د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

ننګرهار کې اورښتونو او سېلابونو ۴۵ ښوونځي زیانمن کړي


له ارشیفه د ننګرهار د یوه ښوونځي تصویر
له ارشیفه د ننګرهار د یوه ښوونځي تصویر

د ننګرهار په پوهنې ریاست کې چارواکي وايي، په دې ولایت کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو امله پر مرکز جلال‌اباد سربېره، په ۱۲ ولسوالیو کې نږدې ۴۵ ښوونځيو ته زیان اوښتی.

د دې ریاست له‌خوا ازادي راډیو ته رالېږل شوي نوم‌لړ کې لیدل کېږي چې د دې ښوونځیو له ډلې د ځینو یې دېوالونه را غورځېدلي، د ځینو د ټولګیو چتونه را نسکور شوي او ځینې یې بیا د استنادي دېوالونو او احاطي نه لرلو له امله، په راتلونکې کې د سېلابونو د راوتلو په پایله کې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست د انجینرۍ ټیم مشر مستقیم خان وايي، د دې ښوونځیو د بیا رغونې لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده.

"زموږ غوښتنه د ریاست مقام له طرفه له ټولو هغو موسساتو او خیریه بنسټونه څخه ده چې په دې برخه کې بودجه لري. موږ له ډېرو کمو امکاناتو هم ګټه اخلوو، څو خپل مشکلات حل کړو. "

په سېلابونو کې د تخریب شویو ښوونځیو له شمېر، یو یې هم د ننګرهار په لعل پوره ولسوالۍ کې د "رحمتي" په نوم ښوونځی دی چې سېلابونو کې یې تشنابونه او د څښاک د پاکو اوبو څاه تخریب شوې ده.

د دې ښوونځي ښوونکي او زده‌کوونکیو ازادي راډیو ته وویل، د رحمتي ښوونځي لا وړاندې د احاطې دېوال نه‌درلود او دا ځل د سېلابونو اوبه د دوی تر ټولګیو رسېدلې وې.

د دې ښوونځي یو ښوونکی عرب ګل مومند وایي:

"زموږ مکتب له جدي ګواښ سره مخ دی، خدای مه‌کړه که بل داسې سېلاب راغلی مکتب به له خاورو سره خاورې شي. دلته ګرمي ده، بوټي او سیوری نه‌لرو او اوبه هم نه‌شته. "

ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو یوه څنډه
ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو یوه څنډه

د دې ښوونځي زده‌کوونکي هم وېره ښيي که یې ښوونځی تخریب شي، تر لېرې لېرې سیمو بل مکتب نه‌شته چې شاید له همدې امله له زده‌کړو پاتې شي.

د رحمتي ښوونځي دوه زده‌کوونکي وایي:

"که چېرې د ښوونځي تعمیر سېلاب یوسي، دا چې نږدې ساحه کې بل ښوونځی نه‌لرو؛ نو له تعلیم به بې‌برخې شوو. "

"زموږ ښوونځی د سېلابونو له ګواښ سره مخ دی، زموږ پر حکومت غږ دی چې د مکتب د چهاردېوالۍ د جوړېدو غم وخوري. "

د رحمتي ښوونځي مدیر عزت‌الله عابد بیا ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د دې ښوونځي لپاره باید د احاطې د دېوال په ګډون یو استنادي دېوال هم جوړ شي چې د سېلابونو د راوتلو پر مهال د ښوونځي د تخریب مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ارزګان د پوهنې ریاست چارواکو ازادي راډیو ته ویلي و، وروستیو کې سېلابونو په دې ولایت کې ۷۰ ښوونځي او مدرسې نسبتا او یا هم بشپړ ویجاړ کړي دي چې دوی یې د بیا رغونې لپاره بودجه نه‌لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG