د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

غور کې سېلابونه؛ تلفات ۵۰ تنو ته ورسېدل


په غور ولایت کې سېلابونه
په غور ولایت کې سېلابونه

د غور، فاریاب، بدخشان، تخار او سرپل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د جمعې د ورځې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت د مرکز فېروز کوه په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې سختو سېلابونو له پنځوسو ډېر کسان مړه کړي او ځینې کسان لا هم نادرکه دي.

په غور کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند عبدالواحد حماس ازادي راډیو ته وویل:

"د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۰ تنه شهیدان شوي او یو شمېر لادرکه دي، دوه زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او څلور زره کورونه زیانمن شوي، دغه راز ۲۵۰۰ دوکانونه، سلګونه هکتاره کرنیزه ځمکه، سلګونه زره میوه لرونکې او غیر میوه لرونکې ونې په سلګونو پلونه او بندونه ویجاړ شوي او تر ۱۰۰۰ پورې څاروي له منځه تللي دي. "

دی وايي د پرون ورځې د سېلابونو له امله د غور د بېلابېلو ولسوالیو او دغه شان د هرات – غور لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

په ورته وخت کې د غور یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولایت کې د جمعې ورځې سېلابونو دوی ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د غور ولایت د فېروزکوه ښار اوسېدونکي عبدالقاسم فردوسي ازادي راډيو ته وویل چې اوبه د خلکو دوکانونو او ګودامونو ته ننوتي دي.

"وضعیت دومره خراب دی چې په یوه دقیقه کې خلکو خپله ټوله دارايي له لاسه ورکړه، خلک ډېر وېرېدلي، زیانمن شوي کسان د نورو سېلابونو د راوتلو په وېره کې دي، ښايي په ټول غور ولایت یوه بوجۍ ثابت وړه ونه اوسي خلک سرپنا او خوړو ته اړتیا لري."

د غور ولايت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکی صفدر علي وايي چې د جمعې ورځې سېلابونو د دوى په سيمه کې کرنيزې ځمکې ويجاړې کړې دي.

"پرون مازدیګر څلور بجې زموږ په سیمه کې سېلاب راغی او له هغې وروسته شپږ بجې بیا سېلاب راغی چې له امله یې هیڅ کرنیزه ځمکه جوړه پاتې نه شوه، د الله شکر دی د سر زیان نه لرو خو زما پنځه جریبه ځمکه چې غنم مې په کې کرلي وو له منځه لاړه. "

د افغانستان په نقشه کې غور ولایت
د افغانستان په نقشه کې غور ولایت

په ورته وخت کې په هغو ویډیوګانو کې چې له فاریاب څخه ځینو سرچینو ازادي راډيو ته استولي، لیدل کېږي چې سېلاب د خلکو کورونو ته ننوتی او خلک د خپلو کورونو بامونو ته ختلي دي.

د فاریاب د خېبر ولسوالۍ دوه اوسېدونکو چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپور کې خپاره شي ازادي راډيو ته وویل:

" زموږ هیڅ نه دي پاتي، زموږ مالونه سیلابونو یوړل، ما نوی موټرسايکل اخيستی و او هغه هم له منځه تللى دى، دا ډېر بد حالت دى، کورونه ويجاړ شوي دي."

"زموږ په سيمه کې ډېر باران او ږلۍ وورېده، ډېره غټه غټه ږلۍ وه وروسته سیلاب راغلی او داسې سیلاب لکه یوه وبا ټول کلي یې وران کړل."

په همدې حال کې په بدخشان کې د پېښو په وړاندې د طالبانو د حکومت د مبارزې ریاست ویلي چې سېلابونو د فیض اباد ښار په ګډون په تګاب، کشم، راغستان او تیشکان ولسوالیو کې د استوګنې کورونه، کرنیزې ځمکې، پلونه او پلچکونه او سړکونه ویجاړ کړي دي.

افغانستان کې د وروستیو سېلابونو زیانمن وګړي د بېړنیو مرستو غوښتنه لري
افغانستان کې د وروستیو سېلابونو زیانمن وګړي د بېړنیو مرستو غوښتنه لري

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق د وروستیو سیلابونو د تلفاتو او زیانونو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ایکس پاڼه کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دوی مرستندویه ډلې سیلاب ځپلو سیمو ته استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ثور د میاشتې د ٢١مې سېلابونو د افغانستان په شمالي په ځانګړي ډول په بغلان ولایت کې د سلګونه کسانو ژوند واخیست او زرګونه ګورنیو ته یې مالي زیانونه واړول.

د دغو سېلابونو زيانمن شوي کسان لا هم بشري مرستو ته اړتيا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG