ډیلي پروګرس:
ډیلي پروګرس امریکایي ورځپاڼې د افغانستان پر فضا د نړیوالو سوداګریزو الوتکو پر تګ راتګ یوه لیکنه خپره کړې او سر کې یې دا پوښتنه کړې چې: "څوک د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان پر فضا الوتنه کولای شي؟"
ورځپاڼې په دې اړه د اسوشېټېدپرېس خبري اژانس راپور خپور کړی چې په کې ویل شوي، د طالبانو له بیا واکمنۍ دوه کاله وروسته د امریکا د هوایي چلند فدرال ادارې د افغانستان پر فضا ملکي الوتنو ته شرایط اسانه کړي دي.
په مطلب کې د امریکا د هوایي چلند ادارې په حواله راغلي، هغه الوتکې چې له ۳۲ زره فوټو څخه لوړ پرواز کولای شي، د افغانستان پر فضا الوتنې پیلولی شي.
په دې وروستیو کې د اروپایي ټولنې په حواله هم راپورونه خپاره شول چې خپلو هوایي شرکتونو ته یې د افغانستان پر فضا د تېرېدو اجازه ورکړې ده.
له دې ګام سره د هغو کسانو د سفر موده لنډیږي چې د لوېدیځ او ختیځ ترمنځ هوایي سفرونه کوي او ورسره همهاله د الوتکو د تېلو مصرف هم کمېږي.
د ډیلي پروګرس د لیکنې په وینا، دا مهال اکثره سوداګریزې الوتنې د افغانستان پر فضا نه ترسره کېږي او یوازې د واخان په کوریډور کې یو شمېر الوتنې د افغانستان فضا ته داخلېږي.
مطلب کې راغلي، د امریکا د هوایي چلند ادارې له نوي شرط سره سره به نړیوال ملکي شرکتونه د افغانستان پر فضا الوتنې ته زړه ښه نه کړي.
دوی د دغې وېرې هدف په افغانستان کې د الوتکې ضد څلور نیم زره وسلو موجودیت او دغه راز د منظم هوایي ترافیک نشتوالی ښودلی دی.
د مطلب په پای کې راغلي، دا مهال یوازې د افغانستان او ایران الوتکې افغانستان او له هغه ځایه یو شمېر ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته الوتنې کوي.
د تېر جمهوري نظام پر مهال نړیوالو هوایي شرکتونو لکه امارات، ترکیش، فلای دوبی او یو شمېر نورو کابل او د افغانستان لویو ښارونو ته الوتنې کولې، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دغه الوتنې درېدلي دي.
یورو ایشیا ریویو:
یورو ایشیا ریویو خپرونې خپلې یوې مقالې ته دا سرلیک ورکړی دی: "د افغانستان خلک د خوړو او زده کړو لپاره، مالي مرستې ته اړتیا لري."
په مقاله کې راغلي، په افغانستان کې نژدې ټول خلک له بېوزلۍ سره مخامخ دي او د طالبانو حکومت له متحده ایالاتو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
مقاله کې راغلي، په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه داسې مهال په زیاتېدو ده چې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو د بندیز له کبله د طالبانو حکومت د نړیوالو له غبرګونونو سره مخامخ دی.
خپرونې لیکلي، د طالبانو حکومت د دې لپاره پر ښځو او نجونو دا بندیزونه لګولي چې ځواب کې یې له نورو هېوادونو امتیاز واخلي او متحده ایالتونه یې کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
مقاله لیکونکي د مطلب په پای کې لیکلي، پر افغانستان بندیزونه او له افغانستان سره د مرستو کمښت په مستقیم ډول د عادي افغانانو پر ژوند ناوړه اغېز کوي، نه د طالبانو پر حکومت.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي تړلي او تېره ډسمبر میاشت کې یې د نجونو پوهنتونونه هم بند کړل.
دوی د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو او کورنیو موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی او تازه یې په ټول هېواد کې د ښځو شاوخوا ۱۲ سوه سینګارتونونه هم وتړل.
د نړیوالو له فشارونو او د افغان فعالانو له پرلهپسې غوښتنو سره سره د ښځو د کار او زده کړو په برخه کې د طالبانو په دریځ کې کوم ښکاره نرمښت نه لیدل کېږي.