د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

سېف د چلډرن: په بغلان کې سېلابونو شاوخوا ۴۰زره ماشومان بې کوره او ۸۰زره کسان زیانمن کړي


په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله خلک اغېزمن شوي او یو رضاکار په اړمنو وچه ډوډۍ وېشي.
په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله خلک اغېزمن شوي او یو رضاکار په اړمنو وچه ډوډۍ وېشي.

د ماشومانو د ژغورلو نړيوال سازمان یا "سېف د چلډرن" وايي، بغلان کې د بارانونو او سېلابونو له امله شاوخوا څلوېښت زره ماشومان بې کوره شوي.

د "سېف د چلډرن" له‌خوا په خپور شوي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ د مې ۱۳مه خپور شوى، په بغلان کې د سېلاب ځپلو ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

دغه سازمان د سیمه‌ییزو طالب چارواکو په حواله ویلي چې په بغلان ولایت کې د سختو بارانونو او وروستیو سېلابونو له امله ۱۲زره کورونه ویجاړ شوي، د ۴۰زره ماشومانو په ګډون ۸۰زره کسان زيانمن شوي.

د ځينو نورو اړتیاوو ترڅنګ د څښاک اوبو ته نه لاسرسی، زده‌کړو او د لوبو لپاره د مناسبو لوبغالو نه شتون هغه څه دي چې "سېف د چلډرن" يې، د بغلان د سېلاب ځپلو ماشومانو لپاره د نه لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان د طالبانو په حواله ويلي چې په بغلان کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۵۴ ته رسېدلی او زیاته کړې یې ده چې د لټون د عملیاتو په دوام کې د يادې شمېرې د زیاتېدو اټکل شوى دی.

خو د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان کړى و چې د وژل شویو شمېر ۳۱۵ کسه دی.

د بغلان په سېلابونو کې د مړو شمېر ۳۱۵ او د ټپیانو ۱۶۳۰ ته رسېدلی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

"سېف د چلډرن" زياته کړې چې د بغلان په يو شمېر سېلاب ځپلو سيمو کې د څښاک د صحي اوبو د نشتوالي له امله ماشومان د معدې د درد په څېر ناروغيو اخته شوي دي.

دغې ادارې په بغلان کې د خپلو بېړنیو مرستو د یوې برخې په توګه د ګرځنده کلینیک د جوړېدو اعلان کړی، خو یو شمېر سېلاب ځپلي خلک وايي چې دوی بېړنيو خوراکي توکو، جامو او نورو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

پاچا خان له هغو کسانو څخه چې د بغلان سېلابونو کې يې خپله ټوله هستي له لاسه ورکړې، وايي چې زوى د ژغورلو پر مهال يې پښه ټپي شوه.

نوموړى زياتوي چې اوس له خپلو او کوچنيو ماشومانو سره د خپل کلي په يو هديره کې شپې او ورځې تېروي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "موږ خپله هدیرې ته راغلو، موږ خپل ځانونه هدیرې ته ورسول. زه ١٧ کسيزه کورنۍ لرم، تاسو وګورئ ٧ کلن، ٨ کلن دوى خوراکي توکو کمپلو ته ضرورت لري."

سهراب هم د بغلان اوسېدونکی دی.

هغه وايي، د خپلو لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره هڅه کوي چې د ځمکې له لاندې له خټو خپل کالي راوباسي.

د بغلان دغه اوسېدونکي په بېلچو خټې لرې کوي او د ممکنه ژوندي کسانو د ژغورلو هڅه کوي.
د بغلان دغه اوسېدونکي په بېلچو خټې لرې کوي او د ممکنه ژوندي کسانو د ژغورلو هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړه: "اوس موږ دلته له خپلو ماشومانو سره د خپلې حویلۍ منځ کې يو هڅه کوو چې د خټو له لاندې ځينې بړستنې واړه واړه ضروري توکي راوباسو."

همهاله په تېره يوه مياشت کې بارانونو او سېلابونو د افغانستان د يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکو ته هم ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د نورستان ولایت اوسېدونکی او سېلاب ځپلى شاه محمد ازادي راډيو ته وویل: "دا ستونزمنه ده، خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي، ماشومان هم، له درسونو پاتې شول د بېوزلۍ ده، خلک بېوزله دي، کاروبار نه‌شته، له ښځو نیولې تر ماشومانو پورې."

په افغانستان کې د اوري میاشتې له پیل راپه‌دې‌خوا سخت بارانونه او سېلابونه راوتلي.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون د بدو پایلو له له امله تر ټولو ډېر زیانمنونکي دي او د دغو اقلیمي بدلونونو د پايلو سره د مقابلې لپاره پر ځان بسيا نه دي.

خو په افغانستان کې سېلاب ځپلى له سېلاب وروسته خپل د ژوند نوي پيل ته اندېښمن دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG