د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

ګرینفیلډ: افغان نجونې د کم عمرۍ جبري واده او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي سره مخ دي


په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې، لیندا توماس ګرینفیلډ
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې، لیندا توماس ګرینفیلډ

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې، لیندا توماس ګرینفیلډ د یاد سازمان د امنیت شورا په غونډه کې چې د اپریل په ۳مه د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه ویلي، په افغانستان کې نجونې په کم عمر له جبري ودونو او د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مخ دي.

نوموړې د امنیت شورا په دې غونډه کې چې د «ماشومان او وسله واله جګړه» په نوم جوړه شوې وه وویل:

" په افغانستان کې نجونې، له کم عمره او جبري ودونو، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي او د زده کړې برخې په ګډون له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي، په داسې حال کې چې ځوان هلکان د کوچنیو سرتېرو په توګه ګمارل شوي دي."

هم مهاله، د بښنې نړیوال سازمان (امنیسټي انټرنشنل) هم نن د اپریل په ۴مه نېټه، په خپله ایکس پاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې ښوونځي بیرته پرانیستل شوي خو افغان نجونې په خپلو کورونو کې بندیانې دي او خوبونه یې د طالبانو د ظالمانه سیاستونو په بند کې دي.

یاد شوي سازمان زیاته کړې:

"موږ باید په یوه نسل باندې سیستماتیک برید ته د پای ټکی کېږدو. "

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پر افغان نجونو او مېرمنو ګڼ شمیر محدودیتونه لګولي دي او هغوی یې ښوونځيو، پوهنتونونو ، کار او عامه ځایونو ته له تلو منع کړې دي.

یو شمېر افغان نجونې چې اوس ترې طالبانو له شپږم ټولګي د پورته زده کړو حق هم اخیستی
یو شمېر افغان نجونې چې اوس ترې طالبانو له شپږم ټولګي د پورته زده کړو حق هم اخیستی

یو شمېر افغان کورنۍ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې پر نجونو د طالبانو له بندیزونو وروسته دې ته اړې شوي چې خپلې لوڼې په کم عمر واده کړي.

شمسیه چې د خپلې کورنۍ سرپرسته او د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په کور ناسته ده وايي، خپله ۱۴ کلنه لور یې واده کړه:

" پخوا مې دنده درلوده او معاش مې درلوده، د کور لګښتونه مې پوره کولای شول. اوس هغه هم نشته، زه هم حیرانه وم چې خپل بچي په څه ماړه کړم. کنه اصلا زړه مې نه کېده چې لور مې په دومره کم عمر واده کړم."

په ورته وخت کې له زده کړو بې برخې یو شمېر نجونې وايي دوی د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، د دوی په ټکو له جنسیتي تبعیض سره مخ دي.

له دې ډلې فاطمې، ازادي راډيو ته وویل:

" هغه جنسیتي تبعیض چې دا مهال د طالبانو حکومت په ښکاره ډول ترسره کوي، د دې لامل شوی چې افغان مېرمنې د یوه امن ژوند درلودلو، زده کړو او کار کولو په ګډون د خپلو بنسټيزو حقونو څخه بې برخې شي. "

پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو حکومت بندیزونه په وار وار د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او بیلابیلو سازمانونو لخوا غندل شوي او له دوی څخه د دې بندیزونو د لیرې کېدو او د افغان مېرمنو د حقونو د خوندي کولو غوښتنه شوې.

خو د طالبانو حکومت تل ویلي چې د دوی تر واک لاندې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه خوندي دي.

هغه څه چې افغان مېرمنې او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG