د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د فېسبوک محدودولو او بندولو په اړه د طالبانو پالیسۍ اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف: په افغانستان کې د فېسبوک یوه کاروونکې
ارشیف: په افغانستان کې د فېسبوک یوه کاروونکې

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه "سي‌پي‌جی" په افغانستان کې د فېسبوک د کارولو د محدودولو او بندولو لپاره د طالبانو د پاليسۍ نهايي کېدو ته په غبرګون کې وايي، دا کار په افغانستان کې د اطلاعاتو د ازادۍ بهیر ګډوډوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې"سي‌پي‌جی" په افغانستان کې د فېسبوک محدودولو او بندولو په اړه د طالبانو د حکومت د پالیسۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه بنسټ په يوه اعلاميه کې چې د دوشنبې په ورځ يې پر خپله وېبپاڼه خپره کړې، د طالبانو له حکومت وغوښتل، داسې اقدامات دې نه‌کوي چې په افغانستان کې د اطلاعاتو د ازادۍ بهير له ګډوډۍ سره مخ کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اسیايي پروګرام همغږي کوونکې بيه لی يي په‌دې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو دا تګلاره به په افغانستان کې د اطلاعاتو پر ازادۍ ناوړه اغېز وکړي، ځکه د نوموړې په وینا، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ له ځپلو او د رسنیو له زوال سره د فېسبوک په ګډون ټولنیزو رسنیو د دغې تشې په ډکولو کې مرسته کړې ده.

هغې زياته کړې، دغه وړاندیز شوې پالیسي به د طالبانو له‌خوا د رسنیو د سانسور وضعیت لا پسې خراب کړي.

ارشیف
ارشیف

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حقاني د یکشنبې په ورځ د وري په ۱۹مه له طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل، د فېسبوک د محدودولو او بندولو پاليسي وروستۍ شوې ده.

د رسنیو یو شمېر کارپوهان او د فېسبوک کاروونکي وايي، په افغانستان کې د فېسبوک محدودول یا بندول د بیان ازادي او معلوماتو ته لاسرسی زیانمنوي.

د رسنیو د برخې کارپوه بصیر احمد دانشیار ازادي راډیو ته وویل: "ډېره ښه ده چې د هغو اساسي برخو درناوی وشي چې د بیان پر ازادۍ ټینګار کوي او د بیان ازادي د اصولو په توګه ګڼي او تر دې ډېر د بیان پر ازادۍ او د معلوماتو پر خپراوي نور محدودیتونه ونه لګوي."

په کابل کې د فېسبوک یوې کاروونکې هما رجبي ازادي راډیو ته وویل: "زه فکر کوم چې که د فېسبوک اپلېکېشن بند شي، د بیان د ازادۍ ترڅنګ به د نظرونو د شریکولو او د ورځنيو معلوماتو له راټولولو هم بې‌برخې شو. په افغانستان کې ژوند ورځ تر بلې محدودېږي. زه هیله لرم چې دا پلان عملي نه‌شي."

د فېسبوک یوې بلې کاروونکې سپوږمۍ غرني ازادي راډيو ته وویل، دا ټولنیزه رسنۍ له زده‌کړو د بې‌برخې نجونو لپاره زده‌کړييزو فرصتونو ته د لاسرسي یوه لاره ده او باید بنده نه‌شي.

هغه وايي: "د هغو نجونو لپاره چې له زده‌کړو بې‌برخې دي، د فېسبوک له لارې د زده‌کړو هغه فرصتونه چې بيرون اعلانيږي، لاسرسی ورته پيدا کوي او دوی له يوې لارې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي."

دا په‌داسې حال کې ده چې، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د خبریالانو کمېټې ته ویلي چې فېسبوک نه بنديږي، بلکې بندیزونه به پرې ولګول شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو حکومت داسې مهال دا پالیسي جوړه کړې چې دوی خپله د فېسبوک د بندیزونو په نوملړ کې دي او په دې ټولنیزه شبکه کې د طالبانو د چارواکو فعالیتونه، د هغوی په ګټه اعلانونه او ان د هغوی د نوم او بیرغ انځور کارول منع دي.

فېسبوک په افغانستان کې یوه له پام اړونکو رسنیو ده چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو له بندیزونو وروسته مېرمنې هم له‌دې رسنۍ د خپلو نظرونو او ستونزو د څرګندولو لپاره کار اخلي.

د ناپلیون‌کَت وېبپاڼې د شمېرو له‌مخې چې د ټولنیزو رسنیو په برخه کې فعالیت کوي، د ۲۰۲۴ کال تر جنورۍ پورې په افغانستان کې د فېسبوک د کاروونکو شمېر له څلور نيم ميليونه ډېرو کسانو ته رسېد، چې ۱۷،۳ سلنه یې ښځې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بيا واکمن کېدو وروسته هغوی د کورنیو رسنیو پر فعالیتونو بندیزونه ولګول او بهرنیو رسنیو ته یې د خلکو لاسرسی محدود کړ.

يادې کمېټې زیاته کړې، طالبانو په افغانستان کې د ازادي راډیو او امریکا غږ خبري وېبپاڼو ته لاس‌رسی بند کړی، خو د بي بي سي او دویچه ویله خبري ویبپاڼو ته خلک لاسرسی لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG