د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

یو شمېر افغان سینګارګرې د اختر په رارسېدو له وزګارۍ شکایت کوي


ارشیف: په نیمروز کې د ښځو یو سینګارتون چې د طالبانو د بندیز له کبله تړلی شوی دی.
ارشیف: په نیمروز کې د ښځو یو سینګارتون چې د طالبانو د بندیز له کبله تړلی شوی دی.

يو شمېر سینګارګرې وايي چې د اختر په رانږدې کېدو سره د تېرو کلونو په پرتله وزګارې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې له اختره یوه اوونۍ مخکې به سینګارتونونو ته د تګ په ګډون بېلابېل چمتووالی هغه څه و چې نجونو او ښځو به ترسره کاوه.

دوی به ان له اختر څو اوونۍ مخکې د خپلې خوښې سینګارتونونو نه د ځان سینګار لپاره وخت اخیسته، چې په دې سره د ښځینه سینګارتونونو کار هم جوړ و.

خو اوس يو شمېر دغه سینګارګرې وايي چې له لوی اختره يوه اوونۍ مخکې وزګارې او په کور ناستې دي.

دوی د خپل کاروبار د دې وضعیت پړ طالبان بولي چې په خبره یې د دوی فعالیت یې بند او سینګارځایونه یې ورتړلي دي.

دوه سینګارګرې نسرین او صحرا، چې په کورونو کې په پټه کار کوي، وایي چې اختر ته څو ورځې پاتې، خو څوک سینګار ته نه دي ورغلي.

طالبانو د ۲۰۲۳م کال د جولای په ۲۴مه دغه سینګارتون وتاړه.
طالبانو د ۲۰۲۳م کال د جولای په ۲۴مه دغه سینګارتون وتاړه.

نسرین ازادي راډیو ته وویل: "مخکې به چې اختر رانږدې کېده پر موږ به ګڼه ګوڼه زیاته وه، مشتریان به مو درلودل، ځکه ښه نوم او نښان او لوحه مو درلوده. اوس چې اختر نږدې دی، څوک نه شته چې سینګار وکړي او نه هم زموږ کاروبار شته. هېڅ نه ښکاري چې اختر به رانږدې وي."

صحرا وايي: "موږ مخکې له دې چې سینګارتونونه وتړل شي، په ځانګړې توګه اختر ته نږدې ورځو کې به مو مشتریان زیات وه او کاروبار به مو هم ډېر ښه وه، له هغه وخته چې تړل شوي تر اوسه چې دا دی اختر رانږدې دی، ټولې وزګارې ناستې یوو."

په ورته وخت کې یو شمېر ښځې او نجونې وايي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې فضا کې سینګارتونو ته د تګ او سینګار کولو په اړه یې د دوی شوق او شور له منځه وړی دی.

د دې نجونو له ډلې او د کابل ښار اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل: "هېڅ هم د تېر په څېر نه دي، څه لا چې سینګارتون ته خبره ورسېږي، ان اختر او خوښۍ او هېڅ هم د تېر په څېر نه دي، ښځې او نجونې چې به مخکې سینګارتونونو ته تلې اوس نه شي تللی."

د کابل اوسېدونکې لیلا وايي: که رښتیا ووایم هغه ډول سینګار به چې موږ د جمهوریت په دوره کې په خپله خوښه کولای شو، د طالبانو په وخت کې یې نه شو کولای.

د افغانستان د پلازمېنې بله اوسېدونکې لیلا هم د پټو سینګارتونو د موندلو او په سږني اختر کې د سینګار کولو په اړه وایي: "اکثراً سینګارتونونه تړل شوي او ځینې ډېر محدود سینګارتونه هغه له کوره فعالیت کوي، بیا موږ مو د خپلو ملګرو له لارې د هغوی شمېرې پیدا کوو، د دې لپاره چې خپل ویښتان قیچي کړو یا مخونه مو نخ کړو. که رښتیا ووایم هغه ډول سینګار به چې موږ د جمهوریت په دوره کې په خپله خوښه کولای شو، د طالبانو په وخت کې یې نه شو کولای."

د بدخشان ولایت اوسېدونکې اسیه هم وایي، د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې سینګارځایونو ته د دوی تګ اسانه نه دی.

هغه وايي: "په کوڅو کې پټ سینګارتونونه شته چې سینګار کوي، خو هغه سینګار به یې چې مخکې کاوه اوس هغه ډول سینګارنه شته، ډېر بدلون راغلی دی، مقصد خلک په ډېره وېره خصوصاً د افغانستان په کلیو کې سینګارتونو ته په ډېرې سختۍ ځي."

سینګارګري په افغانستان کې د یو شمېر ښځو لپاره تر یو بریده عاید لرونکی کار او خصوصاً د اختر او نوروز ورځو کې به د دوی ګټه وټه ډېره وه.

ښځې او نجونې به د ځان سینګارولو لپاره د اختر په ورځو کې، له اختره څو ورځې مخکې د ویښتانو لنډولو، د مخ جوړولو، د نوکانو کرلو، رنګولو او نورو سینګارونو لپاره سینګارتونونو ته تللې.

خو د طالبانو حکومت تېر کال د یو فرمان په صادرولو د ټولو ښځو پر وړاندې د سینګارتونو فعالیت او په کې په کار کولو بندیز ولګاوه.

خو له دې سره سره یو شمېر ښځې ادعا کوي چې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي دي، په خپلو کورونو کې د سینګارګرو په توګه فعالیت کوي، خو وايي، د تېر په پرتله یې عاید خورا راکم شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG