د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

د افغانستان یو شمېر کلیوالې مېرمنې له خپلو اقتصادي ستونزو شکایت کوي


ارشیف: په بامیان کې یوه ښځه تنور ګرموي چې له هغې وروسته ډوډۍ پخولو ته چمتو کېږي.
ارشیف: په بامیان کې یوه ښځه تنور ګرموي چې له هغې وروسته ډوډۍ پخولو ته چمتو کېږي.

په افغانستان کې مېشتې یو شمېر کلیوالې مېرمنې له خپلو اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

د کابل د پغمان ولسوالۍ یوه اوسېدونکې چې نه غواړي د شته رواجونو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي، وايي چې مالداري کوي، چرګ او چوړګوړي هم پالي، خو بیا هم نه‌شي کولای د خپلې کورنۍ لګښت پوره کړي.

دا چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده، ازادي راډيو ته يې وويل: "مونږ خپله ځاى نه لرو، د خلکو دهقاني مو نيولې، غواګانې مو ساتلي، يو څو چرګې مو ساتلي، د هګۍ روپۍ يې کېږي، د مستو او شیدو پيسې يې کېږي همغه يا مونږ خورو يا يې غواګانو ته کوو. وضعیت مو ډېر خراب دى."

د ميدان وردګ ولایت د دورهي سيمې اوسېدونکې ډيوه بیا خیاطي او خامک کوي.

ارشیف: په افغانستان کې د مېرمنو د خیاطۍ یوه کارخونه
ارشیف: په افغانستان کې د مېرمنو د خیاطۍ یوه کارخونه

دا هم چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده، وايي چې په يوه ورځ يې شپږ جوړه جامې هم ګنډلي، خو په خبره یې د خلکو د کمزوری اقتصاد له امله یې پخوانۍ ګټه نه ده ورپاتې.

نوموړې وویل: "يو ماشيني کار دى يو دست‌دوزي، دا لاسي کار چې مونږ کوو مثال خامک چې ګلان په‌کې جوړوو، اينې پوښوو، د دې کارونو زحمت ډېر دى ځکه يې قيمته هم خرڅوو، خو دا چې د خلکو اقتصاد کمزوری دى، دومره نه راځي او نه يې اخلي."

د بغلان ولایت اوسېدونکې حکیمه بیا د خلکو او په بازار کې خرڅلاو ته ډودۍ پخوي.

حکیمه هم د خپل کور سرپرسته ده.

هغه وايي: "زه د ډوډۍ پخولو داش لرم، خلک يې راته راوړي او زه يې پخوم، ځينې وخت زه خپله ډوډۍ پخوم او زوى ته مې ورکوم، هغه يې بېرون خرڅوي، ګټه نه‌شته په‌کې ګاز ډېر قيمته راته لوېږي، د کور خرڅ نه‌شم پوره کولى او سخته کار هم دى. د اوړي په موسم کې هوا ډېره ګرمه وي او ګټه نه‌شم کولى."

دا مېرمنې د طالبانو له حکومت، مرستندویو ټولنو او سازمانونو غواړي چې د کلیوالو ښځو ژوند ته جدي پام واړوي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد په دې اړه چې دوی په افغانستان کې د کلیوالو ښځو د ژوند د ښه والي لپاره څه پلانونه لري، د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

کلیوالې ښځې په داسې حال کې له خپل اقتصادي ستونزو شکایت کوي چې په ښارونو کې هم مېرمنې له ورته برخلیک سره مخ دي او مخکې یې ازادي راډیو سره په بېلابېلو راپورونو کې خپلې ستونزې شریکې کړې دي.

ارشیف: په بامیان کې مېرمنې د ډوډۍ پخولو پر مهال
ارشیف: په بامیان کې مېرمنې د ډوډۍ پخولو پر مهال

طالبانو په افغانستان کې په ډېرې دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې ښځې له کاره راګرځولي چې له امله یې یو شمېر مرستندویه موسسو هم خپل کارونه تړلي یا یې محدود کړي دي.

دوی دغه شان د ښځو د سینګار سالونونه هم تړلي چې د افغانستان د کسبګرو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، د ټولو ۱۲ زره سینګارتونونه په تړلو سره شاوخوا ۶۰زره سینګار ګرې ښځې وزګاره شوې دي.

XS
SM
MD
LG