د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

کندهار کې د کبانو د روزنې۱۷۱۴ فارمونه د کال ۶۸۰۰ ټنه غوښه تولیدوي


کندهار کې دا مهال د ماهیانو یو من اومه غوښه په ۱۴ سوه افغانۍ پلورل کېږي.
کندهار کې دا مهال د ماهیانو یو من اومه غوښه په ۱۴ سوه افغانۍ پلورل کېږي.

په کندهار کې د ماهیانو د روزنې شااوخوا ۱۷۱۴ فارمونه جوړ شوي چې د کال شااوخوا شپږ زره اته سوه ټنه غوښه تولیدوي.

خېبر د کندهار ښار په یوه واټ کې په نسبتاً یوه لوی دوکان کې کبان پخوي.

نوموړی چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې کندهار کې ماهیان یا کبان پخوي او پلوري یې وايي چې اوس د پخوا پرتله د ماهیانو د غوښې مینه وال زیات شوي: "ډېری خلک راځي په خاص ډول د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې دومره خلک وي چې دلته پر سړک د موټرانو نوبت نه وي."

په کندهار کې دا مهال د ماهیانو یو من اومه غوښه په ۱۴ سوه افغانۍ پلورل کېږي.

کندهار کې د ماهیانو د روزنې شااوخوا ۱۷۱۴ فارمونه جوړ شوي
کندهار کې د ماهیانو د روزنې شااوخوا ۱۷۱۴ فارمونه جوړ شوي

د مجید په نوم د ماهیانو یو پلورونکي وايي د ماهیانو غوښه کندهار کې د ژمي په موسم کې تر ټولو زيات مېنه وال لري.

دی وايي: "د ژمي موسم کې ډېر خلک راځي اومه یا خامه غوښه یو من په ۱۲ سوه افغانۍ او پخه په ۱۶ سوه افغانۍ پلورو."

په کندهار د ماهیانو غوښه له هغه فارمونو ترلاسه کېږي چې د کرنې وزارت او خصوصي سکتور له خوا دغه ولایت کې په وروستیو پنځو کلونو کې جوړ شوي دي.

د دغه فارمونو شمېر ۱۷۱۴ ته رسېږي چې د کرنې ریاست په وینا د کال شپږ زره اته سوه ټنه غوښه تولیدوي.

د کندهار د کرنې ریاست د ترویج مدیر محمودالله نوري وايي چې د ماهیانو دغه غوښه د کندهار تر څنګ ګاونډیو ولایتونو او ان کابل او ننګرهار ته هم استول کېږي.

ښاغلي نوري زیاته کړه: "دا شپږ زره ټنه غوښه له کندهاره پرته هلمند، د کابل مرکز ته، سروبي او نورو سیمو ته هم صادریږي."

د ماهیانو دغه غوښه د کندهار تر څنګ ګاونډیو ولایتونو او ان کابل او ننګرهار ته هم استول کېږي.
د ماهیانو دغه غوښه د کندهار تر څنګ ګاونډیو ولایتونو او ان کابل او ننګرهار ته هم استول کېږي.

په کندهار کې د ماهیانو د دغه شمېر فارمونو له ډلې کوچنی یې په یو جریب او تر ټولو لوی فارم یې په ۴۵ جریبه ځمکه کې جوړ شوی.

محمد ابراهیم چې د تېرو پنځو کلونو راهیسې د کندهار په ختیځ دامان ولسوالۍ کې د ماهیانو فارم لري وايي چې دې ولايت کې د ماهیانو د غوښې تقاضا دې ته اړ کړ چې پر خپله دوه جریبه ځمکه د کبانو د روزلو فارم جوړ کړي چې اوس هر ورځ له دغه فارمه پنځه سوه کیلو غوښه تر لاسه کوي.

کتونکي وايي، کندهار کې که د ماهیانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې په چټکۍ روانه وي، نو لېرې نه ده چې دغه ولایت د کبانو په يوه لوى توليدوونکي ولايت بدل شي.

XS
SM
MD
LG