د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۸

پر ښځو د محدودیتونو د لګولو دوام؛ ځینې ښوونکې او کارکوونکې: طالبانو زمونږ معاشونه ۵۰۰۰ افغانیو ته راټیټ کړي


په افغانستان کې روغتیاپالانې د یوې ناروغې د کتنې پر مهال
په افغانستان کې روغتیاپالانې د یوې ناروغې د کتنې پر مهال

په افغانستان کې د ښوونکو په ګډون د دولتي ادارو یو شمېر ښځینه کارکوونکې له ازادي راډیو سره په مرکه کې تاییدوي چې د طالبانو حکومت د دوی میاشتني معاشونه ۵۰۰۰ افغانیو ته راټیټ کړې دي.

دوی دغه پرېکړه د ښځو پر وړاندې بې عدالتي او ښکاره تبعیضي چلند ګڼي او وايي چې د معاشونو په کمېدو سره به لا له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د دولتي ادارو یو شمېر ښځینه کارکوونکو او ښوونکو ازادي راډيو ته وویل چې دوی ته خبر ورکړل شوی چې د جوزا میاشتې له پیله به نور پنځه زره افغانۍ معاش ورکول کېږي.

په هرات ولایت کې د یوې دولتي ادارې یوې ښځینه کارکوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې دوى ته خبر ورکړل شوى چې د جوزا له میاشتې به يې معاشونه پنځه زره افغانۍ وي.

هغه وايي: "زموږ همکارانو هڅه وکړه چې له مرکز څخه د کوچني اختر په رارسېدو سره لږ تر لږه د جوزا د مياشتې معاش د تېر په څېر ورکړي، خو هغوی ونه منله او ویې ویل چې موږ کولای شو پخواني معاشونه همغسې درکړو، خو د راتلونکو میاشتو له معاشونو څخه به يو څه کموو."

په همدې حال کې په دولتي ادارو کې د ښوونکو په ګډون یو شمېر ښځینه کارکوونکو هم ازادي راډيو ته په لیکلي پیغامونو کې دا موضوع تایید کړه، خو د موضوع د حساسیت له امله یې له نورو خبرو کولو ډډه وکړه.

په افغانستان کې د یوه ښوونځي ټولګی. یوه ښوونکې زده کوونکو ته د درس ورکولو پر مهال. طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګوی، خو له اوله تر شپږمه ټولګي خلاص دي.
په افغانستان کې د یوه ښوونځي ټولګی. یوه ښوونکې زده کوونکو ته د درس ورکولو پر مهال. طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګوی، خو له اوله تر شپږمه ټولګي خلاص دي.

په کابل ښار کې یوې مېرمنې چې د امنيتي ستونزو له امله يې نه غوښتل نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې لور یې ښوونکې ده، خو اوس یې معاش کم شوی دی.

هغه وايي: "لور مې ښوونکې ده، زنګ يې راته وواهه او ویې ویل چې دا چې معاش يې ۵۰۰۰ افغانۍ ته راټيټ شوى لاريون وکړي، خو د دفتر د ريس له‌خوا ورسره اړيکه نيول شوې چې چې که ټولګيو ته رانه‌شي او لاريون وکړي حوزې ته وړل کېږي. ستونزې بېخي ډېرې دي. نور د ژوند نولو وس نه لرو."

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د حکومت "چارو ادارې" ته منسوب یو لیک خپور شوی چې له مخې یې د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو معاشونه چې د تېر حکومت له‌خوا ټاکل شوي وو او اوس د طالبانو د حکومت له خوا ورکول کېږي، پنځه زره افغانۍ ټاکل شوی دی.

په دې لیک کې ویل شوي چې دا حکم د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له خوا صادر شوی، خو په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي چې یوازې د هغو ښځینه کارکوونکو معاش چې اوسمهال په کور کې ناستې دي او که دې فرمان کې هغه ښځې هم شاملې دي چې اوس هم د دولتي ادارو کارکونکې دي پنځه زره افغانۍ ټاکل شوی؟

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ور نه کړ، خو بي‌بي‌سي د طالبانو د یوه حکومتي چارواکي په حواله د دغه لیک تصديق ثابت کړى دی.

د ښځو د حقونو فعالان هم د طالبانو د حکومت د دغه فرمان د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض نښه ګڼي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې ساجې بهګام ازادي راډيو ته وویل: "موږ پوهېږو چې په افغانستان کې ډېرې ښځې شته چې د خپلو کورنیو ډوډۍ ګټيالۍ دي په جګړو کې یې خپل د کور سرپرستان له لاسه ورکړي دي. پوښتنه دا ده چې دا ښځې څه وکړي؟ چېرته لاړ شي؟ ځانونه وژني؟ آیا واکمنې ډلې د دغو د کورنيو د ملاتړ مسولیت نه لري؟"

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې نظیفې حقپال د اړوندې موضوع په اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا فرمان یو سیستماتیک تبعیض دی، ځکه هغه ښځې چې په دولتي ادارو کې کار کوي، حتی په مهمو څانګو لکه روغتونونو او تحقيقاتو برخه کې، کم معاش اخلي، په داسې حال کې چې په همغه اداراتو کې يې نارینه همکاران یې لوړ معاش اخلي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت له بيا ځلي راتګ وروسته، ډېری هغه ښځې چې په دولتي اداراتو کې کې يې کار کاوه اوس په کورونو کې ناستې دي او د طالبانو حکومت ویلي چې دوی به د دوی معاشونه به ورکوي.

تر دې وړاندې یو شمېر دغو مېرمنو ازادي راډيو ته ویلي وو چې له څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د طالبانو د حکومت له بيا ځلي راتګ وروسته په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو او نجونې پر کار کولو د بندیز په ګډون له لسګونو نورو بندیزونو او فرمانونو سره مخ شوې.

که څه هم نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو دغه فرمانونه غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې دا پرېکړې لغوه کړي، خو طالبانو تر اوسه په خپلو سیاستونو کې بدلون نه دی راوستی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG