د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

د ازادي راډیو ۲۰مه کلیزه؛ یوه مینه وال د دغه راډیو۴۰۰ خپرونې ارشیف کړي


په کندهار کې د ازادي راډیو یو مینه وال د دغه راډیو شااوخوا ۴۰۰ خپرونې ثبت او ارشیف کړي
په کندهار کې د ازادي راډیو یو مینه وال د دغه راډیو شااوخوا ۴۰۰ خپرونې ثبت او ارشیف کړي

په کندهار کې د ازادي راډیو یو مینه وال د دغه راډیو شااوخوا ۴۰۰ خپرونې ثبت او ارشیف کړي دي.

دوکاندار محمد دین زیارمل په خپل دوکان کې هره ورځ ازادي راډیو اوري وايي، د رسنیو سره په خاص ډول ازادي راډیو سره ځانګړې مینه لري او د خپل دې شوق له کبله يې تر اوسه د ازادي راډیو سلګونه خپرونې د ځان سره ثبت کړي او ساتلي دي.

زیارمل زیاتوي، د ازادي راډیو ټولې خپرونې يې خوښیږي خو خبرونه او لایف رپوټونه يې ورته ډېر په زړه پورې دي ځکه چې د تازه پیښو له حاله ژر خبریږي.

دی وايي: "خبري مجلې، د سندرو مېلمانه خپرونه او نورې خپرونې مې خوښي دي، ډېرې مې ثبت کړي، اوس یوازې څلور سوه ثبت خپرونې لرم نورې ثبت خپرونې مې د ارشیف څخه ډیلیټ شوي."

دوکاندار محمد دین زیارمل
دوکاندار محمد دین زیارمل

دغه دوکاندار وايي، ازادي راډیو يې پر ژوند ښه اغیز کړی او له کبله يې معلومات زیات شوي دي: "زه د سهار له اوو بجو د ازادي رادیو خپرونې تعقییبوم او لومړۍ خبرونه اورم، ازادي راډیو زما معلومات ډېر کړي، زه چې کله ازادي راډیو اورم پر وخت او ژر له پېښو او موضوعات خبریږم."

ازادي راډیو شل کاله وړاندې په ۲۰۰۲م زیږدیز کال خپلې خپرونې پیل کړې چې لاهم د خپلو اورېدونکو لپاره کره موثق او هر اړخیزې خپرونې او رپوټونه چمتو کوي.

XS
SM
MD
LG