې چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم یادیږي، په کابل کې د پروني ماښام د برید مسوولیت منلی دی.
دې جبهې تېره شپه ناوخته په یو بیان کې ادعا کړې چې، د کارته نو په نانوايي تمځای کې یې په یو برید کې درې طالبان وژلي دي.
وړاندې په بیان کې راغلي، دا برید ماښام مهال د طالبانو پر ګزمې شوی چې، د طالبانو یوشمېر وسلې د جبهې غړو ترلاسه کړي دي.
لهدې وړاندې د افغانستان یوشمېر کورنیو رسنیو د کارته نو په نانوايي تمځای کې د یوې چادونې خبر ورکړی و.
بل پلو د طالبانو یوې بلې مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې، د پنجشنبې په ماښام یې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې پر طالبانو په برید کې دوه سرحدي ساتونکي وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.
طالبانو تر اوسه د دغو ادعاو په اړه څه ويلي نهدي.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعاوې نهشي تاییدولی.
ارايسايف د طالبانو له بنده د خبريال مهدي انصاري د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
د بې پولې خبریالانونو سازمان ارايسایف د طالبانو له بنده د افغان خبریال مهدي انصاري د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
دې سازمان پرون پنجشنبې د (اکټوبر ۲۴مه) په یو بیان کې ویلي، د دوی د معلوماتو بر بنسټ انصاري له دوو اوونیو راهیسې د طالبانو د استخباراتو په بند کې دی.
د اراسایف په خبره، طالبانو په رسمي ډول د انصاري د نیولو په اړه څه نه وايي.
په بیان کې راغلي، انصاري په ټولنیزو رسنیو کې د مطالبو د خپرولو په خاطر نیول شوی.
ياد سازمان ویلي، د دې خبریال په پټه نیول د منلو وړ نهدي او باید ژر تر ژره راخوشې شي.
د راپورونو پر بنسټ، مهدي انصاري د میزان په ۱۴مه د کابل په دشت برچي سیمه کې نیول شوی و.
اراسایف له طالبانو غوښتي چې، د خبریالانونو ځورونې ته د پای ټکی کېدي.
نن د افغانستان تر ۱۷ کلونو کمعمره فوټبال لوبډله له کمبوديا سره سيالي لري
نن جمعه د (اکټوبر ۲۵مه) د افغانستان د ۱۷ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله له کمبودیا سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
دا سیالۍ د اسیا د ملتونو جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې د افغانستان په وخت څلورنیمې بجې د کمبودیا د پنوم پن په ښار کې پیليږي.
د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کمعمره ملي لوبغاړو په خپله لومړنۍ سیالۍ کې د تېرې دوشنبې په ورځ فیلپین ته ۸ د صفر او د تېرې چهارشنبې په ورځ ماکایو ته ۹ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.
د اسیا د ملتونو جام مقدماتي سیالۍ د ۴۳ ټیمونو په ګډون په لسو ګروپونو کې د لسو مختلفو ښارونو په کوربهتوب پیل شوي دي.
د افغانستان تر ۱۷ کلنو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله په بي ګروپ کې له فیلیپین، کمبودیا، بنګلهدېش او ماکایو سره ده.
د افغان ابداليانو الف لوبډله نن له هند سره مخامخ کېږي
د افغانستان د ابدالیانو یا الف لوبډله به نن جمعه د کرکټ د اسیا د ایمرجنګ جام سیالیو په دوهمه نیمه پایلوبه کې د هند له الف لوبډلې سره مخامخ شي.
د دې جام لومړۍ نیمه پایلوبه به د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه د پاکستان او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ وي.
د افغانستان او هند د الف لوبډلو مسابقه به د کابل په وخت د ماښام په شپږ بجو پیل شي.
د اسیا د ایمرجنګ د جام سیالۍ د عمان په کوربهتوب ترسره کېږي.
افغانستان چې له سریلانکا، بنګلهدېش او هانګکانګ سره په یوه ګروپ کې و، دوې مسابقې وګټلې او یوه وبایلله.
تمه ده د دې سیالیو فاینل مسابقه د لړم په ۶مه د یکشنبې په ورځ ترسره شي.
د جولای مياشت کې د افغانانو په ګډون تر ۷۴زره ډېرو کسانو اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنه کړې
د افغانانو په ګډون څه باندې ۷۴ زره کسانو د روان کال په جولای میاشت کې په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنه کړې ده.
د هغې راپور پر بنسټ چې پرون پنجشنبې د (اکټوبر ۲۴مه) د اې یو ریپورټر پر وېبپاڼه خپور شوی ویلي شوي، دا شمېر د تېرکال د جولای میاشتې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو په نسبت اووه نیم سلنه کم دی.
د ۲۰۲۳ کال په جولای کې اتیا زره دوه اویا کسانو په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنه کړې وه.
په راپور کې راغلي، لا هم افغانان، سوریایان او د ونزویلا وګړي د پناه غوښتونکو لویه برخه جوړوي.
د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې ۱۲۲۹۵سوریایانو، ۶۰۳۰ افغانانو او ۵۱۷۰ د ونزویلا وګړو د پناه غوښتنه کړې ده.
د افغانستان په ۱۳ ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی
د طالبانو تر واک لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلونو د راوتو اټکل کړی دی.
دې ریاست پرون پنجشنبې د (اکټوبر ۲۴مه) په یوې خبرپاڼه کې په هرات، بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې نن جمعه او سبا شنبې د نسبتاً شدیدو ورښتونو، تالندې برېښنا او د سېلونو د راوتو اټکل کړی دی.
په خبرپاڼه کې په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه د ۵۰ څخه تر ۱۰۰ ملي مټرو پورې اټکل شوې ده.
تېره میاشت، د شدیدو ورښتونو او سېلابونو له کبله په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې درې تنه مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي وو.
دغو سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي وو.
طالبان کابل کې خپرندويو ټولنو ته د ممنوعه کتابونو په بدل کې قرانکريمونه او تفسيرونه ورکوي
په کابل کې یوشمېر خپرندویه ټولنو نن ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د ممنوعه کتابونو پر ځای دوی ته داسې بدیل ورکوي چې د دوی په زیان دی.
د دغو خپرندویه ټولنو د استازیو په وینا چارواکو له دوی څخه د لکونو افغانیو کتابونه وړي دي او دوی ته یې په بدل کې یوه ډالۍ ورکوي، چې نه له اخلاقي او نه له حقوقي پلوه مناسبه ده.
د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت پرون خبر ورکړ چې، تر اوسه یې له بازارونو څلور سوه عنوانه داسې کتابونه راغونډ کړې دي چې د دوی په وینا د افغانستان له ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
د طالبانو په وینا د راغونډو شویو کتابونو په بدل کې قرانکریمونه او تفسیرونه دوکاندارانو ته سپارل کېږي، چې دا لړۍ په پلازمېنه کې پيل شوې ده او ژر به د ولایتونو په لور وغځیږي.