د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

افغانستان کې د جنسي اپارتاید په اړه د امنیت شورا د نوې دوره یي مشرې ادعا او غوښتنې


ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند یو تصویر - ارشیف
ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند یو تصویر - ارشیف

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نوې دوره‌يي مشره ونیسا فرایزر وايي، جنسیتي اپارتاید چې د نوموړې له قوله؛ "افغانستان کې هم روان دی"، باید د بشر ضد جرمونو د مخنیوي او مجازاتو په کنوانسیون کې شامل شي.

نوموړې چې په ملګرو ملتونو کې د مالتا هېواد دایمي استازې هم ده افغانستان د امنیت شورا لپاره مهم وباله؛ خو په دې هېواد کې یې د روان وضعیت د سمون غوښتنه وکړه.

د امنیت شورا دوره‌يي مشرې د طالبانو حکومت له‌خوا له ټولنې د افغانستان د نیمايي نفوس"نجونو او ښځو" ګوښه کولو ته په اشارې، دا یو نا ممکن کار وباله.

نوموړې وویل:

"د افغانستان په اړه مالتا د یوه ملاتړي په توګه واقعا باور لرو چې دا نا ممکنه ده چې داسې یو هېواد ولرو چې ۵۰ سلنه نفوس یې په بشپړه توګه ګوښه کړل شوی وي. موږ فکر کوو چې دا وضعیت باید اصلاح شي. "

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار - ارشیف
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار - ارشیف

ونیسا فرایزر دا هم وویل چې د دوشنبې په ورځ به امنیت شورا کې د بشر ضد جرمونو د مخنیوي او مجازاتو کنوانسیون د مسودې د تعدیل په اړه غونډه او بحث وشي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوره‌يي مشرې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي په ټاکل کېدو هم ټینګار وکړ، خو زیاته یې کړه چې تر دې دمه په دې برخه کې کوم ځانګړی اقدام نه‌دی شوی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د پلي کېدو په اړه د ملګرو ملتونو د دوره‌يي مشرې څرګندونو ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

خو د طالبانو حکومت سره له دې چې افغان نجونې او ښځې یې د تعلیم او کار په ګډون، سیاست او ټولنیز مشارکت څخه منع کړي، تل یې ادعا کړې چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونه خوندي دي.

هغه ادعا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، بشري حقونو شورا، د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو، افغانانو او ان د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو په راپور هم ننګول شوې.

په افغان نجونو او ښځو د طالبانو په ډېر شمېر بندیزونه د دې لامل شوي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د کارپوهانو په ګډون، د بشري حقونو ملاتړي سازمانونه او د افغانستان د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله؛ له ملګرو ملتونو وغواړي چې افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني او ترڅنګ یې، د جنسیت پر بنسټ تبعیض د بشر ضد جرمونو د مخنیوي او مجازاتو په کنوانسیون کې شامل کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG