د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

طالبانو په خوست کې "پر نجونو له سیمه ییزو رسنیو سره پر خبرو بندیز" لګولی


د افغانستان د یوې سیمه ییزې راډیو سټډیو - ارشیف
د افغانستان د یوې سیمه ییزې راډیو سټډیو - ارشیف

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د خوست امنیه قومندان عبدالرشید عمري د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د یوه مکتوب په استولو سره، په دغه ولایت کې له رسنیو سره د نجونو اړیکې نیول منع کړي دي.

په خوست کې د دوو سیمه ییزو رسنیو چارواکو له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال دا موضوع تایید کړه، خو ویې نه غوښتل چې د دوی هویت او غږ په راپور کې خپور شي.

د دغه مکتوب پر بنسټ چې د افغانستان د خبریالانو مرکز یې یوه کاپي په خپله ویب پاڼه خپره کړې، د دغه ولایت له راډیوګانو او ټلویزیونونو سره د نجونو پر اړیکه نیولو، د بندیز تر څنګ، د رسنیو مسوولینو ته خبرداری ورکړل شوی، که د خپرونو له لارې خپلو رسنیو سره د نجونو د اړیکو نیولو زمینه برابره کړي، دوی به احضار او قانوني چلند ورسره وکړي.

د خوست د امنیه قومندانۍ په مکتوب کې ادعا شوې چې یو شمیر خصوصي راډيوګانو د ښوونځيو د درسونه او یا ټولنیزې خپرونې خپرولې چې د دې خپرونو له لارې د غیر مشروع ټیلیفوني اړیکو زمینه برابرېده.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د خوست ولایت د سیمه ییزو چارواکو نظر هم ولرو، خو بریالي نه شوو او د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند قاري بسم الله حبیب هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د خوست ولایت نقشه
د خوست ولایت نقشه

د افغانستان خبريالانو مرکز په خپله اعلامیه کې ويلي، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو له امله په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د رسنيو له لارې د ښوونځي د درسونو ښوونيزې خپرونې ډيرې شوې دي.

د دغه مرکز د اړیکو کمېټې مشره سمیه ولیزاده ازادي راډيو سره په خبرو کې ددغه پرېکړې د لغوه کیدو غوښتنه کوي.

" په دې برخه کې د افغانستان خبریالانو مرکز غوښتنه کوي چې دغه محدودیت دې لیرې شي، ځکه چې دا له قوانینو څخه سرغړونه ده، او په افغانستان کې رامنځته شوي قوانین لکه د عامه رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون باید مراعات شي، تر څو د بیان ازادي له دغه حالته وژغورل شي، څو رسنۍ وکولای شي د ډیموکراسۍ له سقوط وړاندې، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي."

په خوست کې یوې مېرمنې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو دا پرېکړه له ټولنې د ښځو د ایستلو په معنا ده.

"له رسنیو سره د نجونو د اړیکو منع کول په دې معنی دي چې ښځې ورو ورو له ټولنې څخه لیرې کړي. زما اندېښنه دا ده چې له دې ورسته به د ښځو د غږ ونو خپرېدل جرم وګڼل شي."

د افغانستان خبريالانو مرکز په راپور کې راغلي ،د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې شکايتونه، بايد د رسنيو شکايتونو او سرغړونو ته د رسیدنې کمېسيون له لارې وڅېړل شي، خو د یاد مرکز په وينا، ياد کمېسيون له پامه غورځول شوی او غير مسوول چارواکي په مستقيم او غير مستقيم ډول رسنۍ ګواښي او د دوی په کارونو کې لاسوهنه کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز لوګو
د افغانستان د خبریالانو مرکز لوګو

د افغانستان خبريالانو مرکز د شمېرو له مخې، په خوست ولايت کې د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډيو او تلويزيون په ګډون ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي تلويزيونونه فعاليت کوي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې پر رسنیو بېلابېل بندیزونه لګولي دي.

په ورته وخت کې په هلمند کې هم د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې رسنیو ته ویلي چې د سوداګریزو اعلانونو په ګډون په هېڅ پروګرام کې د ښځو غږ نه خپروي.

طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې چې د بیان ازادۍ او د رسنیو او خبریالانو فعالیتونو ته د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې ژمن دي، خو په تېرو دوه نیمو کلونو کې په افغانستان کې د دوی د واکمنۍ له بیا پیلېدو وروسته، په رسنیو باندې یې ډیر محدودیتونه لګولي دي چې د یو شمېر هېوادونو، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او د رسنیو ملاتړ کونکو بنسټونو لخوا له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG