د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

د کندهار لپاره د طالبانو والي؛ د غونډو عکسونه او ویډیوګانې مه اخلئ


یو شمېر افغان خبریالان - ارشیف
یو شمېر افغان خبریالان - ارشیف

په رسنیو او ژورنالستیکو فعالیتونو د محدودیتونو په لړ کې تازه د کندهار لپاره د طالبانو والي محمد علي حنفي چې په ملا شیرین اخند هم مشهور دی په دې ولایت ادارو ته په یو استولي مکتوب کې غوښتنه کړې چې له دې وروسته باید په رسمي او غیر رسمي ناستو کې د ژوندیو موجوداتو له انځور اخیستلو ډډه وشي.

په دې مکتوب کې ټینګار شوی چې چارواکي دې خپل فعالیتونه او ګزارشونه په غږیزه او لیکلې بڼه چمتو او خپاره کړي.

د کندهار لپاره د طالبانو د حکومت د والي ویاند فرانس پریس سره په خبرو کې دا مکتوب رېښتینی بللی دی.

دا مکتوب تېره ورځ د کندهار د والي ملا محمد شرین اخند په لاسلیک خپور شوی دی.

د افغانستان په نقشه کې کندهار ولایت
د افغانستان په نقشه کې کندهار ولایت

د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله چې په کندهار کې مېشت دی، والي یې ملا شیرین ورته نږدې چارواکی بلل کیږي.

یو شمېر خبریالان او د خبریالانو ملاتړي بنسټونه د کندهار د والي دا اقدام په رسنیو اوخبر رسونې یو بل محدودیت بولي.

په تبعید کې د خبریالانو فدراسیون وايي پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو سیستماتیک بندیزونه د اندېښنې وړ دي.

په پاکستان کې د دې بنسټ ویاند حشمت الله وجداني ازادي راډيو ته وویل:

"په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ له پیل راهیسې طالبانو په رسنیو ځانګړي او سیستماتیک محدودیتونه لګولي دي، په رسنیو کې د ښځو د کار له مخنیوي نیولي په خبرونو او خپرونو تر سانسوره پورې، او دا دی اوس د کندهار ولایت له لوري په انځور اخیستلو هم بندیز ولګېده، دا د ژورنالېزم د ټولو اصولو خلاف عمل دی."

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان وايي د طالبانو دا اقدام د خبر رسونې په وړاندې د ستونزو د جوړولو په معنا دی.

یو افغان خبریال چې د موضوع د حساسیت او امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل:

"کله چې موږ ویډیو کلیپونه ونه لرو او هیڅوک موږ ته ویډیوګانې نه راکوي، نو ښکاره خبره ده چې دا زموږ په کار مستقیم اغېز لري، کله چې موږ د ژورنالېستانو په توګه کار کوو، موږ ویډیوګانو او کلیپونو ته اړتیا لرو، هیله ده چې دا ستونزه به ژر تر ژره حل شي."

طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې پر رسنیو او خبریالانو ګڼ بندیزونه لګولي
طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې پر رسنیو او خبریالانو ګڼ بندیزونه لګولي

د زهرا په نوم یوه بله خبریاله هم ورته نظر لري.هغه وایي:

"د دې نوي بندیز سره دوی په غیر مستقیم ډول غواړي رسنۍ او هغه کسان چې په رسنیو کې په فعالیتونو کې بوخت دي تر فشار لاندې راولي. موږ د مستند فلم جوړولو لپاره باید د غونډې یا کومې پېښې عکس او ویډیو ولرو . "

د ټلویزیونونو فعالیت او له ژوندي موجوداتو انځور اخیستل په افغانستان کې د طالبانو په لومړي حاکمیت کې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې بند وو.

که څه هم طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې چې د اسلامي شریعت له مخې د رسنیو او بیان ازادۍ ته ژمن دي، خو پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته په تېرو نږدې دوه نیمو کلونو کې دوی په رسنیو او خبریالانو ګڼ محدودیتونه لګولي چې د نړیوالې ټولنې او د رسنیو د ملاتړو نړیوالو بنسټونو له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG