د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

د افغانستان او چین ترمنځ د الوتنو بیا پیل؛ دا له طالبانو سره د چین د اړیکو نښه وبلل شوه


د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه
د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه

مېل انلاين:

مېل انلاین خپرونې د ناروې د کډوالو د شورا د مشر دا خبرې را اخیستې دي چې وایي، په کندهار کې به ښځې بېرته په غیر دولتي موسسو کې کارونو ته ستنې شي.

دې خپرونې د اسوشېټېډپرېس اژانس په وینا لیکلي چې يان ایګلنډ په کابل او کندهار کې له طالبانو سره پر همدې موضوع خبرې کړې دي.

ایګلنډ پرون په داسې حال کې چې د کابل له هوایي ډګره بېرته خپل هېواد ته ستنېده، ازادي راډیو ته وویل چې له ډېرو هیلو سره دا ځل له افغانستانه ځي.

نوموړي څرګنده کړه، دا هیلې ده ته ځکه پیدا شوې چې د طالبانو چارواکو ده ته ویلي چې د ښځو د کار او زده‌کړې لپاره به ملي تګلاره ډېره ژر نهایي شي.

ایګلنډ د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې او پرون په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړې.

طالبانو تېر کال په ډسمبر کې ښځې په غیردولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې دي.

مېل انلاین د ایګلنډ دا خبره هم رااخیستې ده چې وایي، کله چې په کندهار کې ښځې کارونو ته ولاړې شي هیله ده چې په نورو ولایتونو کې به هم د کار اجازه ترلاسه کړي.

وروسته تر دې چې طالبانو د۲۰۲۱م کال په اګست کې کابل ونیوه، د ناروې د کډوالو شورا له اړمنو افغانانو سره د خوړو، تعلیم او روغتیا په برخو کې مرستې وکړې، خو له ډسمبر راوروسته چې په غیردولتي موسسو کې پر ښځینه کارکوونکو بندیز لګول شوی د ناروې د کډوالو د شورا مرستې ټکنۍ شوي دي.

مېل انلاین د خپاره کړي مطلب په اخره کې لیکلي چې طالبانو له ډسمبر راپه دې خوا بیا بیا د بشري مرستو هغو چارواکو ته چې افغانستان ته ورغلي، ویلي چې پر غیردولتي موسسو لګېدلي بندیزونه موقتي دي، دایمي نه‌دي.

انډيپنډنټ:

یوې بلې برتانوۍ خپرونې انډيپنډنټ د افغانستان په ارتباط یوه تجارتي مسئله رااخیستې ده.

دې خپرونې د افغانستان او چین ترمنځ د الوتنو پر موضوع لیکنه خپره کړې ده چې له درې کلنې وقفې وروسته پیل شوې.

خپرونه د چارواکو په وینا لیکي چې دا له طالبانو سره د پېکېنګ د ډیپلوماتیکو اړیکو نښه ده.

انډيپنډنټ د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند د ویاند امام‌الدین احمدي په وینا لیکي چې هره چهارشنبه به د کابل له نړیوال هوایي ډګره یوه الوتنه د چین ارومچي ښار ته ترسره شي.

انډيپنډنټ لیکي، له افغانستانه د ورځې د شل او دېرشو ترمنځ الوتنې کېږي چې دا د عوایدو یوه سرچینه ده او ارومچي ته به د اریانا د هوایي چلند الوتکه ځي.

د انډيپنډنټ په مقاله کې وړاندې راغلي چې افغانستان له روسیې، ایران، پاکستان، ازبکستان، کویټ، قطر، سعودي عربستان او هند سره د هوا له لارې ارتباط لري چې دغو هېوادو د ۲۰۲۱م کال له اګست راوروسته چې طالبانو کابل نیولی، ورو ورو بیا خپلې الوتنې پیل کړې، خو په دې مقاله کې ویل شوي چې د طالبانو سختدریځه رژیم تر اوسه د لوېدیځ هېڅ هېواد ته مستقیم یا غیرمستقیم پروازونه نه‌دي شروع کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG