د بشري حقونو، افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وايي، په افغانستان کې ډېری خبریالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې وزګاره دي او هغه کسان چې اوس هم کار کوي د ځان سانسورولو یا خود سانسوري له ګواښ سره مخ دي.
رینا امیري د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ د ۱۳مې د راډیو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې په خپله ایکس پاڼه لیکلي، افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې په سیمه کې د رسنیو تر ټولو پرانیستی چاپېریال درلود، خو اوس په سیمه کې د رسنیو یو له ځپونکي هېوادونو څخه ګڼل کېږي.
هغه په ټینګار سره ویلي چې افغانانو په وار وار په ډاګه ویلي چې دوی د مطبوعاتو او رسنیو ازادي غواړي چې د مېرمن امیري په باور مسوولیت منل پیاوړي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر ښځینه خبریالانو هم ازادي راډیو ته وویل چې د دوی لپاره د افغانستان د رسنیو چاپېریال تنګ شوی او نه شي کولای د هغه څه په اړه چې روان دي راپور ورکړي.
یو له دغو مېرمنو څخه چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله نوم يې په راپور کې واخيستل شي ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان رسنۍ او خبریالان له سخت سانسور سره مخ دي، ډېری پوځي او امنیتي خبرونه او هغه خبرونه چې د بشري حقونو جنایتونو په هکله دي نه شو خپرولی، په افغانستان کې خبريالان په تېره ښځینه خبریالانې د نورو ستونزو تر څنګ، معلوماتو ته د نه لاسرسي او په پراخه کچه له سانسور سره مخ دي."
يوه بله ښځينه خبرياله چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخيستل شي، وايي چې د ښځينه خبريالانو پر کار د طالبانو د حکومت فشارونه ورځ تر بلې زياتېږي او ښځينه خبريالانې له نويو او د وړاندوینې نه وړ ستونزو سره مخ دي.
یوه خبریاله وايي: خودسانسوري یو له هغو ستونزو او جدي ننګونو څخه ده چې ښځینه خبریالانې ورسره مخ دي.
هغه زیاتوي: "که مونږ سره داسې موضوع وي چې د امارت اسلامي په خلاف وي او مونږ ټول شواهد او مدارک هم ولرو بیا یې هم نهشو خپرولی، که د ورځې کومه نابه سوژه وي او وغواړو پرې کار وکړو، دفتر اصلاً مونږ ته اجازه نه راکوي، خودسانسوري یو له هغو ستونزو او جدي ننګونو څخه ده چې ښځینه خبریالانې ورسره مخ دي."
په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو د مرکز د عدالت غوښتنې او اړیکو د کمېټې مسووله سمیه ولی زاده وايي، پر رسنیو فشار د دې لامل شوی چې په افغانستان کې دننه په رسنیو کې ځان سانسورول خپل اوج ته ورسېږي.
هغه وايي: "له بده مرغه په افغانستان کې د واکمنې ډلې په چوکاټ کې کومه انتقادي تګلاره نهشته، دوی نه غواړي چې د حکومت او د طالبانو د استبدادي رژیم په کړنو نیوکه وشي او حقایق پټ پاتې کېږي. خلک نهشي کولی خپل غږ پورته کړي. رسنۍ د افغانانو یوازینۍ هیله ده او دا کار د خلکو دردونه نور هم زیاتوي او په حقیقت کې د دې لامل کېږي چې په افغانستان کې دننه رسنۍ د خپلو مخاطبینو په وړاندې خپل اعتبار او باور له لاسه ورکړي."
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو مرستیال مهاجر فراهي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې دوی د اسلامي شرعیت او ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان او رسنیو ازادۍ ته ژمن دي.
د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پر رسنیو او خبریالانو ډېر محدودیتونه ولګول شول.
تر دې وړاندې د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ویلي وو چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوه نیمو کلونو کې په افغانستان کې نږدې ۶۴ خبریالان د دوی د کار په تړاو نیولي او د بې پولي خبریالانو د راپور له مخې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.