د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

يو ان ډي پي: طالبان د نورو ښځو په څېر متشبثانې هم د کورنۍ له نارینه غړي پرته بازار ته نه پریږدي


ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو ان ډي پي) وايي، متشبثې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په خپلو کارونو کې له ننګونو سره مخ دي او ان له محرم پرته سيميزو بازارونو ته هم تګ راټګ نشي کولى.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې غونده کې د «د افغانستان متشبثو ښځو غږ واورئ ، د هغوى زغم او مبارزه» په نوم خپل درې کلن راپور خپور کړ.

دغه راپور د ۲۰۲۲ کال له سپټمبر څخه د روان کال تر مارچ میاشتې پورې د ۳۱۲۲ وړو او متوسطو سوداګریو درلودونکو ښځو سره د انفرادي، ډله ییزو او مرکو او نظر پوښتنې پایله ده چې د ښځو کار ،پرمختګ او پر وړاندې يې ننګوې راټولې کړي.

د دغه راپور د موندنو له مخې، ۷۳ سلنه متشبثې ښځې چې مرکې ورسره شوي، ویلي د کورنۍ له نارینه غړو پرته سیمه ییزو بازارونو ته او یا هم د خپل کار د ودې په موخه له يوه ولايت څخه بل ولايت ته د سوادګرۍ لپاره نه شي تللى چې دې امر د دوى د سفر لګښتونه دوه چنده کړي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې افغان ښځینه کار متشبثینې چې هڅه کوي نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي، له ستونزو سره لاس او ګریوان دي لکه ، د دوى پر کار د بنديزونو تر څنګ د کوچنیو پورونو په ګډون مالي سرچینو ته محدود لاسرسی، د لویو شرکتونه له خوا دوی سره د همکارۍ له تړونونو ډډه کول، په سیمه ییزو بازارونو کې یې تولیداتو د تقاضا کمېدل، د امنیت او خوندیتوب نشتوالی، تبعیض، د پرمختللو اسانتیاوو نشتوالی، او د سوداګرۍ د جوازونو د ترلاسه کولو په برخه کې د لازمو انسانتیاوو نه شتون.

یو شمېر افغان ښځې چې په افغانستان کې کوچنۍ او متوسطې سوداګرۍ لري هم د خپل کار پر وړاندې د ننګونو په اړه ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شوي محدودیتونه د دوی د پرمختګ مخه ډب کړې.

د کابل ولایت یوه ښځینه متشبثه چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي:

"څوک په خپل کور کې یو نارینه محرم لري او څوک نه، څو ورځې مخکې مې غوښتل چې په يو نندارتون کې برخه واخلم خو هغوی وویل چې زه باید له خپل نارینه محرم سره ګډون وکړم، زما پلار زما سره نږدې نه دی، زما ورور دنده لري، دوی باید دندې پرېږدي تر څو ماسره د محرم په توګه لاړ شي که هغه محرم نه وي، موږ نشو کولی، هېڅ وکړو."

د کندز ولایت اوسېدونکې متشبثې مېرمن کریمې ازادي راډيو ته وویل چې له ګڼو ستونزو سره سره يې یو کوچنی کاروبار پیل کړی، خو بنديزونو دوی اندېښمن کړي:
"هره ورځ دا محدودیتونه زیاتېږي او ښځې نه شي کولای چې له نارینه محرم پرته په شمال ولايتونو کې تګ راتګ وکړي. په ځانګړې توګه هغه میرمنې چې میړه نه لري او محرم نه لري، اندیښنه لري چې څنګه به له محرم پرته روغتون یا بازارونو ته لاړې شي."

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په ګڼو برخو کې پر ښځو بندیزونه لګول شوي چې سوداګري یې هم اغېزمنه کړې ده
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په ګڼو برخو کې پر ښځو بندیزونه لګول شوي چې سوداګري یې هم اغېزمنه کړې ده

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو ان ډي پي) همدارنګه زیاتوي، وروسته له هغه چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو بيا ځلي واک تر لاسه کړ او په ډېرو دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې د ښځو پر کار بنديزونه ولګول، اوس هغه ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستي کوي، هڅه کوي چې متشبثې شي، خو شته محدودیتونه يې ننګونې لا زیاتوي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، د ۸۰ سلنه افغان ښځینه متشبثینو د عاید یوازینۍ لار د دوی واړه او لوی کاروبارونه دي.

دغه ښځې په داسې حال کې د خپلو ننګونو په اړه خبرې کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له بيا ځلي راتګ وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي، پوهنتون او ښوونیزو کورسونو ته له تلو منع شوي، ټولنیزو فعالیتونو کې هم د دوی په ګډون محدودیت لګېدلی او تفریحي پارکونو ته هم نه پرېښودل کېږي.

تر دې وړاندې د ښځو د حقونو فعالانو او ځینو نړيوالو هېوادونو تل د ښځو په وړاندې د طالبانو دا چلند ناسم بللی او په افغانستان کې یې د جنسیتي تبعیض په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې، خو طالبانو تل رد کړې او ویلي یې دي چې د اسلامي شریعت له مخې یې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تامین کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG