د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

په افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتوالی ؛ نږدې ۴ میاشتو کې یې ۱۰۰ تنه مړه کړي

د کابل یو روغتون - ارشیف
د کابل یو روغتون - ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان ډبیلو ایچ او وايي، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اپریل تر ۲۰مې نېټې پورې په افغانستان کې د شري ناروغۍ له امله ۹۴ تنه مړه شوي دي.

دغه سازمان په خپل نوي راپور کې چې نن د جمعې په ورځ یې خپور کړی ویلي په دې موده کې د شري له ۱۸۷۰۰ څخه زیاتې شکمنې پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر یې ۱۵۰۰۰ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او شاوخوا ۸۵۰۰ کوچنۍ نجونې او ښځې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې د دې ناروغۍ د مشکوکو پېښو شمېر په پام کې نیولو سره په بلخ، سمنګان، خوست او فراه ولایتونو کې د دغې ناروغۍ تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

(WHO) وايي، په تېرو څلورو اوونیو کې دغه ناروغي د پخوا په پرتله په تدریجي ډول کمه شوې ده چې لامل یې په افغانستان کې د هوا ګرمېدل او د دې هیواد په ۱۳ ولایتونو کې له شري سره د مبارزې کمپاین دی.

د بلخ ولايت یو اوسېدونکى عزيزالدين، وايي چې د ده دوه کلن ماشوم په شري اخته، چې او ډاکټر ته له تګ وروسته يې د ناروغۍ د شدت مخه ونيول شوه.

"په لومړي سر کې يې لږه تبه او لرزه درلوده او پر پوستکي يې سره خاپونه راښکاره شول، بيا موږ ډاکټر ته لاړو او هغوى ورته دوا ورکړه، چې مرسته يې وکړه."

خو ځينې کورنۍ چې ماشومان يې شري لري روغتيايي خدمتونو ته د اسانه لاسرسي له نشتوالي او اقتصادي ستونزو شکايت کوي.

د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ اوسېدونکې مریم ازادي راډيو ته وویل چې يوولس مياشتنى ماشوم يې په شري اخته دى، خو روغتيايي مرکزونو ته دنه لاسرسي له امله يې درملنه نه شي کولاى:

"زه د ١١ مياشتو ماشوم لرم چې په شري اخته دی، دلته نږدې روغتون نشته او موږ پیسې هم نه لرو چې موټر ونیسو او چرته لیرې روغتون ته یې د درلمنې لپاره یوسو. "

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د دغې ناروغۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي وو چې یوازې په همدې میاشت کې ۲۳ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د متخصصو ډاکټرانو او د روغتيا د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، شری یوه ساري ویروسي او مرګوني ناروغي ده چې ماشومان او ډېر عمر لرونکي کسان پرې اخته کیږي، خو د شری ډېرې پېښې په ماشومانو کې لیدل کیږي.

دوی وايي د مخنیوي لپاره یې باید د ناروغ د اوسېدو خونه او د خوراک او څښام لوښي جلا شي او دغه شان ناروغ ته باید سبزیجات او ګرم مایعات ورکړل شي.

په شري ناروغۍ اخته شوي ډېر کسان ماشومان دي

XS
SM
MD
LG