د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

د ازادي راډیو د ۲۴ ساعته خپرونو لومړۍ کلیزه


د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادي راډیو مرکزي دفتر
د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادي راډیو مرکزي دفتر

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه په افغانستان کې د FM او AM په څپور د ازادي راډيو خپرونې بندې کړې، دې راډيو د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۳۰ مه د خلکو لپاره خپلې خپرونې ۲۴ ساعته کړې چې نن يې يو کال پوره کېږي.

د ازادي راډیو خپرونې اوس په شپه او ورځ کې ۲۴ ساعته د هغو میلیونونو افغان اورېدونکو لپاره چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې په دې راډیو تکیه کوي، وړاندې کېږي.

ازادي راډیو په سیمه‌ییز وخت د ماښام له ۶ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې په ۱۲۹۶ کیلو هرټز کې په منځنيو او د ورځې په دویمه نیمایي کې په لنډو څپو خپریږي.

د ازادي راډيو د افغانستان د برخې عمومي مشر، قادر حبيب
د ازادي راډيو د افغانستان د برخې عمومي مشر، قادر حبيب

د ازادي راډيو د افغانستان د برخې عمومي مشر قادر حبيب وايي، پر ازادو رسنيو د محدوديتونو له زياتېدو سره، ۲۴ ساعتونو ته د دې رسنۍ د خپرونو زياتول يوه بنسټيزه اړتيا وه:

ښاغلی حبیب زیاتوي:

"په تېرو دوو کلونو کې پر خپلواکو رسنیو محدودیتونه د دې لامل شوي چې نیمايي رسنۍ تړلې پاتې شي، دا په‌دې معنا ده چې معلوماتو ته د خلکو اړتیا د پخوا په پرتله زیاته شوې ده. له همدې امله ازادي راډیو د افغانستان خلکو ته د متوازن، کره او بې‌پرې معلوماتو د وړاندې کولو په موخه خپلې خپرونې، چې د ژورنالیزم د نړیوالو معیارونو پر بنسټ دي، ۲۴ ساعتونو ته زياتې کړي او غواړي د هغوی غږ وي."

د ازادي راډيو اورېدونکو په وار وار له ازادي راډيو څخه د معلوماتو د رسولو او خبرونو د چمتو کولو له امله مننه کړې.

۶۸ کلن محمد سرور چې د ازادي راډیو یو اورېدونکی دی وايي:

"زه له ۱۳۹۰ راهیسې د ازادي راډیو له منظمو اورېدونکو څخه یم، چې بېلابېل سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي مسایل په خورا ولسي او زړه راښکونکي ډول بیانوي، ترڅو خلک ترې ګټه پورته کړي، اوس‌مهال چې رسنۍ د طالبانو تر سخت سانسور لاندې دي، د ازادي راډيو خپرونې ډېرې ګټورې دي، زما په ګډون ټول خلک د ازادي راډيو نويو خبرونو ته انتظار باسي."

ازادي راډيو تل په تېرو دوو کلونو کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقض په اړه ګڼ راپورونه چمتو کړي دي.

د ازادي راډیو یوه بله همېشنۍ اورېدونکې ناجیه پيوندي وايي، ازادي راډیو د هغو زرګونو افغان مېرمنو غږ ګرځېدلی چې دا مهال له خپلو ټولو بنسټيزو حقونو بې‌برخې دي.

پیوندي زیاتوي:

" ازادي راډیو یوه بې پرې رسنۍ وه چې د ښځو له حقونو یې دفاع کوله او د ښځو تر څنګ وه، د افغان مېرمنو او د افغان ښځینه مبارزینو او اتلانو غږ شو. دا رسنۍ وتوانېده چې نړۍ ته د دوی د غږ لپاره يوه لاره شي، موږ له ازادي راډیو څخه مننه کوو چې له څو کلونو راهیسې د افغانستان خلکو ته خدمت کوي. دوی په سختو حالاتو کې په بېلابېلو لارو مبارزه کوي، څو د افغانستان د ټولو خلکو غږ شي."

د افغانستان د خبريالانو د ملي ټولنې مسوول مسرور لطفي په افغانستان کې د اطلاعاتو په برخه کې د ازادي راډيو فعاليتونه مهم بولي.

هغه وايي:

"د يو نړيوال رسنيز بنسټ په توګه د ازادي راډیو فعالیتونه په دوو لسیزو کې په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي او د رسنیو د فعالیتونو په بنسټیز کولو کې مهم دي او توانېدلې چې د ټولنيز باور په ترلاسه کولو سره په افغانستان يو مناسب ځای پيدا کړي، موږ هیله لرو چې ازادي راډیو اطلاعاتو ته د لاس‌رسي په برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د پخوا په څېر به اغېزمنه تمامه شي."

ښاغلی لطفي وايي، هیله لري چې د طالبانو حکومت به د یوه اساسي او قانوني میکانېزم له‌مخې په افغانستان کې پر ملي او نړیوالو رسنیو بندیزونه لیرې کړي او رسنيو ته به د فعاليت اجازه ورکړي.

د طالبانو حکومت د ازادي راډیو د خپرونو له بندېدو دوه نیمې میاشتې وروسته د ازادي راډیو پر وېب‌پاڼو بندیزونه ولګول چې د رسنيو د ملاتړ د بنسټونو او اورېدونکو له پراخ غبرګون سره مخ شول.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد هغه مهال د ازادي راډيو د وېب‌پاڼو د تړلو خبره رد کړه.

خو هغه مهال د ازادې اروپا/ازادي راډيو عمومي مسوولينو د غه اقدام په غبرګون کې ويلي و، چې په هره ممکنه لاره به په افغانستان کې د دې راډيو اورېدونکو ته خپرونې او معلومات ورکوي.

د ازادي راډيو خبرونه، راپورونه، غږيز او ويډيويي خپرونې په دري او پښتو ژبو د راډيو سربېره په ټولنيزو رسنيو لکه: فېسبوک، انسټاګرام،اېکس‌پاڼو، ټلګرام او واټساپ کې هم خپرېږي.

افغانستان د خبریالانو لپاره په نړۍ کې یو له خطرناکو هېوادونو څخه دی او د ازادي راډیو خبریالان ازادو رسنيو ته د ژمنتيا له امله خپله وروستۍ بيه پرې کوي.

په ۲۰۱۸ کال کې د ازادي راډیو درې خبریالان – محرم درانۍ، عبادالله حنانزی او سباوون کاکړ په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول او په ۲۰۲۰ کال کې په هلمند کې د دې راډیو سیمه‌ییز خبریال محمد الیاس داعي د ده په موټر پسې د نښلول شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د ازادې اروپا رادیو / ازادي راډيو یوه خپلواک خبري سازمان دی چې د امريکا د متحده ایالاتو د کانګرس او د نړيوالو رسنيو لپاره د متحده ايالاتونو د اژانس (يو‌اس‌ای‌جي‌ام) لخوا ملاتړ کیږي او په ۲۳ هېوادونو کې په ۲۷ ژبو خپرونې لري.

XS
SM
MD
LG