د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د بغلان سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو هڅې؛ زیانمن شوي: کافي نه دي


د بغلان یو شمېر سېلاب ځپلي
د بغلان یو شمېر سېلاب ځپلي

په داسې حال کې چې یو شمېر رضاکاران او خیریه بنسټونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو زیانمنو ته مرستې رسوي، خو دوی دا مرستې کافي نه ګڼي.

دغو رضاکارانو او د خیریه بنسټونو ځینو مسوولینو ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه یې سېلاب ځپلو ته خوراکي توکي، کمپلې، خېمې او د څښاک اوبه رسولي دي.

وروسته له هغه چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو سلګونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول، په کور دننه او بهر خیریه بنسټونو او ولسي رضاکارانو یې مرستو ته وردانګلي دي.

دغو سېلابونو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله او مالي زیانونو په بغلان ولایت کې اړولي دي.

په دې ولایت کې ځینو رضاکارانو د سه شنبې په ورځ د مې په ۱۴ نېټه ازادي راډیو ته وویل بېلابېلو سیمو ته د مرستندویه بنسټونو او کمپاینونو مرستې رسوي.

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې رضا کار نصیر احمد شینواري ازادي راډیو ته وویل:

" دا څو ورځې کېږي چې دلته د مرستو په وېش بوخت یو،له بهر نه خلک مرستې رالېږي او موږ یې په خلکو ویشو،تر ټولو ډېره اړتیا چې خوراکي توکو او پاکو اوبو ته وه، دا مو یو څه رسولي دي."

د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه
د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه

خو د دغه ولایت د برکې ولسوالۍ اوسېدونکی او رضاکار اسلام الدین څرګند وایي که څه هم ځینو کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو او د طالبانو حکومت یو څه مرستې وروړي او دوی پر خلکو وېشلي خو دا بسنه نه کوي او له نورو خلکو، خیریه بنسټونو او ادارو د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.

" د ځینو خیریه موسسو په همکارۍ مو تر اوسه په شیخ جلال سیمه او ځینو نورو کلیو کې خلکو ته پاخه خواړه برابر کړي، خو د ګوجرو او هزاره سیمو خلکو ته د هليکوپرو په وسلیه خواړه ورلېږو،خو دلته خلک په بد حالت کې دي، د خلکو مړي لا هم د خټو او خاورو لاندې پاتې دي،لا هم خلک له سختو ستونزو سره مخ دي."

د مرستو د راټولو دا لړۍ یوازې په کور دننه نه؛ بلکې له هېواد بهر هم ځینو افغانانو د نغدي مرستو راټولو کمپیاینونه پیل کړي دي.

په لندن کې مېشت عبدالله میاخېل وایي د یوه انلاین کمپاین له لارې یې تر ۲۰زرو زیات پونډ راټول کړي او راتلونکې اونۍ به یې بغلان کې په سېلاب ځپلو ووېشي.

" تر دې مهال ۲۸۷ کسانو مرسته کړې چې ټولټال ۲۰زره او ۶۶۷ پونډه راټول شوي،دغه مرستې به موږ راتلونکې اونۍ بغلان استوو او هلته به یې تر ټولو زیات زیانمنو باندې په نغدي توګو وېشو."

بلخوا د بغلان ولایت د بېلابېلو ولسوالیو سېلاب ځپلي وایي دوی، کورنۍ یې چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل په دښتو او غونډیو کې شپې ورځې تیروي او ان د یو وخت خواړه هم پوره نه ورسېږي.

بغلان کې وروستیو سېلابونو لسګونه کسان مړه او ټپيان او لسګونه زره نور زیانمن کړل
بغلان کې وروستیو سېلابونو لسګونه کسان مړه او ټپيان او لسګونه زره نور زیانمن کړل

د دغه ولایت د بغلان مرکزي ولسوالۍ لقیو سیمې اوسېدونکي او د خپلې دولس کسیزې کورنۍ سرپرست سید حامد او د نهرین ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې نه غوښتل په راپور کې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:

" ماشومان، ښځې او سپین ږیري مو ټول دلته یوې غونډۍ ته راوستي، یو خیمه مو وهلې او په کې ژوند کوو،له نړیوالو ادارو او حکومته غواړو چې موږ ته دې د سرپناه او خوراک مرستې وکړي موږ چې د سهار خواړه ولرو د غرمې ته حیران پاتې شو."

"موږ ته ډېر زیانونه راواوښتل، موږ درې کورنۍ یو چې کور مو د کور ټول وسایل هر څه له منځه ولاړل، بنسټونه راځي خو لا موږ سره څه مرسته نه ده شوې حتا چا پنځه وچې ډوډۍ هم نه دي راکړي."

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې جمعې راهیسې د دې سېلابونو د راوتلو راوروسته د ملګرو ملتونو،د روغتیا نړیوال سازمان، د خوړو نړیوال سازمان په ګډون بېلابېلو نړیوالو ادارو او د طالبانو حکومت وخت پر وخت دغو سېلابونو ځپلو ته د بېړنیو او لومړنیو توکو، روغتیايي اسانتیاوو او نورو مرستو د برابرولو او رسولو اعلانونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG