د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

د کرنې او مالدارۍ وزارت: په هېواد کې هر کال شااوخوا ۱۰ زره مټریک ټنه کبان تولیدېږي


ارشیف، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي
ارشیف، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په هېواد کې هر کال شااوخوا ۱۰ زره مټریک ټنه ماهیان یا کبان تولیدېږي.

دغه وزارت وايي، تمه ده چې په هېواد کې د کبانو تولید له بهره د کبانو د واردولو کچه ټیټه کړي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۵» ازادي راډیو ته وویل، اوس‌مهال په هېواد کې دننه د ماهیانو د پاللو په فارمونو کې په کلني ډول شااوخوا ۱۰ زره مټریک ټنه کبان تولیدېږي.

ده وویل، که څه هم د کبانو دغه کلنی تولید د خلکو اړتیاوې نه‌شي پوره کولای، خو ستونزه تر یوه حده کمولای شي.

په قرغه کې د کبانو یو فارم
په قرغه کې د کبانو یو فارم

ده زیاته کړه:

"د کرنې او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې د ماهیانو د پاللو ۲۰۰۰ فارمونه موجود دي چې د ماهیانو د تولید اندازه‌یې په کال کې ۱۰ زره مټریک ټنه ده، څرنګه چې په دغه نوي صنعت کارونه روان دي، وزارت تصمیم لري چې له خلکو او بزګرانو سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي، څو دا ډول فارمونه نور هم جوړ شي."

ښاغلي رستمي وویل، اوس‌مهال دغه فارمونه د کابل په ګډون په لغمان، کونړ، ننګرهار، کندهار، بلخ ،ارزګان، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې له شااوخوا درې کلونو راهیسې فعال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کبان اکثره له ګاونډیو هېوادونو او په تېره له پاکستانه د هېواد سرحدي ولایتونو ته راواردېږي.

افغان پانګه‌وال وايي، خلکو دغه فارمونه په خپلو ځمکو کې په شخصي لګښتونو جوړ کړي او په‌کې بوخت دي.

دوی وايي، که حکومت ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، د کبانو د پاللو د فارمونو تولیدات به نور هم زیات شي.

ارشیف، افغان سوداګر او پانګه‌وال رحم‌الدین حاجي اغا
ارشیف، افغان سوداګر او پانګه‌وال رحم‌الدین حاجي اغا

​افغان سوداګر او پانګه‌وال رحم‌الدین حاجي اغا ازادي راډیو ته وویل:

"په کال کې زرګونه ټنه ماهیان له بهره راواردېږي، دولت باید دوی ته یو بانک جوړ او پورونه ورکړي او که دولت ورته دغه فارمونه جوړ کړي او د دې تر څنګ که له بهره‌یې واردات بند شي، خلک به دغه صنعت ته لاوهڅېږي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، له متشبثینو سره مرسته د دغه وزارت په پلانونو کې شامله ده.​

ارشیف، د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند مسافر قوقندي

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډیو ته وویل:

"هره پانګونه چې په هېواد کې دننه د متشبثاتو په برخه کې کېږي، موږ یې ملاتړ کوو، په تېره د ماهیانو د پاللو په برخه کې پلان لرو چې د دوی لپاره په لږه ټکټانه یا بې‌ټکټانې پورونه ورکړو او همدارنګه کېدای شي چې په ځینو وارداتو تعرفې لوړې شي، تر څو د کورني تولیداتو پراختیا ته زمینه برابره شي او له خپل تولیده استفاده وکړو."

یوازې ماهیان یا کبان نه‌دي چې هېواد ته له بهره راواردېږي، بلکې د چرګانو او نورو حلالو څارویو غوښې هم راواردېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د دې لپاره چې دغه مواد له بهره راوارد نه‌شي، حکومت دې د کورنیو تولیداتو پراختیا ته تدابیر جدي کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG