د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

په افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي په اړه د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه


په شري ناروغۍ یو اخته ماشوم
په شري ناروغۍ یو اخته ماشوم

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، په تېره فبرورۍ میاشت کې د دغې ناروغۍ له امله ۲۳ تنه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې په افغانستان کې د شري ۴۶۸۵ نوې شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه سازمان د راپور له‌مخې، دا د تېرې میاشتې په پرتله پر يادې ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې ۲۰سلنه زیاتوالی ښيي.

ياد سازمان دا هم ويلي، په ۲۰۲۴ کې، په ټوله کې د شري ۸۴۱۵ شکمنې پیښې، چې ۳۷ د مړينې اړوند وې، راپور شوي دي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان کورنۍ چې ماشومان یې په دې وروستیو کې په شري اخته شوي، ازادي راډیو سره د يادې ناروغۍ د نښو نښانو په اړه خبرې کړي.

د کابل یو تن اوسیدونکي ابوذر په‌دې اړه وويل:

"زما لور شري نيولې وه له خولې يې پيل شو او له درې ورځو تبې او يخنۍ وروسته يې د هغې مخ هم ونيو، ډاکټر پوه شو چې شری لري، تبه او زوکام یې درلود، ځان‌دردي او سر درد یې درلود، پر مخ او بدن چې يې کوم بخار راغلی، اوس هم نه‌دی ورک شوی، خو خوله او ستونی يې اوس ښه شوي دي."

نوید چې دوه لوڼې یې په دې ناروغۍ اخته دي، هم ورته کیسه لري:

"د دوه میاشتو په موده کې زما دوه لوڼې په شري اخته شوې، یوه یې اته میاشتنۍ او بله نږدې اووه کلنه ده، لومړی دې ناروغۍ زما کوچنۍ لور چې د خپلې مور سره د خپلې ترور کور ته تللې وه او ترور یې له مخکې شری درلوده، له هغه ځای يې زما لور هم ونيوله او وروسته یې زما ۷کلنه لور هم ونيوله، شاوخوا دولس ورځې ډېره سخته وه، موږ هغې ته د تبې او درد ضد درمل واخيستل."

د ساري ناروغيو د برخې ډاکټران وايي چې شری يوه ساري، ويروسي او خطرناکه ناروغي ده چې ماشومان او بوډاګان پرې اخته کېږي، خو وايي، د شري ډېرى پېښې په ماشومانو کې ليدل کېږي.

ډاکټران: د شري ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو ښه او ارزانه لاره واکسین دی
ډاکټران: د شري ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو ښه او ارزانه لاره واکسین دی

د ساري ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري د دې ناروغۍ د درملنې او مخنیوي د لارو چارو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د دې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو ښه او ارزانه لاره د شري واکسین دی، که ناروغان په‌دې ناروغۍ اخته شوي وي، ماسک بايد وکاروي، ماشومان بايد په کور کې استراحت وکړي، ښوونځي ته بايد لاړ نه‌شي او د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له تګ څخه ډډه وکړي، د دې کارونو په ترسره کولو سره به هم ناروغ خوندي شي او هم به ټولنه له‌دې ناروغۍ خوندي شي."

هغه همدا راز ټینګار وکړ چې د ناروغ کوټه، کاچوغه او د خوړو لوښی باید جلا شي، مېوې، سبزیجات او ګرم مایعات ورته ورکړل شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان «ډبيلو‌اچ‌او» یوه اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي خبر ورکړ.

دغه سازمان د مارچ په ۱۸مه په خپله ايکس‌پاڼه کې لیکلي وو چې شری یوه له ساري ناروغیو ده او له یوه انسان څخه بل ته لېږدېدای شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG