د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

د ازادي راډیو کلیزه؛ هلمندی مینه‌وال: خپرونې یې ښوونیز سیمنارونه دي


ډاکټر همدرد سیدخیلي
ډاکټر همدرد سیدخیلي

په هلمند کې د ازادي راډیو یو مینه وال وايي، د تېرو ۱۵ کلونو راهیسې هره ورځ د دې راډیو بېلابېلې خپرونې اوري.

ډاکټر همدرد سیدخیلي کارځای ته له رسېدو سره سم د ازادي راډیو لومړنی سهارنی خپرونه اوري.

د ازادي راډیو دغه مینوال وايي، هره ورځ درملتون ته له رسېدو سره سم خپله راډیو چالانوي او ازادي راډیو اوري.

سیدخیلي زیاتوي: "د ازادي راډیو خپرونې زموږ اورېدونکو لپاره ښوونیز سیمنارونه دي، هره خپرونه یې جالبه ده، مثلاً روغتیا د ژوند شتمني دا خپرونه د روغتیا په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي، داسې هره خپرونه یې جالبه ده."

ډاکټر همدرد سیدخیلي د هلمند په مرکز لښګرګاه کې درملتون لري، هغه د ۲۰۰۷م زیږدیز کال راهیسې د ازادي راډیو ځانګړی مینوال دی او د دې راډیو ټولې خپرونې اوري.

دی وايي: "د ۲۰۰۷ کال راهیسې د ازادي راډیو ځانګړی مینه وال یم، ډېره پرمختللې راډیو ده، ډیره چټکه ده، زه ټولنیزې رسنۍ هم کاروم، خو په هغه باوري نه یم، هغه خبرونه چې زه پر فیسبوک وینم تر هغو راته باوري نه وي، تر هغو چې یې له ازادي راډیو اورم."

د ازادي راډیو دغه مینه وال د دې راډیو د همکارانو ځانګړي خاطرې لري.

ازادي راډیو د تېرو دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې خپلو اورېدونکو ته بېلابېلې خبري، معلوماتي، روغتیايي، سیاسي او تفریحي خپرونې وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG