د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

نی رسنیز بنسټ ولې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول؟


د نی بنسټ مشر، مجیب خلوتګر - تصویر له ارشیفه
د نی بنسټ مشر، مجیب خلوتګر - تصویر له ارشیفه

د افغانستان دازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ "نی"، په افغانستان کې له ۱۷ کلونو وروسته خپل فعالیتونه ودرول.

د دغه بنسټ مشر عبدالمجيب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ رسنيو ته په يوه لېږل شوي ويډيويي کلېپ کې ویلي، په افغانستان کې سياسي وضيعت او نامناسبو شرايطو ته په کتو به دوی د موقت وخت لپاره په افغانستان فعالیتونه ونه لري.

ښاغلي خلوتګر په دې ويډيويي کلېپ کې ویلي چې په دې اړه به نور جزییات ورسته له رسنیو سره شریک شي خو زیاته کړې یې ده چې نور به هیڅ حقیقي او حکمي کس په افغانستان کې د نی بنسټ استازیتوب نه کوي.

نوموړى د خپلو خبرو په یوې برخه کې ویلي:

" په افغانستان کې د اوسني سیاسي او نا مناسبو حالاتو له امله د نی دفتر مشرتابه غړي چې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ کوي، د ۱۴۰۲ کال د جدي په میاشت کې په خپله وروستۍ غونډه کې دې پرېکړې ته ورسېدل چې په موقت ډول په افغانستان کې د نى دفتر فعالیتونه ودروي. "

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې پر رسنیو او ملاتړو ادارو یې د فشارونو د زیاتیدو خبرونه ورکړل شوي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې پر رسنیو او ملاتړو ادارو یې د فشارونو د زیاتیدو خبرونه ورکړل شوي

یوه افغان خبریال نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله يې په راپور کې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:

"دا واقعاً د تاسف ځاى دی، زه فکر کوم چې د رسنیزو کاروونکو تر منځ کې به یوه لويه نيمګړتيا رامنځته شي، ځکه چې موږ دې دفتر ته د خبریالانو د ملاتړي دفتر په سترګه کتل او پرې ډاډه وو ".

یوه بل خبریال وویل:

"په اوسنیو حالاتو کې چې افغانستان، افغان خبریالان او په ټوله کې د افغانستان د رسنیو ټولنه له ګڼو ستونزو سره مخ ده، د "نی" د فعالیتونو بندیدل د اندېښنې وړ دي، زه د یوه خبریال په توګه د دغه وضعیت په اړه اندېښمن یم. کاش دې بنسټ د فعالیت تړل نه اعلانول، او د پخوا په څېرکاش د خبریالانو تر څنګ ولاړ وای"

په افغانستان کې د "نی" دفتر د تړل کېدل موضوع د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د مسوولینو غبرګونونه هم له ځان سره لري.

لېوال: په افغانستان کې د رسنیزو بنسټونو لاسونه تړل شوي، ښایي نور یې هم فعالیتونه ودروي
لېوال: په افغانستان کې د رسنیزو بنسټونو لاسونه تړل شوي، ښایي نور یې هم فعالیتونه ودروي

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د مشرتابه بورډ غړي عبدالغفور لېوال له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"په افغانستان کې له بده مرغه پر رسنيو او خبريالاتو بنديزونه او فشارونه ورځ په ورځ زياتېږي او اساساً دا بنسټونه د خپل جوړښت او وجودي منطق په اساس مکلف دي چې د خپلو او خبريالانو او رسنيو حمايت وکړي او له حقونو څخه یې دفاع وکړي، خو له بده مرغه دغسې يوه دفاع اوس په افغانستان کې ممکنه نه ده ځکه اوس په افغانستان د دوى لاسونه تړل شوي او ښايي په راتلونکي کې په افغانستان د خبريالانو د ملاتړ ټول بنسټونه وتړل شي"

د افغانستان دازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ "نی"، په ۲۰۰۴ کال کې خپل فعالیت پیل کړ. دغه بنسټ په کابل او ولایتونو کې دفترونه او استازولۍ لرلې او له هغو بنسټونو څخه و چې په افغانستان کې یې د رسنیو ملاتړ کاوه.

ياد شوي رسنيز بنسټ په افغانستان کې د کار په څه باندې يوه نيمې لسيزه کې د خبريالانو او رسنيو د وضعيت په اړه وخت په وخت راپورونه خپاره کړي، همدا شان د خبريالانو پر وړاندې د پېښو د مخنيوي، له رسنيو او خبريالانو څخه د ملاتړ، د ظرفيتونو د لوړولو او د خبريالانو د مسلکي روزنې په برخو کې یې کار کاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG