د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د بغلان په سېلاب ځپلو سیمو کې د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو اندېښنې رامنځته کړي


په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله یو ځايي اوسېدونکی د خپلې نړېدلې ودانۍ ته ګوري.
په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله یو ځايي اوسېدونکی د خپلې نړېدلې ودانۍ ته ګوري.

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" د بغلان ولایت په سېلاب ځپلو سیمو کې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دغه سازمان روغتیايي ټیمونه د بغلان ولایت په سېلاب ځپلو سیمو کې په ځانګړې توګه د ماشومانو په منځ کې د ساري ناروغیو د خپرېدو شاهدان دي.

دې سازمان د سه شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې روغتیایی ټیمونو د مې له ۱۱ څخه تر ۱۳مې پورې په دې سیمو کې د شدیدو تنفسي ناروغیو ۱۰۶ او د شدیدو اسهالاتو ۱۱۵ پېښې ثبت کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې د سېلاب ځپلو سیمو وضعیت لا هم نازک دی او زرګونه کسان لا هم بېځایه شوي او خوراکي توکو، سرپناه او عاجلو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان په خبره، د برکې او نهرین ولسوالیو خلک د لویې لارې له ویجاړېدو وروسته د لاسرسي وړ ستونزې لري.

بغلان کې درانه سیلونه: سلګونه کسان مړه او زرګونه کورونه ویجاړ شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، روغتیايي مرکزونو ته یې د اړتیا وړ وسایلو د برابرولو او د اوبو له لارې د ناروغیو د خپرېدو په اړه د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو تر څنګ څلور روغتیايي ټیمونه یې د بغلان ولایت په برکې، نوي بغلان، ګذرګاه نور ولسوالیو او پلخمري ښار کې د سېلاب ځپلو اساسي اړتیاوو د ارزولو په حال کې دي.

په همدې حال کې په بغلان ولایت کې یو شمېر سېلاب ځپلو ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې له سختو سېلابونو وروسته یې ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

له دې ډلې په مرکزي بغلان اوسېدونکي خان‌الله ازادي راډیو ته وویل چې له وروستیو سېلابونو راهیسې یې څلور ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

هغه وايي: "یوازې زما څلور ماشومان چې دوه نجونې او دوه هلکان دي ناروغان شوي. زما ماشومان د ساه لنډۍ او د شري په ناروغۍ اخته دي، روغتون ته مې بیولي وو، خو د درمل کم وه. موږ د روغتیایي ټیمونو په تمه یوو چې راشي او زما د ماشومانو درملنه وکړي."

د بغلان ولایت يو بل اوسېدونکي عبدالرحيم ازادي راډيو ته وويل چې له وروستيو سېلابونو راهیسې يې دوه ماشومان په عصبي ناروغيو اخته شوي دي.

هغه وايي: "موږ له سېلاب څخه وتښتېدو. زما دوه زامن ناروغه دي، عصبي تکلیف یې پیدا کړی، تراوسه مو هېڅ دوا نه ده اخيستې او ډاکتر هم نه لرو."

دغو کسانو په بغلان کې له سېلاب وروسته خپل کورونه پرېښي او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دغو کسانو په بغلان کې له سېلاب وروسته خپل کورونه پرېښي او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې یو شمېر ډاکتران ټینګار کوي چې له سېلابونو وروسته په سېلاب ځپلو سیمو کې د ساري ناروغیو د خپرېدو ډېر احتمال شته او خلک باید د روغتیايي لارښوونو په تعقیب کې جدي وي.

د ساري ناروغیو متخصص ډاکتر فریدالله عمري ازادي راډیو ته وویل: "خلک باید خپله شخصي حفظ الصحه وساتي. هغه خواړه چې دوی یې کاروي باید په پاکو اوبو یې ومینځي. که د روغتیا وزارت د خلکو لپاره د کلورین سیستم چمتو کړی وي دوی دې هغه وکاروي، که نه نو هغه اوبه چې دوی کاروي باید په ښه توګه جوش شي ترڅو د ساري ناروغیو مخنیوی وشي."

په بغلان ولایت کې سېلاب ځپلي له خپل وضعیته په شکایت د خپلو ناروغانو لپاره د روغتیايي خدمتونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د مرستې غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان یا "سېف د چلډرن' د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی وه چې په بغلان کې وروستیو سیلابونو شاوخوا ۸۰ زره کسان بې کوره کړي چې ۴۰زره یې ماشومان دي.

په افغانستان کې وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو پر بغلان سربېره د یو شمېر نورو ولایتونو لکه غور، هرات، بادغیس، ننګرهار، تخار او بدخشان اوسېدونکو ته هم درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG