د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

له سېلابونو وروسته په شمال ختیزو ولایتونو کې د کولرا او شري ناروغیو د زیاتوالي اندېښنې


بغلان کې یو شمېر سېلاب ځپلي
بغلان کې یو شمېر سېلاب ځپلي

د پاملرنې نړیوال مرستندویه سازمان ( care international ) د افغانستان په شمال ختیځ کې د اوبو له لارې د احتمالي خپرېدونکو ناروغیو لکه کولرا او شري د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د دغو ناروغیو د درملنې له لارې باید په افغانستان کې د ناسم بشري وضعیت د لا خرابېدو مخنیوی وشي.

د افغانستان شمال ختیځ ولایتونه؛ په ځانګړي ډول بغلان په دې ورستیو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهد و.

د پاملرنې نړیوال مرستندویه سازمان د پنجشنبې په ورځ د مې په ۱۶ نېټه په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې د دغه سازمان د افغانستان څانګې مشر ګراهم ډېوېسن له قوله لیکلي:

" په دې برخه کې په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو په اړه اندېښمن دي، هغوی چې پر ازادیو یې لګېدلي محدودیتونه حیاتي خدمتونو ته د دوی د لاسرسي په برخه کې خڼد ګرځي."

ګراهم ډېوېسن زیاته کړې، دا سېلابونه په داسې وخت کې راغلي چې افغانستان د بشري مرستو د بودیجې له کمښت سره مخ دی او د بشري مرستو پلان یوازې ۱۶٪ تمویل شوی.

د پاملرنې نړیوال مرستندویه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، وروستیو سېلابونو له خلکو کرنیزې ځمکې، سرپناووې او شتمنۍ اخیستي چې خوړو، د څښاک پاکو اوبو او درملو ته یې د دوی لاسرسی لا ستونزمن کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایت کې ځینو ښځو ازادي راډیو سره خبرو کې روغتیاي خدماتو ته د نه لاسرسي شکایتونه مطرح کړل.

د بغلان ولایت مرکزي بغلان د لقیو سیمې اوسېدونکې او سېلاب ځپلې سیما وایي چې د سېلابونو له امله یې دا او څلور ماشومان سخت ناروغان شوي چې دوه لوڼې یې په شري ناروغۍ اخته شوي دي.

"د سېلاب په ورځ له بامه بلې حوېلۍ ته مو ځانونه واچول چې د یوې لور مې اوږه ماته شوه، د بلې لور په ځان کې مې داسې ډېر بخار راوتلی، مور مې ناروغه ده، سېلاب مو ټول کور او ژوند خراب کړ، ټولې کوټې مو له اوبو ډکې دي او تشنابو او پاکې اوبه ټولې سره ګډې شوي موږ او تر خیمې لاندې ژوند کوو، نه درمل لرو نه ډاکتر او نه مو چا پوښتنه کړې."

بلخوا د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ اوسېدونکې رحمانیه وایي چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې یو کلن زوی په کولرا اخته شوی اوس یې روغتون ته رسولی دی.

" دا یو کلن دی، عملونه (اسهالات) او کانګې یې کېدلې، نور مو ډاکتر راوست ډاکتر وویل چې د ده خو کولمې ورستې شوې دي، بیا مو کور ته یوړ، هلته ماشوم وپړسېده بیا مو راوست روغتون ته او بستري مو کړ."

د داخله څانګې ځینې متخصص ډاکتران وایي کولرا یا شدید اسهالات د ناپاکو اوبو او د شري ویروس بیا د ناپاکې او نا مناسبې هوا له لارې انتقالېږي چې ان د مرګ ګواښ پېښولی شي.

له څه مودې راهیسې په پرله پسې ډول افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي خبرونه خپریږي.
له څه مودې راهیسې په پرله پسې ډول افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي خبرونه خپریږي.

د کابل د ماشوم د روغتیا روغتون «اندراګاندي» د داخلې څانګې مشر او متخصص ډاکتر عارف حسن زي ازادي راډیو ته د دغو ناروغیو د مخنیوي او وقایې په اړه وویل:

" د شري د مخنیوي تر ټولو اسانه لاره د واکیسن تطبیق دی او کولرا یا شدید اسهالات د سېلابونو د راوتلو سره زیات ګواښ پېښوي، خو حل یې دا دی چې باید زر تر زره ناروغ روغتیايي مرکز ته یوړل شي، ځکه د دغه ناروغۍ ناروغ د بدن اوبه وچوي او د ژوند خطر ورپېښوي که یو روغتون ته ورسېږي حتا په یو سیرون یې هم ژوند د مرګ له ګواښه بچېدلی شي."

په ورته وخت کې، د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) هم د پنجشنبې په ورځ د مې په ۱۶ مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د دوی ټیمونو د معلوماتو بر بنسټ په بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې چې دا سازمان په کې فعالایت کوي، د شري د ناروغۍ په پېښو کې د انديښنې وړ زیاتوالی راغلی دی.

د پاملرنې نړیوال مرستندویه سازمان د معلوماتو له مخې، افغانستان کې په ۲۰۲۴کې، نږدې ۱۳،۰۰۰خلک د طبیعي پیښو له امله اغېزمن شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG