د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

په غور، جوزجان، سرپل او بدخشان کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي


په بدخشان کې د سېلابونو له کبله د یوه نړېدلي کور څنډه
په بدخشان کې د سېلابونو له کبله د یوه نړېدلي کور څنډه

په بغلان کې تر ویجاړوونکو سېلابونو وروسته په غور، جوزجان، سرپل او بدخشان کې هم تر سختو اورښتونو وروسته سېلابونه بهېدلي چې خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.

محلي سرچینو پرون جمعه د غور په مرکز فېروزکوه او د سرپل په کوهستانات ولسوالۍ کې د سختو سېلابونو د بهېدلو خبر ورکړی چې ویل کېږي خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.

ویل شوي، د جوزجان په درزاب او د بدخشان په ځینو برخو کې هم تازه سېلابونو خلک زیات زیانمن کړي، خو د مرګ ژوبلې د دقیق شمېر په باب څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په بغلان کې د غويي یا ثور میاشتې د ۲۱مې نېټې د سېلابونو له کبله ځینې زیانمن شوي کسان وايي، لا هم ژوند عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.

له تېرې اوونۍ په بغلان او ځینو ورڅېرمه ولایتونو کې تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په بغلان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په بغلان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

په بدخشان کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره د طالبانو رییس مولوي محمد اکرم اکبري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، زیات زیان په تیشکان ولسوالۍ کې خلکو ته اوښتی دی.

اکبري وايي: "که په تیشکان کې په میلیونونو افغانۍ هم ولګول شي، ورته اړتیا ده. هلته پلونه، سړک، پلچکونه هرڅه اوبو وړي دي. په تیشکان کې اوبه زیاتې دي چې د کوکچې سیند ته هم بهېږي. هلته موټر څه چې په پلي ډول تګ هم ستونزمن دی. تیشکان یوه دره ده، چې موټر په یوه میاشت کې هم هلته نه شي تلی."

د طالبانو د دغه چارواکي په وینا، په بدخشان کې په ټوله کې ۴۰۰ کورونه یا بشپړ یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ماشومانو د ساتنې موسسې یا "سېف د چلډرن" پرون پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې تر دغو سېلابونو وروسته ماشومان او کورنۍ یې تر ونو لاندې یا هم نړېدلو کورونو کې ژوند کوي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، وروستیو سېلابونو د ګڼو کسانو یوازې کورونه نه دي اخیستي، بلکې ټوله شتمني یې ورڅخه اخیستې ده.

په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله یو شمېر کسان بېځایه شوي دي.
په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله یو شمېر کسان بېځایه شوي دي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې په وینا، دغو سېلابونو د څښاک اوبو سیسټمونه هم ویجاړ کړي دي.

یونېسف وايي، دوی پر سېلاب ځپلو کورنیو چې هرڅه یې له لاسه ورکړي، طبي بستې وېشي چې په هغوی کې صابون، د غاښو مینځلو برسونه او د جامو مینځلو لازم مواد شامل دي.

له ګڼو هېوادونو په افغانستان کې د زلزله ځپلو د لاسنیوي لپاره د مرستو د رسېدو خبر ورکړل شوی دی.

د ترکیې سفارت پرون خبر ورکړی چې د ترکیې هغه الوتکه چې په ۲۴ ټنه بشري مرستو بار وه، د مزار شریف هوايي ډګر ته ورسېده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قطر، متحده عرب اماراتو، کویټ، سعودي عربستان، ایران، هند، روسیې، ازبکستان، چین، اذربایجان، جاپان، مصر، جنوبي افریقا، د امریکا متحدو ایالتونو او ځینو نورو هېوادونو او سازمانونو د خواخوږۍ مننه کړې ده.

په دوی کې اکثرو هېوادونو او سازمانونو د سېلاب ځپلو لپاره افغانستان ته بشري مرستې رالېږلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG