د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د خبریالانو ملاتړي بنسټونه: د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي اقداماتو زیات شوي


ارشیف
ارشیف

د خبریالانو ملاتړي بنسټونه وايي، د ۲۰۲۴ کال له پیله د افغان خبریالانو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي اقداماتو زیات شوي.

د کابل پرېس کلب مشر او د خبریالانو ملاتړی عزیز احمد تسل وايي، طالبان د بیان ازادي او د خبریال حقونه تر پښو لاندې کوي او خلکو ته یې د اطلاعاتو د رسولو مخه نیولې ده.

طالبانو تېره یوه اوونۍ کې په کابل او خوست کې لږ تر لږه شپږ خبریالان او رسنیز کارکوونکي نیولي.

د طالبانو ویاند د یوه خبریال د بندي کولو په باب ادعا کړې چې هغه ګواکې د طالبانو له مخالفینو سره اړیکې درلودې.

صفي الله ستانکزي د کابل پرېس کلب له مشر عزیز احمد تسل سره د افغان خبریالانو په اوسني وضعیت مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:24 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG