د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

د بهرني ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان ته د چین پر لېوالتیا نړیوالې تبصرې


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

ډپلوماټ خپرونه

ډپلوماټ خپرونې د لوېدیځو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د چین پر لېوالتیاوو او له طالبانو سره د دغه هېواد د تماسونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې لیکواله میرسي کوو وايي، وروسته له دې چې طالبان واک ته ورسېدل، چین لومړنی هېواد و چې له افغانستان سره یې د ۲۰۰ میلیونه ین په ارزښت د بشري مرستې ژمنه وکړه او طالبانو چې له اقتصادي ناورین سره مخامخ شوي، سمدستي د پیکېنګ د دې مرستې هرکلی وکړ.

پر دې سربېره چین په وروستیو کې د افغانستان په عدلیې وزارت کې د یوې ودانۍ د جوړېدو پیسې ورکړې او داسې راپورونه هم شته چې وايي، د چینايي کمپنیو استازي افغانستان ته تللي چې د کانونو د استخراج په اړه خبرې وکړي.

د ډپلوماټ له لیکنې سره سم، چین د طالبانو له ادارې سره مخامخ تماسونه جاري ساتلي، دواړو خواوو څو ځلي سره کتلي او د افغانستان د بیارغونې په اړه یې پر پلانونو خبرې کړي دي.

د ډپلوماټ مجلې پر اساس، پیکېنګ د افغانستان د مسالو په تړاو په بېلابېلو نړیوالو، دوه اړخیزو او څو اړخیزو خبرو کې فعاله برخه اخیستې ده.

که څه هم د دې لیکنې لیکواله وايي، طالبان چین ته په دې خاطر چې مهم اقتصادي قدرت دی د یوه مهم شریک په سترګه ګوري او پیکینګ هم په خپلو مرستو ورته ثابته کړې چې باوري شریک یې دی، خو ظاهراً چین د طالبانو له حکومت سره د ۳۰ میلیونه ډالرو معادل له طبي او بشري مرستې او له کرونا ضد واکسین پرته په تېرو څه باندې څلور میاشتو کې چې طالبان واک ته رسېدلي، د پام وړ کومه مرسته نه ده کړې.

  • ایرلاین ګیکس خپرونه

ایرلاین ګیکس خپرونې چې د الوتکو او هوايي شرکتونو پر اړوندو چارو لیکنې خپروي، د هند د هوايي شرکت د الوتکو له لوري د افغانستان د هوايي مسیر د بدلولو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د اګسټ په ۱۵ مه نېټه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د نړۍ ګڼو هوايي شرکتونو، چې د اروپا او اسیا ترمنځ د هوايي سفر لپاره د افغانستان له فضا تېرېدې، خپل مسیرونه موقتاً بدل کړل.

په دغو هوايي شرکتونو کې یو هم د هند هوايي شرکت ایر انډیا و، خو دا هوايي شرکت تر اوسه پورې د افغانستان له فضا څخه ډده کوي.

د ایرلاین ګیک پر اساس، د دې لپاره چې د هند الوتکې د افغانستان له اسمانه نه تېرېږي، امریکا او اروپا ته یې سفر یو ساعت اوږد شوی دی.

د خپرونې د لیکنې له مخې، له دې کبله نه یوازې د هند د هوايي شرکت لپاره د الوت لګښت زیات شوی بلکې د سپرلیو کرایه هم لوړه شوې ده.

د هند د هوايي شرکت الوتکې په امریکا او کاناډا کې نیویارک، ټورنټو، سن فرانسسکو او وانکور او په اسیا کې ازبیکستان، ترکمنستان او ترکیې ته د افغانستان له مسیره تېرېدې.

XS
SM
MD
LG