د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

سرچینه: طالبانو په ننګرهار کې دوه نورې راډیوګانې هم بندې کړې


په افغانستان کې د یوې راډیو سټدوډیو
په افغانستان کې د یوې راډیو سټدوډیو

د طالبانو امنیتي مسوولانو تر همیشه بهار راډیو تلوېزیون وروسته ننګرهار کې دوه نورې راډیوګانې هم پرون بندې کړې.

له تېرو درېیو ورځو راهیسې په ننګرهار کې درې رسنیز بنسټونه د طالبانو د ځایي امنیتي مسوولانو له‌خوا تړل شوي دي.

په لومړي ګام کې د تېرې دوشنبې په ورځ د همیشه بهار راډیو تلوېزیون ستډیوګانې بندې او په دویم هغه کې پرون چهارشنبه د نن او ځوانانو په نوم راډیوګانې هم بندې شوې.

دغو درې واړه رسنیزو بنسټونو د اقتصادي ستونزو له کبله په جلال اباد کې په ګډه یوه حویلۍ کرایه کړې وه او خپلې خپرونې یې کولې.

د همدې رسنیو یوه مسوول، چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له کبله خپل نوم واخلي وایي، طالبانو د راډیوګانو د بندېدو هېڅ ښکاره او قناعت بخښونکی دلیل نه دی ورته ویلی.

د سرچینې په وینا، لانجه د تېرې دوشنبې په ورځ هغه مهال پيل شوه چې همیشه بهار راډیو تلوېزیون د ۹ نجونو په ګډون د ژورنالیزم د عملي زده کړو یو ټولګی پيل کړ.

سرچینه وایي، د ټولګي په لومړۍ ورځ د طالبانو د حکومت وسله‌وال ورغلل، همکاران یې ورته وډبول او سټډیوګانې یې وربندې کړې.

همیشه بهار راډیو تلوېزیون له تېرو لسو کلونو راهیسې د ژورنالیزم ورته روزنیز کورسونه دایروي چې تراوسه یې ۲۹ ځله فارغان ورکړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاندویانو یا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو تراوسه دا نه ده روښانه کړې چې ولې یې دغه رسنیز بنسټونه تړلي دي.

په همدې حال کې د خبریالانو ملاتړي بنسټونه له نړیوالو په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو څخه غواړي چې د بیان پر ازادۍ د طالبانو د محدودیتونو مخه ونیسي.

د رسنیو د بازار په نوم بنسټ مشر حامد پویا که څه هم د نن او ځوانانو په نوم راډيوګانو د بندېدو په اړه څه نه وایي، خو رسنیو ته یې یوه استولي پيغام کې د همیشه بهار راډیو تلوېزیون د خپرونو پر بیا پیل ټینګار کړی دی.

حامد پویا
حامد پویا

هغه وویل: "مونږ یو ځل بیا د دغه تلوېزیون د بندېدو او د خپرونو د پرې کېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوو. مونږ په جدي ډول له نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت له دفتره غواړو چې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې د طالبانو د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او ګواښ مخه ونیسي."

د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې نی هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا اقدامات پر رسنیو د فشار په معنا دي او په خبره یې که دوام پيدا کوي، د رسنیو او مسوولانو ترمنځ د واټن د ډېرېدو لامل کېږي.

طالبانو له دې وړاندې رسنیو ته ځینې تګلارې ټاکلي او ډاډ یې ورکړی چې د بیان ازادۍ مخالفت نه کوي، خو د رسنیو د څار او نور نړیوال بنسټونه د طالبانو پر دې دریځ شک لري.

د بخښنې نړیوال سازمان تازه ویلي، طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې د بیان ازادي محدوده کړې او د انتقادي او هنري بیان مخه یې نیولې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG