د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

د افغانستان ۲۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل؛ ډبلیوایف‌پي: سېلاب ځپلیو سیمو کې لا هم بېړنی حالت دی


د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه. یو شمېر سېلاب ځپلې د نړېدلي کور ترڅنګ ناستې دي.
د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه. یو شمېر سېلاب ځپلې د نړېدلي کور ترڅنګ ناستې دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایچ‌او" هم وايي، په داسي حال کې چې په سېلاب ځپلیو سیمو کې لا هم بېړنی حالت دی، د هوا اټکلونه ښيي چې د نورو سېلابونو خطر شته.

د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې، د شنبې تر ورځې پورې د سېلاب ځپلي بغلان په شمول په کندز، تخار، بدخشان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، میدان وردک، بامیان، دایکندي، کابل، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، غور، فاریاب، بادغس، او هرات ولایتونو او دغه راز سالنګونو کې د شدید باران، توپان او سېلاب احتمال شته.

دا په داسي حال کې ده چې د تېرې جمعې د سیل له کبله ډېر زیانمن شوي کسان د مرستو د نه ورسېدو او د سرپناه نه لرلو شکایت کوي.

په همدې حال کې پرون د کابل او بلخ یو شمېر سوداګرو په ۱۶ موټرو کې خوراکي مواد، درمل، جامې او نغدې پیسې د بغلان سېلاب ځپلیو ته واستول.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس پرون چهارشنبې د افغانستان له سېلاب ځپلیو سره خواخوږي څرګنده کړه او خپلو پیروانو ته په وینا کې یې د بغلان په سېلاب کې وژل شویو په تېره بیا ماشومانو او د هغوی کورنیو ته دعا وکړه.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس

ده وویل: 'زه خپل فکر د افغانستان خلکو ته ور اړوم چې مرګوني سېلاب ډېر بد اغېزمن کړي او د ماشومانو په ګډون د ډېرو خلکو ژوند یې اخیستی دی او د ډېرو نورو کورونه یې نړولي دي."

پاپ فرانسیس له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له سېلاب ځپلیو کورنیو سره فوري مرسته وکړي.

طالب چارواکو د بغلان په سېلابونو کې د مرګ ژوبلو ضد و نقیض شمېرې خپرې کړي دي.

په داسي حال کې چې په بغلان کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ريیس محمدابراهیم عمري وړمه ورځ وویل چې د جمعې د ورځې په سیلونو کې په بغلان ولایت کې ۳۱۵ تنه مړه شوي او ۱۶۳۰ ټپیان شوي، ځینو نورو طالب چارواکو ویلي چې ۱۶۵ تنه مړه شوي دي.

خو د دې لپاره چې انټرنېټ په اکثرو سیمو کې کار نه کوي، احتمال شته چې د مړینو شمېر زیات وي.

د سېلابونو له کبله په بغلان کې تر ۲۶۰۰ ډېر کورونه بشپړ یا قسماً ویجاړ شوي دي.

د بغلان فلول کلی؛ سېلابونو دې سیمې ته خورا ډېر زیانونه اړولي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

همداراز زرګونه هکتاره کرنیزه مځکه ویجاړه شوې او تر ۱۰۰۰ ډېر څاروي تلف شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د سېلابونو له کبله د لارو خرابېدو، چکړو او ولاړو اوبو د مرستندویانو مخه نیولې چې په بغلان ولایت کې ډېرو ځپل شویو خلکو ته مرستې ورسوي.

د دې سازمان په وینا، لا هم زرګونه کسان له خپلو مېنو بېځایه دي او خوراکي موادو، سرپناه او طبي خدماتو ته فوري اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG