د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

سړه هوا او تاوده کبان؛ د بېلابېلو سیمو اوسیدونکو سیمې ننګرهار ته پسې ورځي


له ارشیفه د پخو شویو کبانو تصویر
له ارشیفه د پخو شویو کبانو تصویر

شمس‌الرحمن زمری چې په خبره يې په نغلو کې له تېرو شلو کلونو راهيسې د کبانو پخولو هوټل لري، ازادي راډيو ته يې وويل، د ژمي په پیل سره يې کاروبار ښه شوی او ډېر خلک د کبانو خوړلو او اخیستلو لپاره ورځي.

هغه زیاته کړه:

" موږ سره ډول ډول کبان دي، د ژمي موسم کې له بېلابېلو ولايتونو خلک راځي مېلو ته، کورنۍ هم راځي، موږ وطني کبان ډېر لرو، زموږ د کبانو د خوند کيفيت له پاکستاني کبانو څخه ډېر دی."

دغه شان بلال چې په ننګرهار کې د کبانو پخلنځی او خوړنځی لري، هم ازادي راډيو ته يې وويل، سره له‌دې چې خلک يې هوټل ته ورځي، ځينې ځوانان د دې لپاره چې تفريحي سيمو ته لاړ شي، له دوی کبان اخلي او ځان سره يې وړي.

نوموړی وايي، داسې خلک هم شته چې د ده په کبانو يې د سړو شپو بنډارونه تاوده وي.

بلال زیاتوي:

" د کب خوراک ډېری خلک په ژمي کې چې هوا سړه وي کوي، ځينې مېلې د ورځې له‌‌خوا په پارکونو او سيندونو غاړې ته وي، خو ځينې خلک بيا کبان ځان سره وړي، د شپې له‌خوا مېله کوي او کبان خوري."

هم‌مهاله، د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي وايي، د کب خوړلو لپاره نغلو، سروبي او يا هم تر جلااباد پورې ځي.

صفيه چې د کابل ولايت اوسېدونکې ده وايي، همدا تېره اوونۍ د کبانو خوړلو لپاره له خپلې کورنۍ سره سروبي ته ولاړه وه.

هغې ازادي راډيو ته وويل:

" زه له خپلې کورنۍ سره څو ورځې مخکې د کابل سروبي ولسوالۍ ته تللې ومه، هلته ډېر ښه رستورانتونه دي، خوندور کبان پخوي، موږ هم کبان له ځان سره واخيستل او نوش جان مو کړل."

کب پلورونکي هم خوښ دي چې پېرودونکي یې زیات شوي
کب پلورونکي هم خوښ دي چې پېرودونکي یې زیات شوي

دغه شان اسدالله چې له پروان تر ننګرهاره د کبانو خوړولو لپاره ورغلی دی، ازادي راډيو ته يې وويل:

" ولاړو درونټې ته، هلته مو کبان وخوړل، ډېر خوندور کبان وو، د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه، ډېری يې د کبانو خوړولو لپاره راغلي وو او کبان يې خوړل."

يادو کسانو ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، په فارمونو کې له روزل شويو کبانو وطني کبان چې د سيندونو له اوبو را ايستل کېږي خوند او کيفيت ښه دی، خو د دوی په خبره دغه ډول کبان کم پيدا کېږي.

د کابل – جلال‌اباد پر لويه لاره د کبانو لسګونه رستورانتونه شته چې د دغه سړک څنګ ته له غځېدلي سيند کبان را ايستل کېږي او بيا يې کب پلورونکي له پخولو وروسته پر خلکو پلوري، خو کب پخوونکي وايي، دوی د طبیعي کبانو ترڅنګ په فارمونو کې روزل شوي کبان چې ډېری يې له پاکستان راځي هم لري.

دوی وايي، کيفيت ته په پام يو کيلو پاخه کبان له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ افغانيو پلوري او په تر بل هر وخت يې په سوړ موسم کې بازارنونه تاوده وي.

مخکې د افغانستان له سیندونو د کبانو د نیولو د طریقې په اړه انتقادونه موجود وو چې د برېښنايي شارټونو په وسیله نیول کېږي او د کبانو نسلونه له منځه وړي، خو کب پخوونکي دا ادعاوې ردوي.

XS
SM
MD
LG