د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

افغان سېلاب ځپلي ولې د مرستې رسولو له چارو ناخوښ وي؟


بغلان
بغلان

نن بیا د بغلان په شمول په ګڼو ولایتونو کې د سختو بارانونو او د سېلونو د راوتلو اټکل شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې داسې وخت د بارانونو او سېلونو اټکل کړی چې د ملګرو ملتونو او د طالبانو د حکومت د ارقامو له مخې په بغلان کې وروستیو سېلونو څه باندې ۳۰۰ کسان وژلي او زرګونه نور یې ټپیان کړي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی بغلان ته تللی او ژمنې یې کړي چې سېل ځپلو ته به هر اړخیزې مرستې ورسوي، خو سېل ځپلي او زیانمن خلک وايي چې لا ورسره لازمې مرستې نه دي شوي او که شوې هم وي کافي نه دي.

د بغلان ولایت د "فلول درې یوه اوسیدونکي سمیع الله عمري فرانسپرېس خبري اژانس ته وویل:

"موږ سرپناه نه لرو، کور مو سېلاب وړی، هیڅ هم نه لرو، بس همدا یو د تن جامې مو پاتې دي او بس. مېرمن او ماشومان مو یوې خوا ته تللي او زه بل لور پاتې یم، موږ د سرپناه په انتظار یو چې راته جوړه شي."

خو په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستې بهیر تل له ستونزو سره مخ دی؟

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه او د جرمني د برلین په پوهنتون کې استاد محمد اسحاق اتمر یې په اړه وايي:

"د همغږۍ نشتوالى، د داسې قضيو لپاره د عملياتي پلان نشتوالى، د خلکو د همکارۍ نشتوالى د ورته حالت لامل شوى دى. که ټولې مرستندويه ادارې د يوه پروګرام له مخې خپل فعاليت ته دوام ورکړي، نو دا مرستې به په خپل دا باید خلکو ته په ښه توګه وپیژندل شي."

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د سېلاب ځپلو سیمو له ټولو اوسېدونکو غوښتي چې د خپل ځان او خپلو کورنیو خوندیتوب ته پام وکړي او د سیندونو د اوبو د سطحې د لوړېدو او د سېلونو د راوتلو په صورت کې دې سمدستي د لاندې سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي.

د سېل په مسیرونو او غیر پلاني سیمو کې د کورونو جوړول او د سېلونو د وتلو پر مهال د خوندیتوب د پلانونو او تګلارو په اړه بې خبري هغه لویې ستونزې یادیږي چې له امله یې په افغانستان کې خلکو ته ډېر زیانونه اوړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG