د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

آی‌ایف‌آرسي: په افغانستان کې وروستيو سېلابونو د خلکو بشري اړتياوې نورې هم ډېرې کړي


په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د سیمې اوسېدونکي د ژوند ژغورنې عملیات پیل کړي دي.
په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د سیمې اوسېدونکي د ژوند ژغورنې عملیات پیل کړي دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون یا "آی‌ایف‌آرسي" وايي، په افغانستان کې وروستيو سېلابونو د خلکو بشري اړتياوې نورې هم ډېرې کړي.

"آی‌ایف‌آرسي" وايي، وروستيو مرګونو سېلابونو په افغانستان کې بشري وضعيت لا کړکېچن کړی دی.

ياد فدراسيون د چهارشنبې په ورځ ناوخته په يوې اعلاميې کې ويلي، د پسرلي سختو اورښتونو او سېلابونو سلګونه کسان وژلي، زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي او دغه شان زرګونه څاروي يې هم له منځه وړي.

د "آی‌ایف‌آرسي" په وینا، دغو سېلابونو د افغانستان له ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۵ اغېزمن کړي، یوازې بغلان کې له دوو سوو ډېر کسان زیانمن شوي او زرګونه نورو د کورونو له ويجاړېدو وروسته یې اوس بې‌کوره دي.

دا په داسې حال کې ده چې په بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو زیانمن شکایت کوي چې اړینې مرستې نه دي وررسېدلي.

د مرکزي بغلان اوسېدونکي محمد عالم ازادي راډيو ته وویل چې په سېلاب کې یې د کورنۍ شپږ غړي مړه شوي.

هغه وايي: "سېلاب راغى، دوه درې ثانيې تېرې شوې، لکه غر چې راشي راباندې، زوى يې رانه یوړه، مېرمن مې هم یوړه، د وراره مېرمن مې هم یوړه، په ټوله کې شپږ شهیدان لرو."

په بغلان کې د سېلابونو له کبله د مړو شویو د خاورو ته د سپارلو له مراسمو یو انځور
په بغلان کې د سېلابونو له کبله د مړو شویو د خاورو ته د سپارلو له مراسمو یو انځور

د بغلان د برکې ولسوالۍ یو قومي مشر برکت‌الله خان په دې اړه ازادي راډيو ته وايي: "په دې دره کې د اوسېدونکو هر کور ته له ۱۵، ۲۰ تر ۱۰۰ لکو پورې زیان رسېدلی. اسلامي امارت دې د خلکو د زخمونو په مرهم کولو کې مرسته وکړي تر څو دا خلک د بې کوره کېدو له امله کډوالي ته مخه نه کړي، هلته هم په اوبو کې ډوبېږي یا بنديان کېږي، په زندان کې مړه کېږي. ډارېږم چې دا خلک مغزي سکته ونه کړي له ډېر غمه بايد دوى ته پاملرنه وشي."

بل خوا په فاریاب ولایت کې زیانمن شوي کسان ادعا کوي چې تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

د فاریاب یو سېلاب ځپلی وایی: حکومت تر اوسه په پښتون کوټ کې له خلکو سره هېڅ مرسته نه ده کړې.

د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ یو سېلاب ځپلي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "سېلابونو د خلکو فصلونو، مالونو او ځمکو ته زیان اړولی، خو حکومت تر اوسه په پښتون کوټ کې له خلکو سره هېڅ مرسته نه ده کړې."

په همدې حال کې، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون زياتوي چې دا پېښې په داسې یو هېواد کې کېږي چې د دې فدراسیون په ټکو اوسمهال په نړۍ کې د یو تر ټولو بد بشري ناورين سره مخ دی او خلک يې ورسره په مبارزه کې ناچاره دي.

د "آی‌ایف‌آرسي" په اعلامیه کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د مصیبتونو کچه په الفاظو نه‌شي بيانېداى او د دغو سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره بېړنۍ نړیوالې مرستو ته اړتیا ده.

"آی‌ایف‌آرسي" په افغانستان کې وروستیو اورښتونو او سړو څپو ته په اشارې سره وویلي چې يادو ورښتونو د خلکو ژوند په ځانګړي ډول کرنه او مالداري د پام وړ زیانمن کړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت ویاند جانان سايق، زيانمنو ته د مرستو د نه رسېدو د ادعاوو په اړه او د زيانمنو شويو د دقيقو شمېرو په اړه وپوښتي، خو د راپور تر خپرېدو ځواب ترلاسه نه شو.

خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پروګرامونو تنظیموونکي مولوي سیدالحق حقمل د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې په بغلان کې د سېلابونو له امله ۱۶۵ تنه مړه او ۲۶۵ نور ټپیان شوي او نږدې لس زره څاروي له منځه تللي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د پنجشنبې په ورځ د ثور میاشتې ۲۹مه د سالنګونو په ګډون د افغانستان په ۲٩ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تالندې او احتمالي سېلابونو د راوتلو وړاندوينه کړې ده.

دغې ادارې ویلي چې د باران کچه به له ۱۵ څخه تر ۵۰ ملي متره وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG